پیر محمد کاروان

مسيح(ع) :

مسيح (ع) ته خدای تعالی يوه داسې ځانګړې معجزه ورکړې وه، چې د خدای په حکم به يې مړي ژوندي کول، ناروغان روغول او ړانده به يې بينا کول  . عيسی(ع) نوره هم لويه او په زړه پورې کېسه لري، لکه : بې پلاره پيدا کېدل، په ځانګوکې خبرې کول، اسمان ته پورته کيدل، انجيل ورکول او . . . ؛ خو په پښتوشعر کې يې چې تر ټولو زياته يادونه شوې، هغه د مړو ژوندي کول او د رنځورانو روغول دي،  ګران کاروان هم مسيح د ژوندون او ځوانۍ يو سمبول ګڼلی، هر هغه څوک د مسيح په نوم يادوي، چې  ژوند ته نوې سا ورپوه کوي، پسرلي راژوندي کوي او . . . .

 په لاندې نظم کې شاعر د خپل هيواد يو جنګڅيرلی تصوير وړاندې کوي، د خواږه جانان مخ يې د مرګ په سپين کفن پټ دی، پسرلي ورته په سرو وينو لمبيدلي ښکاري او تاندې غوټۍ د خزان  په ولکه کې؛ ځکه خو پر مسيحا غږ کوي، چې زمونږد بيمارانو پر کلي به کله راځې؟ :

سپرلی پټېږي د سرو وينو د الوان په کفن

هسې نه تاندې غوټۍ تاو شي د خزان په کفن

ويښ يم که خوب وينم مخ پټ د خوږ جانان په کفن

مسيحا کله به رادرومې د بيمار په کلي؟

اويا دا :

زمونږ زګېرويو له تا وړي دي د ناز خوبونه

لږ مسيحا شه د بيمارو پر ديار تېرېږه

 پسرلی مړې هيلې راژوندۍ کوي، له وحشي ګلونو شنې جامې اغوندي، له ماتو کوديو ببري راګاږي؛ ځکه خو شاعر  پسرلی د مسيح لاس ګڼي :

پسرلی سم دم و بس لاس د عيسی

له مات کودي نه يې ببری راوړ

***

. . . د پسرلي وږمې د ژمي غېږ کې وغځيدې

په مړغجنوهيلو راغی مسيح

وحشي ګلونو شنې جامې واغوستې

د ماليارانو محتاجي نه کوي . . .

شاعر د خپل جانان ښکلې اومستانه سترګې، چې د مړو ( له ميني ناخبرو) په زړونو کې د هوس چينجي  راغونځوي، مسيحا بللي :

ستا د لېمو مسيحا بيا څه معجزې وروي

چې د هوس چينجو د مړو زړونه وتخنول

د شاعر ارمانونه لکه د مړو په خاورو کې پراته دي، ژوند ورته يوه خاموشه هدېره ښکاري او په هره خوا ورته د مرګ واک . د همدې مړه ژوند لپاره  پر خپل يار غږ کوي، چې راشه د مسيحا په شان يې په مړه ژوند کې ساه وغړوه :

ارمانونه مې په خاورو کې پراته دي

په مزار يې ياره راشه مسيحا شه

او يا داچې :

مسيحا راشه په تار تار کې سا وغږوه

د مرګ په بټ ساړه پراته د ژوندانه شالونه

شاعر په لاندې نظم کې د يو مسيح د راتلو خبره په ډرامتيک ډول کوی، چې په راتلو يې د غوټويو مړي د شبنم په يوه سترګک له خندا نه شنه کېږي، د ازغو پر څوکو نڅېږي او د خزان په مړي پسې خندا کوي :

څه مستانه شور دی غوږونه کېږدئ

چېرته مسيح په هديرو راغی

وګورئ مړي له خندا نه شنه شول

مړاوې غوټۍ په يوه سترګک د شبنم وموسيدې

له مرګ ياغي شوې د سيلۍ په غېږ کې وغزيدې

غوټۍ ګلونه شوې جنډې جنډې شوې ورپدې

څومره بې باکه د اغزو په څوکو ونڅيدې

او دپيړۍ د خزان مړي پورې وخندېدې

څه مستانه شور دی غوږونه کېږدئ . . . .

سليمان(ع) :

سليمان (ع) يو داسې پيغمبر و، چې څښتن تعالی پرې زياتې لورينې کړې وې، پر هوا،انسانانو،  پيريانو، مرغانو اونورو ژوندي سرو يې واک چليدو او پر ژبه يې  پوهيدو . سليمان  د شعر لپاره ډېر په زړه پورې سمبول دی، ډېريو شاعرانو په خپل شعر کې راوړی، د سليمان کريکټر د پوهې او ځواکمنۍ سمبول ګڼل کېږي . د سليمان په کېسه کې ډېر څه د پام وړ دي او د سمبولونو په توګه ترې کار اخيستلی شو، لکه : باد، تخت، ديوان، بلقيس، د سبا ښار،هد هد، ميږی، او . . . .

راځئ وګورو چې کاروان سلیمان په خپل شعر کې څرنګه راوړی . په شعر کې هر کله هد هد( ملا چرګک) د پيغام رسوونکې په مانا راځي، د سليمان په کېسه کې لولو چې، ملا چرګک د اوبو په پيدا کولو کې لوی لاس لري، د سبا د ښار ملکې ( بلقيس) احوال هم ورته ملا چرګک راړی . په لاندې بيت کې هم شاعر خپل مخاطب ته وايې او يا د مخاطب پ خوله وايې، چې ما چې درته ويلي وو، چې( څه سليمان خو نه يې!) زه خطا شوی يم؛ ځکه چې ستا د خيال هد هد( ملاچرګک) خو ستا په واک کې دی، درته ګڼ ګڼ پيغامونه راوړي :

د خيال هد هد دې څومره ګڼ ګن پيغامونه راوړي

دا مې خطا وه چې ويل مې سليمان خو نه يې

 د سليمان کېسه زمونږ فلکلور ته هم راننوتې، د محمدګل نوري په ملي هنداره کې لولو، چې  دېو ګوروان  ته يوه مسئله ورکوي او ورته وايي : “دا د سليمان پيغمبر ده، چې دوه رکعته نفل وکړې او پر مسئله کېنې، ورته وايه مسئلې! پلاني ځای ته مې بوزه، په حکمت د خدای به دې هورې ورسوي”، همدا رنګه دهمدې کتاب د زبزبانې ښاپېرۍ په نکل کې راغلي : ګوروان چې دزبزبانې ښاپېرۍ په لټون پسې وتلی ، يو دېو يې چې تر غره وراړوي، يوه خولۍ هم ورکوي، ورته وا يي چې دغه خولۍ په سر کړې هيڅوک به دې هم نه ويني، نه دېو نه ښاپېرۍ . چې ګوروان د همدې خولې څخه ډېره ګټه اخلي او  تر زبزبانې ښاپېرۍ يې رسوي .په لاندې بيت کې کاروان هم د سليمان خولۍ په سروي، چې ښاپېرۍ د دېو له منګولو  خلاصه کړي او  ناوې يې کړي :

راځئ خولۍ د سليمان په سر کړو ناوې يې کړو

دېو د ارم له ښاپيرۍ نه ځونډي وشوکول

د سليمان د ګوتې يا غمي ذکر په شعر کې ډېر راځي، ددې غمي يا ګوتې يادونه نه په قرآن کې راغلې اونه په تورات کې، خوپه يو نا يو ډول زمونږ تر ادبياتو رارسيدلی، ويل کېږي، چې د سليمان د ګوتې پر غمي اسم اعظم ليکل شوی و، چې سليمان ددې په مرسته پيريان او نور مخلوقات د ځان تابع کرځولي وو، د سليمان غمی د بخت اوتالو يوسمبول دی، لکه دا ټپه چې ده :

بخت او تالې  به پيدا نه کړم

که زه غمی د سليمان په ګوته کړمه .

راويت دی، چې د سليمان غمي يوازې دده په ګوته کې کار ورکاوه، نورو ته په درد نه خوړو، لکه حافظ چې وايي :

( ګر انګشت سليماني نباشد  ــ  چه خاصيت دهد نقش نګيني )

کاروان بيا وايي، چې مونږبه د سليمان غمي شو، څلوېښت خويندې ښاپېرۍ به راويښي کړو :

څلوېښت خويندې ښاپېرۍ به کړو راويښې

ځلبلانده به غمي د سليمان شو.

 بلقيس چې يمن د سبا  ښار د يوه پاچا پيغله لور وه، د پلار له مړيني ورسته يې د پاچاهۍ واګې په لاس کې ونېوې، داسې روايات موجود دی، چې بلقيس د پيرۍ لور وه، ددې پلار په يمن کې څوک نه خوښيده، بيا يې له يوې پيرۍ سره واده وکړ، چې له هغې نه بلقيس پيدا شوه . يوه ورځ په مرغانو کې هد هد( ملاچرګک) نه ښکاريدو، سليمان(ع) ورته سخت په غوسه شو چې ځنګه زما له اجازې پرته چيرته لاړ دی؛ خو چې کله راغی، سليمان (ع)  ته يې د يو اور پرسته اوبې دينه پاچاهۍ احوال راوړ، چې مشري يې د يوې ښځې په لاس کې وه، سليمان له دې پاچاهۍ تر دې دمه نه و خبر . لنډه داچې سليمان د هغې تخت د پيريانو په مرسته خپلې ماڼې ته راوړ، بلقيس توبه وويسته، مسلمانه شوه او له سليمان(ع)  سره يې واده وکړ .

په لاندې نظم کې بلقيس د نوي ژوند يو سمبول دی، چې سليماني تخت ته راخېږي،  د داغلي لاله زار په وطن دلمدو څڼو خوشبويي وروي، په سړو غونچوکې د تاوده ژوند ساه پو کوي او  د ميني ګنهګارو ته جنت جوړوي :

. . . د پسرلي ګلپېغله

سليماني تخت ته د بلقيسي غوندې وختله

د پريشانو اوربلونو په غمجنه مينه

او د داغلي لاله زار په وطن

د لمدو څڼو خوشبويي وروري

سړو غونچوکې د تاوده ژوندانه ساه پو کوي

د پاکې مينې ګنهګارو ته جنت جوړوي . . . .

يوسف(ع) :

د حضرت يوسف(ع) کېسه د قرآن غوره کېسه (احسن القصص) بلل کېږي، يو لوی انساني درس پکې پروت دی، ډېر په زړه پورې تصويرونه، سمبولونه، صحنې او کريکټرونه لري، يو سپيڅلی رومانيت او اخلاقيت پکې پروت دی ډېر څه يې د سمبول په توګه په شعر کې راوړل کېږي،تر نورو قرآني کېسو ډېر څه لري، چې د سمبول په توګه ترې کار اخيستل کېږي، لکه : په خوب کې د ستورو اوسپوږمۍ شجده، وروڼه، څاه، په وينو سور کمیس، له څاه نه مصر ته وړل، ليلام، ښکلا، زليخا، اوه بندې دروازې خلاصيدل، دشا لمنې څيريدل، زندان ته تلل، د مصر ښځو د ګوتو پرېکول، سپيڅلتيا، د خوبونو تعبير، عزيز مصر، کنعان، د يعقوب نابينايي، د يوسف د کميس بوی، د يعقوب د سترګوبينا کيدل او . . . . يوسف د ښکلا، سپيڅلتيا اوزغم يوسمبول ګڼل کېږي اوزليخا د ميني، هوس اوتلوسې يوسمبول . د کاروان ( تلوسه) په نوم ازاد شعر کې د يوسف نږدې ټوله کېسه په سمبوليک ډول راغلې، شاعر د ورک يوسف په لټه دی،چې د ميني د ورکې قافلې څاروان يې شي او د خپلو خوبونو غوټې ورته پرانيزي، د دېدن تلوسه يې د زليخا په څېر هره شېبه يوسف ته د دوو سترګو د سوال ځولۍ غوړوي؛ خو يوسف لکه له ښکاري نه ترهيدلې هوسۍ زمونږ له تلوسې منډه اخلي، يوازې د يوسف د لمن يوه ټوټه په لاس ورځي،  چې پکې د تلوسو د اوښکو او وينو يو څو رنګين تارونه عځيدلي برېښي :

( تلوسه )

زمونږه مينه د جنون سرحد ته ورسيده

اوزمونږه زړونه د کبانو غوندې

په وچه ژوند نشي کړای

 مونږ د انګار په سر يو خوب ليدلی

څه شويوسف څه شو؟؟

ها خپلو وروڼو ځورولی يوسف

هغه په څاه کې غورځېدلی يوسف

هغه زمونږه د خوبونو يوسف

غواړو د خپلو خوبو غوټي ورته وړاندې کېږدو

او نظرماتې ته يې زړونو لکه سپاندې کېږدو

چې د تعبير او د مانا په ګوتو

کړي راته خلاصې د خوبونوغوټي

زمونږد سوو لوو زړونو غوټي

زمونږه مينه د جنون سرحد ته ورسيده

او زمونږ زړونه د کبان غوندې

په وچه ژوند نشي کړای

د لېونو خوبو جانان غواړو

د ميني ورکې قافلې ته يوڅاروان غواړو

زمونږ په زړو کې نه ځايېږي د ديدن تلوسه

دا تلوسه شوه تلوسه تلوسه

لکه د مستې زليخا په شانې

ږدي د مستۍ او د خمار ګامونه

د يو بې باکه پيغليتوب په درشل

او دا زمونږ د تلوسو زليخا هره شېبه

ښکلي يوسف ته دوې ملالې سترګې

د سوال ځولۍ غوړوي

خوهغه ښکلی يوسف

هغه زمونږه د خوبونو پاچا

لکه ښکاري نه ترهيدلې هوسۍ منډي اخلي

او د حسينو اداګانو په زور

ورته اووه بندې کوټې خلاصېږي

د زليخا پنجو ته

تش د يوسف د کميس

څېري لمنه ورځي

او د حسين يوسف د څېرې لمن

 په هر يو تار کې غځيدلی برېښي

د تلوسو د اوښکو

د تلوسو د وينو

يو څو رنګين تارونه .

مصر د زليخا وطن و او کنعان د يوسف،  چې د وروڼوله لاسه ورته تور کوهي ګرځيدلی و . په لاندې بيت کې شاعر له خپل وطن نه لکه د يوسف په څېر د وروڼو له لاسه وېستل شوی دی، په بل وطن او ديار کې د يوې زليخا لټون کوي، چې مينه ورکړي اود خپلې غېږي بادشاهي ورته وسپاري :

مصره! په تا کې خو یوه زليخا هم نه وينم

وروڼو شړلی دا يوسف د کنعان چيرته يوسم

په لاندې بيت کې شاعر هغه سپيڅلی کس چې له خپل مور وطن نه د ورڼو له لاسه  په زور شړل شوی، د يوسف له خوشبويه کميس سره پرتله کوی، چې بېرته د همدغو وروڼو په لاس تر خپل وطن (کنعان) په خندا راوړل کېږي  او د نا بيناوو سترګې،  چې په ده پسې يې نظر له لاسه ورکړی، بېرته بينا کېږي :

د يوسف خوشبو کميس يم ړوند يعقوب بينا کومه

د قاصد په لاس کې خاندم ښايسته کنعان ته راغلم

شاعر له يو چا نه، چې ده ته د يوسف په څېر ښکاري، ګيلمن دی، چې خپل هيواد ته يې شا کړې او په بل هيواد کې په مزوبوخت دی،  لکه يوسف چې د مصر عزيز جوړ شواوخپل کنعان يې پرېښود :

خدايه نه راځي عزيز د مصر شو

دا به يوسف نه وي په کنعان مين

بلال (رض) :

 بلال (رض)لومړنی کس و چې پر ځمکه يې دپرتمين اذان ازانګې خپرې کړې، دی يوتور پوستی غلام و؛ خو څښتن تعالی پرې داسې خوږ غږ پيرزو کړی و، چې مړه زړونه يې په نڅا راوستل، وچې لېمې يې لمدولې او دفکرونو منارې يې روښانولې . دده په غږ به ډلې ډلې خلک په صفونو کې درېدل، د بلال  نوم ته خدای دومره راښکون ورکړی، چې په ويلو اواورېدولو يې زړونه خوږېږي . بلال په پښتو شاعرۍ کې ډېر ياد شوی او د وحدت او يوالې سمبول ګڼل کېږي .

کاروان په لاندې بيت کې دخپل هېواد هغه وخت يادوي، چې د جوماتونو منارونو ته هم توپونه ختلي وو، وګړو د جوماتونو له منارونو د توپونو ترخه غوږونه اوريدل، د  الله اکبر زړه راښکونکی او پرتمين غږ په ستوني کې غوڅ شوی و، له توپونو څخه دجنګيالي واکمن لويي اوريدل کيده، چې له هر درز سره يې زړونه له وېرې درزيدل :

د جوماتونو مناروته يې توپونه جګ دي

کلی مو ښکلي اذانونه د بلال نه لري

 کاروان د توپونو له زړه وژنکو غږونو نه  بد راځي او د ګنګ کيدو لپاره پرې رانجه خوري، چې پر ځای يې  د بلال زړه راښکونکی غږ پورته شي، خلک يووالې او د څښتن تعالی سپيڅلې ميني ته راوبولي :

پر توپونو به رانجه وخورو چې ګونګ شي

اذانونه د بلال به راژوندي کړو

شاعر په يوې کافرې زمانې کې ژوند کوي، د کافرې زمانې يو مينه خوروونکی بلال کله خوښېږي، چې ددوی دښنه دې په خواږه غږ په يوه جومات (وطن) د ميني پر لمانځه راټول شي او په يوه امام پسې دې نيت وتړي، د شاعر له هيواده همدې کافرې زماي خوږ ژبی بلال اخيستی :

د مينې لمونځ به مونږ د چا په اذانونو کوو؟

خدايه! کافرې زمانې رانه بلال وړی دی

کاروان صيب په دې بيت کې د مکې هغه دور ته اشاره کړې، چې نوی نوی د اسلام ميننه ناک دين په خپريدو و، د قريشوسردارانو د هغه چا په خلاف توره راکښلې وه او له خپلې خاورې ايستو ته يې اړ ويستي وو، چې د الله  پاک نوم به يې په خوله و، په دې بيت کې هم د بلال خواږه غږ ته اشاره شوې، چې د الله او پيغمبر نوم به يې په ترنم وايه او خلک به يې د يو خدای لمانځنې ته رابلل . کاروان خپل دور هم له همغه دور سره پرتله کوي، دده په دور کې هم خلکو د يو خدای پر ځای د نورو بندګي پېل کړې ده، چې په حقيقت کې هغه بوتانو ته ورته دي چې له لاسه يې هيڅ هم نه دي پوره او هغه څوک چې لکه د بلال خلک په مترنم غږ يووالي ته رابولي، په کاڼو ويشتل کېږي :

څوک نشي يادولی د يار نوم په ترنم

دا دور د بتانو دی بلال په کاڼو ولي

شاعر په لاندې بيت کې د بلال مترنم غږ ته خوښ دی، دده له اذانه داسې مالومېږي، چې جانان به يې د ميني په لمانځه کې ورسره ګډون کوي . که څه هم شاعر دې بيت ته يورماني رنګ هم ورکړی؛ خو له دې بيت نه د سړي فکر ته هغه وخت هم راځي، چې کله به د بلال اذان وشو نو خلک به جومات ته په ډېره تلوسه  راتلل، چې محمد (ص) به په لمانځه کې راسره وي :

د مينې په لمانخه کې به جانان شي راحضور

د بر کلي بلال کوي اذان په ترنم .

ابوجهل :

ابوجهل يو داسې کس و، چې غوښتل يې د محمد (ص) د دين د خوريدو مخه ونيسي، د پغمبر (ص) ملګري يې وربړول، ډول ډول سکنجې يې ورکړې، خو په ځای ددې چې هغه له محمد(ص) څخه واړوي، نور يې هم په زړونو کې ايمان او اومحمد(ص) رېښې خپرې شوې، هغوی په هيڅ ډول هم دې ته ته نه وو تيار چې له محمد(ص) او دهغه له دين (اسلام) څخه  لاس په سر شي؛ نوقريش ډېر وارخطا شول، دوی په دې وېرېدل، که محمد(ص) بر يالی شي، نو زمونږ سرداري، دبدبه او هغه عزت او سترتوب چې په ټولنه کې يې لرو، له منځه ولاړ شي، مونږ به هم لکه د نورو عادي وګړو په څېر شو؛ نو ابو جهل د خپلو مشرانو سره دا خبره شريکه کړه، چې بايد محمد(ص) له منځه يوسو، ګنې دده دين به تر لرې لرې ښارونو پورې ورسېږي، همدا و چې د شپې له خوا يې دهغه استوګنځی کلا بند بند کړ، چې کله هغه راووزي، نو دوی به ورباندې خپلې تېرې توري وچلوي، خو محمد (ص) په همغه نيمه شپه،  سره د ابوبکر (رض) له خپل ځايه راووت، په خپل ځای کې يې علي (رض) څملاوه، په دې وخت کې د ابوجهل پر ټولو پيره دارنو خوب راغی،  دوی دواړه د مدېنې پر لوروخوځېدل، هلته په يوې سمڅې کې پټ شول، د ابوجهل ساتونکي ترهمغه ځايه ورپسې ورسيدل؛ خو ويې نه موندل . په دې وخت کې په ټوله سيمه کې د ابوجهل راج چليدو، پر هر لورې د جهل تورې وزرې خپرې وې، د پغمبر سپيڅلي کسان مدينې ته مهاجر شول . ابوجهل چې د جهل سمبول ګڼل کېږي، کاروان صيب هم همغې پېښې ته په پام سره، لاندې نظم کښلی، دده په وطن کې هم يو ابوجهل (دجهل پلار) سر راپورته کړی او پر ټول وطن يې راج چلېږي، لکه ابوجهل چې د محمد (ص) دښمن و او د هغه د وژلو په فکر کې و، کاروان هم په خپل وطن کې د پغمبر په خرقه مبارکه وېرېږي، خپل کليوال د مرګ د سوداګرو پورړي بولي؛ ځکه خو لوی خدای ته لاسونه پورته کوي :

لويه خدايه! لويه خدايه!

ته پرده د پېغمبرد خرقې وکړې

پر وطن چلېږي راج د ابوجهل

هرې خواته جهل خپور دی

 کليوال مو پوروړي

د مرګي د سوداګرو

پرې د ژوند د سکو پور دی .

***

دوام لـــري

———————-

۲ برخه ولولئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *