د روسیې په پلازمېنه، د مسکو د نړیوالو اړېکو په دولتي پوهنتون کې د افغانستان د ولسمشريزو ټولټاکنو د لومړي پړاو په تړاو غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د نوموړي پوهنتون له استادانو، محصلانو او کارپوهانو څخه پرته په ناسته کې د ځینو نورو پوهنیزو ټولنو غړو او په روسیه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت کولتوري اتاشې ښاغلي نجیب الله شينواري ونډه اخيستې وه.
په غونډه کې د افغانستان او روسيې له استازو څخه پرته د ګاونډيو هېوادونو ایران او ازبکستان استازو هم ګډون کړی و. ویناوالو په ټولټاکنو کې د ټولو نوماندو پر ژوندليک، سياسي- ټولنيز دریځ او په ټاکنیزه سیالۍ کې د بریالي کېدلو پر شونتیا رڼا واچوله.
برخه والو هاند و هڅه کوله، چې د دې پوښتنو ځوابونه ومومي: –
ولې د ټولټاکنو پایلې پر ټاکل شوي مهال په رسمي توګه اعلام نه شوې؛ – ټولټاکنې مشروعیت لري، که نه؛ – په دوهم پړاو کې کوم نوماند ډېر چانس لري، چې د افغانستان نوی واکمن شي؛ – د درغلیو له امله به د ټولټاکنو پر پایلو بیاکتنه وشي، که نه؛ – په افغاني او هغې ته ورته ټولنو کې ولسواکي او په ځانګړې توګه د هغې امريکايي بڼه پلی کېدونکې ده، که نه او نورې پوښتنې.
په پوهنغونډه کې ځانګړی ځای د ښاغلي نجیب الله شينواري په زړه پورې وینا او څرګندونو ونیو. په روسیه کې د افغانستان د لوی سفارت کولتوري (هڅوبيز) اتاشې د دواړو هېوادونو د اړېکو د بېلابېلو اړخو سپړنه وکړه او د افغانستان د ټاکنیزغونډال په اړه یې برخه والو ته کره معلومات ورکړل. په پای کې ټولو ګډونوالو په یوه خوله وویل، چې په راتلونکي کې باید د نننۍ راټولونې په څېر پوهنغونډونه پر لار واچول شي. ښاغلي نجیب الله شينواري په خپل وار ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د پوهنتون په غونډو کې برخه اخلي او له خپل وس سره به سم د پښتو او دري ژبو له روسي زده کړیالو سره مرسته کوي. په پوهنغونډه کې د ایران استازې فرنګیس آريانپور له ناستې څخه وروسته وویل:
((برای من به عنوان یک ایرانی جای خرسندی بود که برای شرکت در کنفرانس مربوط به انتخابات افغانستان دعوت شدم. موضوع صحبت من در این کنفرانس که در انستیتوی روابط بین الملل مسکو برګزار شد دوستی ملل افغانستان و ایران بود. دانشجویان زبان های دری و پشتون و فارسی مقالات جالبی خواندند. آنها نظر خود را در باره انتخابات در افغانستان و موضوعات دیګر بیان کردند. مشاهده دانشجویان روس که با علاقه به صحبت در باره مسائل خارجی و در این مورد خاص، افغانستان می پرداختند بسیار خوشحال کننده بود)).
د ویلو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د مسکو د نړیوالو اړېکو دولتي پوهنتون په مسکو او په ټوليز ډول په روسیه کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتوپالنې په منځۍ اوښتی دی. په پوهنتون کې ګڼ شمېر وييپانګې او درسي کتابونه چاپ ته چمتو شوي دي. د بېلګې په توګه د پوهنتون یوه ښووند، پښتوپال یوري لالېتين په روسي ژبه د پښتو لويه پښویه ليکلې ده، چې په نړۍ د افغانستان د ملي ژبې تر ټولو بډایه پښویه ګڼل کېږي. همدار از څه موده وړاندې د لومړي ځل لپاره د مسکو د نړیوالو اړېکو په دولتي پوهنتون کې په پارس او سوېلي قفقاز کې د ستر افغان ټولواک آزاد خان په ویاړ پرتمینه غونډه شوې وه.
پامير زیارمل، د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد