تاند- په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پخوانی عمومي قومندان وايي چې د افغانستان راتلونکې ته تر ټولو لوی خطر طالبان نه بلکې فساد دی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې متقاعد جنرال جان الن پرون /چهارشنبه/ د امریکا د مشرانو جرګې فرعي کمېټې ته وویل، د طالبانو په پرتله پراخ او عام اداري فساد په افغانستان کې زیات ځوروونکی دی.
جان الن سپارښتنه وکړه چې د سږ کال په پای کې د ناټو د جنګي ماموریت له ختمېدو وروسته دې ۱۳ زره ۶۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پرېښودل شي څو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ده وویل چې افغانان د طالبانو د مقابلې لپاره وخت ته اړتیا لري چې د مشرۍ او قوماندې مهارتونه ښه کړي او تخنیکونه زده کړي.
جان الن همداراز د افغانستان له راتلونکي ولسمشره وغوښتل چې له امریکا سره اړیکې، چې د کرزي له لوري د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په خاطر سختې زیانمن شوي دي، بېرته ښې کړي.
تول ووزی یو موهم نه یاست فکار