څه موده وړاندي افغان ولسمشر حامدکرزي کندهار او هلمند ولايتونو ته لوړپوړى پلاوى وليږه، ترڅو معلومه کړي، چي ايا ددغو ولايتونو په هوايي ډګرونو کي زندانونه سته او کنه؟
لوړپوړى پلاوى نږدې يوه اوونۍ څېړنه وکړه او ترڅېړني وروسته يې معلومه کړه، چي د دواړو ولايتونو په هوايي ډګرونو کي يې ٦ توقيف ځايونه ليدلي، چي لا اوس هم ٢٣ تنه افغانان پکښي د بند ترخې شپې تېروي.
د پلاوي مشر غلام فاروق خان بارکزي په کابل کي له رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي، چي ياد توقيف ځايونه د برتانويانو اړوند دي او هر توقيف ځاى د لسهاو کسانو د ساتني ظرفيت لري.
د پلاوي د څرګندونو له مخي دغه توقيف ځايونه يې په اسانۍ نه دي موندلي، بلکي د هر توقيف ځاى د ليدني او معلوماتو لپاره يې تر شل ساعتونو زيات وخت په انتظار کي تير ��ړى دى ، چي بيا وروسته د ليدني اجازه ورکول سوې ده.
که څه هم د ولسمشر کرزي د ١٣٩ ګڼي د فرمان له مخي هيڅ خارجي نه سي کولاى، چي په افغانستان کي زندان ولري، خو دادى په ښکاره سپين سترګي برتانويان زموږ د ولسمشر له فرمان څخه سرغړونه کوي او بېګناه افغانان لا تراوسه په خپلو توقيف ځايونو کي ساتي.
د پلاوي مشر له رسنيو سره په خبرو کي ويلي، کيداى سي د بهرنيانو په نورو اډو کي هم ورته زندانونه موجود وي او هيله يې څرګنده کړې ده، چي بايد ژر ترژره دغه ځايونه افغان دولت ته وسپارل سي.
دا غوښتنهد ټولو افغانانو ده، هر افغان دا غواړي، چي د افغانستان په خاوره کي دي خپل زندانونه او توقيف ځايونه افغان دولت ته وسپاري ځکه راغلي خارجيان تل دا وايي ( موږ د افغان دولت او خلګو سره د همکارۍ لپاره راغلي يو. ) اوس دلته پوښتنه پيدا کيږي، چي دا څنګه همکاري ده، چي د ولسمشر ځانګړي فرمان ته هم پام نه کيږي او په خپل سر افغانان په زندانونو کي ترسختو تکليفونو لاندي ساتي.
دا ډول زندانونه په هيڅ نړيوال قانون کي جواز نه لري او تر دې وړاندي هم خارجيانو بايد داسي نه واى کړي.
اوس د ټول افغان ولس غوښتنه ده، چي دا زندانونه سمدستي افغان دولت ته وسپاري او په دغو توقيف ځايونو کي د ي د پرتو افغانانو دوسيې د باصلاحيته افغان پلاوي لخوا وڅېړل سي، که په توقيف خانو کي پراته افغانان بېګناه وي بېله ځنډه دي خوشي سي، ترڅو له خپلو کورنيو سره يوځاى ارام ژوند وکړي او که د افغانستان د عدلي قوانينو له مخي مجرم وپېژندل سو، نو د افغان دولت په زندانونو کي دي تر ټاکلي وخت پوري وساتل سي.
د سياسي چارو شننونکي په افغانستان کي د خارجيانو لخوا د ورته ځايونو درلودل له افغان دولت، خلګو او قانون سره ښکاره غداري او د خلګو په سترګو کي د خاورو پاشلو په مانا ګڼي.
اوس افغان د ولت په نړېواله کچه منل سوى او د نړۍ په زياتو هيوادونو کي سفارتونه او کونسلګرۍ لري،خو افسوس !د دغسي دولت خبره او رسمي فرمان نه منل له هر ډول بشري او پر ډموکراټيکو اصولو پښې ايښوول دي.
افغانان له دغو سرغړونکو( خارجيانو) څخه پوښتنه کوي، ايا ستاسي په هيواد کي هم يو بهرنى اتباع کولاى سي، چي خپلسري زندانونه او توقيف ځايونه ولري؟
د دې پوښتني ځواب به لازما ( نه ) وي. دا چي ستاسي په هيواد کي بايد هرڅه د قانون له مخي وي او زموږ په هيواد کي خپلسري غواړى ، نو افغانان له داسي خپلسري دوستۍ څخه بېزار دي.
دلته سړى ته هغه کيسه ور ياديږي، چي يو ملنګ ليري کلي ته د خير غوښتلو لپاره تللى و، د کلي خلګو د خيرات ورکولو پرځاى سپي پسې خوشي کړل.
اخر ملنګ نارې کړې، ( له خيره مو بېزار يم، داسپي راڅخه وشړئ !) اوس افغانان هم د بهرنيانو له داسي مرستو بيزار دي، خو په خپلسرو پټو توقيف خانو کي دي يې نه ساتي.
لیکواله وروره خوشاله دې کړم په دا ښکولې لیکنه
له تاند جال پاڼې مې زړه تور شوی وو ، داسې لیکنې نه وې چې رښتینې ستونزو په اړه خبرې وکړي خداې دې وکړي چې داسې لیکنې لا زیاتې وکړې
د سوکاله او اباد افغانستان لپاره