تاند- د طالبانو د پخواني رژیم یو شمېر مشرانو په افغانستان کې دننه «د افغانستان د ژرغونې لار» په نوم یو نوی تحریک یا ګوند جوړ کړ.
د افغانستان د ژغورنې د لار د تاسیس د اعلانولو په مهال د دغه تحریک مشرانو وویل چې د اکبر اغا تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د یوه خپلواک اسلامي دولت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
اکبر اغا چې په ۲۰۰۴ میلادي کال د ملګروملتو د ۳ کارکوونکو د تښتولو په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شوی و، په ۲۰۱۰ میلادي کال د ولسمشر کرزي له لوري خوشي شو.
د افغانستان د ژغورنې لار تحریک د تاسیس په مناسبت غونډې ته د خبرو په مهال سید اکبراغا غوښتنه وکړه چې ټول بهرني پوځیان دې له افغانستانه ووځي. ده ګاونډیو هیوادونو ته ژمنه ورکړه چې ګډو ګټو ته به پام کوي.
اکبراغا همداراز وویل چې د افغانستان د ژغورنې لار سیاسي تحریک کې دیني عالمان، هغه پخواني مجاهدین چې په په کورنیو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، زده کوونکي، محصلان، او د مدني ټولنې غړي غړیتوب ترلاسه کولی شي.
څرګنده نه ده چې د طالبانو جنګي اړخ به، چې ملا محمد عمر یې مشري کوي، په کابل کې د خپلو پخوانیو چارواکو په ګډون د سیاسي ډلې د جوړېدو په وړاندې څه عکس العمل ولري خو باور کېږي چې دا تحریک به له پوځي مبارزې څخه سیاسي ډګر ته د طالبانو د لېوالتیا له زیاتولو سره څه نا څه مرسته وکړي.
تحریک له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه هغه مهال وړاندیز شوه چې یوازې څو ښارونه او سیمې د اوسني حکومت په کنټرول کې وې.
د نژدې یو لک بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته اوس د ټول افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.
حاضردمه په افغانستان کې ۵۰ زره نړیوال پوځیان پاتې دي خو د کال تر پایه وځي.
د افغانستان د ژغورنې لار تحریک د افغانستان په حکومت کې فساد غندلی او ویلي یې دي چې فساد مخ په زیاتېدو دی.