په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې لپاره د متحدو ایالتونو سرمفتش په خپل درې میاشتني راپور کې، چې پرون یې خپور کړ، ویلي چې که په افغانستان کې د رشوت او غلاوو مخه ونه نیول شي د امریکایانو د مالیو په پیسو په افغانستان کې د څه باندې لسو کلونو کارونه به له خطر سره مخامخ شي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې عام او پراخ فساد د اقتصادي پرمختګ، د محاسبې د زیاتولو او د عوایدو د ټولولو لپاره د حکومت هڅې له ستونزو سره مخامخوي.

د سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې د سرمفتش دفتر په راپور کې ویل شوي چې فساد په افغانستان کې د ګمرکونو او نور عواید اغېزمن کولی شي حال دا چې دا عواید پر بهرنیو مرستو د افغانستان د اتکا له کمولو سره زیاته مرسته کولی شي.

د سیګار په راپور کې یادونه شوې چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د دسمبر او د ۲۰۱۳ کال د دسمبر ترمنځ افغانستان تر ټاکلي عاید، چې ۲ ملیارده او ۴ سوه ملیون ډالره و، ۱۲ فیصده له لاسه ورکړي. او اټکل کېږي چې سږ کال به هم په ټاکلي هدف یعني دوه نیم ملیارد ډالره کې ۲۰ فیصده وبایلي.

سرمفتش جان سوپکو ویلي چې د دې معنا به دا وي چې د افغانستان حکومت به یوازې د خپلې ۷ ملیارده او پنځه سوه ملیون ډالري بودجې یوازې درېمه برخه په خپله برابرولی شي.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا حکومت لږترلږه ۱۹۸ ملیون ډالره ځانګړي کړي وو چې له افغانستان سره د ګمرکي عوایدو په ټولولو کې مرسته وشي.

راپور وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په شمول په بېلابېلو ځایونو کې د عوایدو په ټولولو کې ښه والی راغلی دی، خو فساد لا هم په ټولو برخو کې د ټولو عوایدو په ترلاسه کولو کې ستونزې پېښوي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې له راپور سره سم افغانستان د نړۍ یو له درو هیوادونو څخه دی چې فساد پکې خورا زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *