تاند- یوې امریکايي مامورې وویل، د افغانستان په سلو کې ۹۰ تاریخي اثار له خطر سره مخامخ دي ځکه چې حکومت یې ساتلی نه شي.

په کابل کې د امریکا د سفارت د کلتوري میراث د پروګرام مشرې لورا تیدیسکو پرون /چهارشنبه/ وویل، د لرغونو او تاریخي اثارو له نظره افغانستان یو شتمن هیواد دی خو د تاریخي ځایونو د ساتنې او احیا کولو لپاره لازم او مناسب اقدامات نه دي شوي.

مېرمن تیدیسکو پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان تاریخي ځایونو او اثارو ته د څو لسیزو جګړو، اقلیمي شرایطو، بې غورۍ، قصدي تخریب او لوټ سخت زیان اړولی دی.

د امریکا د سفارت د کلتوري میراث د پروګرام مشره باوري ده چې د افغانستان حکومت د لرغونو اثارو خوندي کولو ته له ۱۰ تر ۲۰ فیصده پام کړی دی.

دې د لوګر ولایت د عینکو د مسو د کان په ساحه کې د لرغونو اثارو غیرقانوني کیندنې او لوټ د افغانستان د لرغونو اثارو د وضعیت د یوې نمونې په توګه یادونه وکړه.

تېره میاشت د هرات چارواکو اندېښنه ښکاره کړه چې د دغه ښار لرغوني جامع جومات، چې څو پېړۍ پخوانی دی، د نه توجه له کبله د ورانېدو له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د سفارت د تاریخي میراث مسوولې وویل چې د افغانستان لرغونو اثارو ته د درناوي په خاطر د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې او ترمیم لپاره د افغانستان تر حکومت زیاتې هڅې کوي.

د مېرمن تیدیسکو په وینا امریکا اته کاله پخوا ۱۵ملیون ډالره ځانګړي کړل چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همږغۍ د هرات، هلمند، غزني، کابل او بلخ ولایتونو تاریخي او لرغوني اثار خوندي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *