تاند- د بدخشان له ارګو ولسوالۍ څخه د وروستیو راپورونو له مخې نن /جمعه/ د غره د ښویېدو له کبله لږترلږه ۳۵۰ تنه مړه شوي او په سلګونو نور بې درکه دي. د بدخشان چارواکي د بې درکه شویو کسانو شمېر ۲۵۰۰ ښيي.
وېره ده چې اکثره به د مځکې او غره د ښویېدو له کبله تر خاورو لاندې مړه شوي وي.
د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته وویل چې په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او ګڼ نور تر خاورو لاندې شوي دي.
ژغورونکې ډلې په ارګو ولسوالۍ کې اب باریک کلي ته استول شوي خو سخت باران سیمې ته د ژغورونکو او مرستو د رسېدو په لاره کې ستونزې پېښوي.
په افغانستان کې د ملګروملتو ویندوی وویل چې شاوخوا ۳۵۰ تنه مړه شوي، خو د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب وايي چې ممکن ۲۵۰۰ تنه وژل شوي وي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما ویندوی اري ګیتانیس رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ملګري ملتونه په سیمه کې له چارواکو سره کار کوي څو هغه خلک وژغوري چې لا هم ګیر او ژوندي دي.
د بدخشان والي ښاغلي ادیب وویل چې ژغورونکي کافي وسایل نه لري.
ده این بي سي تلویزیون ته وویل:«د غره یوه برخه راوښویېده، ټول کلی یې لاندې کړ. زموږ له اټکل سره سم په کلي کې ۳۰۰ کورنۍ اوسېدې او ښايي ۲۰۰۰ تنه پکې اوسېدل.»
ده همداراز وویل:«د ګاونډي کلي شاوخوا ۵ سوه تنه مرستې ته ورغلل، په داسي حال کې چې هغوی هڅه کوله چې مړي او ټپیان له خاورو راوباسي، په دره کې د غره بله برخه راونړېده، او تقریباً ټول خلک یې مړه کړل.»
د بدخشان والي وویل چې ملي اردو او ملي پولیس هڅه کوي چې ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري، خو له ۷ تنو پرته ، چې نن د پېښې په لومړیو کې ژوندي راوایستل شول، امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې نور کسان راوباسي، داسي ښکاري چې ټوله سیمه خښه شوې او په لسګونو متره خاوره پرې کوټه شوې وي.
ولسمشر کرزي په پېښه خواشیني ښکاره کړه
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په دې پېښه ژوره خواشیني او خپګان ښکاره کړی دی او اړوندو اورګاونو ته یې امر کړی چې له مصیبت ځپلیو سره فوري مرستې وکړي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر له پېښې وروسته د د بیړنیو پېښو د کمېټې له مشر او دوهم مرستیال کریم خلیلي، دفاع وزیر، د سیمه ییزو اورګانونو له رييس او د بدخشان له والي سره خبرې کړي دي.
ټاکل شوې ده چې یو جګپوړی پلاوی سیمې ته لاړ شي څو له زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي.
زموږ ګران هیواد وال چې دبدخشان داورګو اولسوالې کې تر خا ورو لا ندې شویدې ددغې غمیزې له امله خدای(ج)ته لا سونه لپه کوم چې یا الله ته زخمیا نو ته شفا کا مله ورکې او وشهیدانو ته جنت بردوس اعلې ورکړې. او دشهیدانو وه پاته شونو ته صبر جمیل ورکړې. امین
دټولو ګرا نو هیواد وا لو څخه په ډیره درنا وې هیله کوم چې دخپل توان په اندا زه دخپلو افغا نې او اسلا مې وروڼو سره مرسته وکړې او دبهر نیانو وخیرا ت ته هیله ونه کړې.
ټوله افغا نان زموږ وروڼه دې پښتون، تاجک،ازبک ………… وروڼه دې حتې هندوان اوسیکا ن زموږ دینې وروڼه نه بلکې زموږ ګران افغا نې وروڼه دې.موږ چې یې نه خوښوو هغه لطیف فدرام او نور ده ته ورته خا ینان دې افغا نیستان او دافغان مقدسه کلیمه نه خوښوې
دلوی احمد شاه با با دلوی افغا نیستان دجوړیده په هیله