د غویې د میاشتې پنځمه نیټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره برابره وه کابل ادبي بنډار خپله اووه ویشتمه غونډه وکړه.
د غونډې مشر فضل الکریم فضلي او مېلمانه یې قاضي صفت الله او صحت الله فدایي ؤ، د ستیج چارې د تیر په څیر د وحید الله اوریاخیل له خوا په مخ وړل کیدې.
غونډه لومړی د خلیل الرحمن حبیبي له خوا د قران عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت وروسته د ماشومې ملالۍ له خوا د افغانستان ملي سرود زمزمه شو، ورپسې خورشید احمد فطرت د تیرې غونډې راپور وړاندې کړ.
له راپور وروسته د شفیق الله امیرزي په شعر باندې کره کتنه پیل شوه.
ستونی مې ډک دی او ګیلې مې اوس هم خولې ته راځي
له وینو ډکې غرغړې مې اوس هم خولې ته راځي
بیت وقار،امید ښکلی او روان وباله خو محمد الله کمال یادونه وکړه چې په رواني لحاظ کوم مشکل نلري خوعلت یې معلوم ندی باید علت یې څرګند شوی وای او همدارنګه یې یادونه وکړه چې د شعر په هر بیت کې باید مبدا او خبر موجود وي او زیاته یې کړه چې د غزل تر پایه پورې د مطلعې پیروي نده شوې او دا چې شعر د غزل په فورم کې لیکل شوی دی نو شاعر ته پکار وه تر څو قافیه یې تر آخره پورې یو ډول لیکلې او تعقیب کړې وای.
احمدي هم د کمال د خبرو په په تائید سره وویل چې کومه مطلع چې د شعر په اول کې لیکل کیږي باید تر آخره پورې تعقیب شې.
زه مړ لحد یم د خدای شکر دی په خیټه موړ یم
پیغلې ځوانان او امیدونه مې يې خولې ته راځي
دا بیت د غونډې د ګډونوالو له خوا ګونګ و بلل شو او یادونه یې وکړه چې په آسانه سره ترې لوستونکی مطلب نه شي اخیستلای، او له لیکونکي څخه یې وغوښتل تر څو د دې بیت په اړه معلومات وړاندې کړي چې مطلب یې روښانه شي.
په یوه خندا مې مین نه شې لیونیه د ښار
دلته زرګونه ستا په شانې تماشې ته راځي
محمودي او کمال بیت ښکلی او روان وباله خو وقار وړاندیز وکړ چې که تماشې په نندارې بدل شي ښکلی راځي.
په ژوند مې ټول د مستو هیلو جنازه کړې ده
په مرګ به وینې پریښتې مې جنازې ته راځي
د پورتني بیت په اړه محمودي وړاندیز وکړ چې که د مستو هیلو په ځای داسې ولیکل شي بیت به ورسره ښکلی شي.
په ژوند مې ټول د خپلو هیلو جنازه کړې ده
په مرګ په وینې پريښتې مې جنازې ته راځي
همدارنګه کمال هم یادونه وکړه چې په بیتونو او غزل کې غموونکي احساسات را اخستل شوي دي.
هې ازرایله! غلط شوی یې مړ کیږمه نه
دې وران وطن کې به مې خود دمه سینې ته راځي
کمال او وقار چې د دې بیت په اړه یې خبرې کولې زیاته کړه چې په دې بیت کې له مرګ څخه انکار شوی دی، همدارنګه محمودي هم د کمال او وقار د خبرو په تائید امیرزي ته وړاندیز وکړ چې که داسې ولیکل شي
هې ازرایله! غلط شوی یې څه مړ خو نه یم
دې وران وطن کې به مې خود دمه سینې ته راځي
بیت ښکلی راځي.
یو څو بې مخه ورته برګ اتڼ په مینه کوي
نړۍ ضرور د ډم ډمکو نندارې ته راځي
کمال د دې بیت په اړه سره وویل چې په بیت کې مغلقې او پیچلې کلمې راوړل شوې دي او په آسانه سره ترې مطلب نه اخستل کیږي، او یادونه یې وکړه چې په شعر لیکلو کې باید ساده کلمات را واخستل شي چې لوستونکي په آسانه سره ترې مطلب وا خستلای شي.
محمودي هم د کمال د خبرو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې کوم څوک چې لیکنه کوي باید په لیکنه کې له ساده کلماتو څخه کار واخلي، ځکه چې کوم څوک چې لیکنه کوي د نورو لپاره یې کوي او له ساده لیکنې څخه لوستونکي په آسانه سره مطلب تر لاسه کوي.
د چم وړو ته یې ویلي وو چې کور ورښیئ
نوی ملنګ چې زمونږ کلي او کوڅې ته راځي
محمودي بیاهم پورتنی بیت یو څه ګونګ وباله او د شعر لیکونکي ته یې وړاندیز وکړ چې که داسې ولیکل شي مطلب به یې روښانه او آسانه شي.
د چم وړو ته یې د کاڼو د ویشتو ویلي
نوی ملنګ چې زمونږ کلي او کوڅې ته راځي
کمال د محمودي د نظر تایئد وکړ او زیاته یې کړه چې د بیت مطلب ورسره روښانه کیږي، خو فضل الکریم فضلي بیت په خپل رنګ کې ښکلی وباله.
شفیقه یاره ستا قسم راشه درخپله مې کړه
دا درواغجن ریبار اوس خپلې مرکې ته راځي
پورتنی بیت بیا هم د غونډې د ګډونوالو له خوا ګونګ او پیچلی وبلل شو، احمدي زیاته کړه چې په دې بیت کې معلومه نده چې قسم په څه شي سره دی، او له امیرزي څخه یې و غوښتل ترڅو د دې بیت په اړه ګډونوالو ته وضاحت ورکړي، او امیرزي ته یې وړاندیز وکړ که د ( شفیقه یاره س��ا قسم راشه درخپله مې کړه) په ځای داسې ولیکل شي بیت په ښکلی راشي.
شفیقه یاره بس د خدای دپاره خپله مې کړه
دا درواغجن ریبار اوس خپلې مرکې ته راځي
محمودي هم د احمدي د نظر په تایئد سره شفیق الله امیرزي ته وړاندیز وکړ چې که داسې ولیکل شي بیت ښکلی او واضح راځي.
شفیقه یاره خدای دپاره نور درخپله مې کړه
دا درواغجن ریبار اوس خپلې مرکې ته راځي
له کره کتنې وروسته شفیق الله امیرزي د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه د دوی نظرونه او وړاندیزونه یې ښکلي او ارزښتمن وبلل، او یادونه یې وکړه چې د ګډونوالو وړاندیزونو ته به په خپل شعر کې ځای ورکړي.
له کره کتنې وروسته محمد الله کمال د غونډې ګډونوالو ته د شعر د تعریف، نوعیت او جوړښت په اړه پریزینتیشن وړاندې کړ، چې د غونډې د ګډونوالو لیکوالانو او شاعرانو لپاره ډیر اړین او مهم معلومات پکې را اخستل شوي ؤ وړاندې کړل.
له پریزنتیشن وروسته مشاعره پيیل شوه چې ګڼ شمیر د شعر او ادب مینه والو پکې شعرونه ولوستل.
له مشاعرې وروسته د غونډې مشر فضل الکریم فضلي غونډه و ارزوله او یادونه یې وکړه چې غونډه په خورا ښه ډول سره تر سره شوه، او همدارنګه یې د کابل ادبي بنډار او دې ته ورته غونډې یې د راتلونکي نسل او ټولنې لپاره ډیرې اړینې او موثرې تمامیدونکې و بللې، او زیاته یې کړه چې دا ډول غونډې ماشومانو او ځوانانو ته جرئت ورکوي ترڅو په هر ځای کې په ډیر جرئت سره خبرې وکړي او خپل نظریات له خلکو سره شریک کړي، او د کابل ادبي بنډار غړو ته یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
د غونډې په پای کې د راتلونکې غونډې د اجندا په اړه داسې وپتیل شوه چې په راتلونکې غونډه کې چې دوې اونۍ وروسته به په خپل وخت سره جوړیږي خورشید احمد فطرت لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي، او د کره کتنې تر څنګ به محمد الله کمال هم د شعر د فورمونو په اړه سره پریزنتیشن وړاندې کوي، غونډه د یوې لنډې دعایې په کولو سره پای ته ورسیده.