پخوانیو دیکتاتور واکمنانوبه د خپل اقتدارد دوام او د خپل ظلم په مقابل کی د ولسونو د پاڅون د ختمولولپاره په خلکوکی ویره خپروله، درنې سزاګانې یې ټاکلې وې اوخپل مخالفان به یې په داسي ظالمانه ډول ځپل چې نورو به ترې عبرت اخیست او د پاڅون جراْت به یې نه کاوه، په دې طریقه به یې خپلې ناوړه کړنې پر ولس تحمیلولې.

د دیکتاتورانو په تقلید زموږ ځینو اوسنیو تش په نوم مشرانو هم همغه پالیسي غوره کړې ده. ولس ته اخطارونه ورکوي اوخپل پخواني ظلمونه وریادوي چی موږ به بیا هغه تکرار کړو ټوپک به واخلو،غرو ته به وخیژو، وطن به تجزیه کړو او…………….نور.  دوی په دې کړنو سره په دې فکر کې دي چې ولس به وډار کړي او خپلئ ناروا غوښتنې به پرې ومني.

خو دوی دا فکر نکوي چې پخوانۍ زمانې تېرې شوي او اوس ولسواکي ده، په دیموکراسۍ کې دا هرڅه بې معنا دي ولې چې د انتخاب حق د ولس په لاس کې وي او بې د کوم ډاره خپل مشرپه خپله ټاکي.

نو:

د بربادۍ وروره ته که هرڅومره وغوریږې او غټې غټې ووایې نور دا ولس نشې ډارولی اوس ولس پوه دی او ستا د بربادۍ فکرونه، ظلمونه، خیانتونه او ولس وژنې ورته معلومې دي، دې وطن ته ستا په خراب نیت، چور،غصب او د بیت المال لوټ اود تجزیې په افکارو ولس پوه او ورته معلوم دی. د دې منفی کړنو د تکرار لپاره ته بیا غواړې چې مشر شې خودا ارمان به ګور ته یوسې.

زما ولسه پوه یې خوبیا هم درباندې غږکوم چې چا ته اجازه مه ورکویْ چې په تاسو ملنډې ووهي د ټوپک سالارۍ اوجبر وختونه ختم دي اوبیا نه تکراریږي له هیچا ونه ډارشئ خپل دوست اودښمن وپیژنئ او د خپل حق غوښتنه وکړئ د ښه اوبد قضاوت ډیر په اسانه کولی شئ  خپله فکر وکړیئ او د ورانوونکي او ابادوونکي تر منځ فرق وکړئ.

شرمیدلي اوسپین سترګي هغه څوک دي چی هم یې ولس وژلی وي او ترې د بیا مشرۍ غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *