تاند- په بدخشان ولایت کې د مځکې د ښوېیدو له کبله وېره ده چې ۲۵۰ تنه به تر خاورو او خټو لاندې شوي وي.
راپورونه وايي چې یو کلی تر خاورو لاندې شوی دی.
د جرمني خبري اژانس ود راپور له مخې، د بدخشان پولیسو قومندان فیض الدین عیار نن /جمعه/ وویل، داسي ښکاري چې نن غرمه مهال د مځکې د ښویېدو له امله د ارګو ولسوالۍ د آب خشک تقریباً ټول کلی لاندې شوی دی.
ښاغلي عیار همداراز وویل:«زموږ راپورونه ښيي چې د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۲۵۰ تنه ورک شوي او د سیمې خلک وايي چې درست مړه شوي دي.»
د بدخشان ولایت امنیه قومندان همداراز وویل چې د مځ:ې د ښویېدو له کبله ۲۰۰ کورونه او ډېرې کرنیزې مځکې ویجاړې شوي دي.
د بدخشان والي بیا شک لري چې ممکن تر ۷۰۰ زیات کسان مړه شوي وي. د ده په وینا درې جوماتونه هم تر خاورو لاندې شوي دي.
په بدخشان کې دا پېښه وروسته له دې شوې چې په سیمه کې پر له پسې او سخت بارانونه وشول.
د بدخشان امنیه قومندان ښاغلی عیار وايي چې ژغورونکې ډلې سیمې ته لېږل شوي او هڅه کوي ژوندي پاتې شوي کسان وباسي.
تر دې مخکې تېره اوونۍ د افغانستان په شمال لوېدیځو ولایتونو کې د سخت سېلونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه شول او تر ۷ زره ډېر نور بې ځایه شول.
قالو ان علي الله وان اليه راجعون.
واقعاء دير ه دردناكه واقعه ده زه خبل خان دبدخشي ورونو سره به دي واقعه كي خان شريك بولم مري دي خداي وبخشي دفا ميلو غرو ته ءي دزره صبر غوارم
جلالزوي