تېره ورځ (یکشنبه د چنګاښ دویمه) د سولې عالي شورا مشر صلاح‌الدین رباني یوې غونډې ته وویل، چې په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د دفتر پرانیستلو له بڼې څخه څرګندېږي، چې د سولې بهیر د ناکامولو هڅې روانې دي.
رباني د قطر دفتر په اړه وویل، چې د دغه دفتر پرانېستل د سولې له بهیر سره کومه مرسته نه کوي او دوی د دغه بهیر پر منحرف کېدو اندېښمن دي.

ده وویل، د اسلامي امارت له سمبول او لوحې سره د قطر دفتر پرانېستل کېدل په افغان مسله کې د ښکېلو خواوو تر منځ د شویو هوکړو خلاف کار دی.

پر دې سربېره، چې د سولې عالي شورا مشر د سولې بهیر پر منحرف کېدو اندېښمن دی او په ډاګه کړې یې ده، چې د قطر دفتر پرانیستل د سولې له بهیر سره کومه مرسته نه کوي؛ خو وايي که چېرې دغه دفتر د سولې خبرو اترو پیل لپاره د طالبانو آدرس و اوسي دوی چمتو دي، څو سولې ته در سېدو په موخه پلي ګامونه پورته کړي.

د سولې عالي شورا په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل کېدل یوه داسې هڅه بولي، چې موخه یې په دغه هېواد کې د سولې د بهیر ماتول دي.

د سولې شورا جوړښت او د دغې شورا غړیو ته په پام سره شونې نه برېښي، چې دغه شورا دې وکولای شي د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي. د یادې شورا ډېری غړي هغه کسان دي، چې له وسله‌والو طالبانو سره د نښتو او جګړو شالید لري. همداراز د محقق په څېر د یادې شوې شورا یو شمېر غړي بیا له طالبانو سره پر سولې باور نه لري؛ بلکې له پوځي اړخه د وسله‌والو طالبانو محوه کېدل غواړي.

که څه هم یاده شورا د ولسمشر حامد کرزي تر څار لاندې فعالیت لري؛ خو د قطر دفتر له پرانیستلو څخه راپدېخوا داسې برېښي، چې د یاد شوي دفتر په اړه د سولې عالي شورا او د ولسمشر کرزي ترمنځ درز پیدا شوی دی. د قطر دفتر په اړه د حکومت او سولې عالي شورا یوازینی ګډ دریځ دا دی، چې دواړه پر دې ټینګار کوي، چې د قطر دفتر په اړه د امریکا له لوري ورکړل شوې ژمنې ندي پلي شوي.

د قطر دفتر له پرانیستل کېدو څخه وروسته ځینو بهرنیو رسنیو رپوټ ورکړی و، چې د سولې عالي شورا او د کرزي ترمنځ اړیکې ښې نه دي؛ ځکه دغه شورا کرزی د سولې پر وړاندې خنډ بولي.

یو شمېر کتوونکي پدې باور دي، چې د سولې شورا واکمن غړي له پاکستان سره نږدې اړیکې لري او له کومه ځایه، چې د قطر دفتر دا امکان زیاتوي، څو پر وسله‌والو طالبانو د پاکستان نفوذ کم شي له همدې امله دغه کسان د قطر دفتر پر وړاندې درېدلي دي.
دغه کتوونکي د سولې عالي شورا مشر ښاغلي رباني په څرګندونو کې تناقض، چې له یوه لوري د قطر دفتر پرانیستل د سولې خبرو منحرف کېدل بولي او له بل لوري پدې صورت کې، چې لدغه دفتر څخه یوازې د سولې خبرو په موخه ګټه پورته شي خبرو ته چمتو دي، هم د دې ښکارندوی بولي، چې د یادې شورا غړي سولې ته ژمن ندي.

که له یوې خوا په کور دننه د قطر دفتر او سولې په تړاو د افغان دولت ترمنځ ستونزې رامنځته شوي له بل لوري په قطر کې طالب استازي هم سولې ته ژمن نه معلومېږي او داسې برېښي، چې یوازې او یوازې د خپلو موخو ترلاسه کولو په لټه کې و اوسي؛ ځکه دغو استازو تر دې مهاله د اوربند په اړه هېڅ یادونه نده کړې.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري خبرداری ورکړی؛ که چېرې طالبان د سولې په تړاو غوښتنې ونه مني، نو د قطر دفتر باید وتړل شي.

د سولې عالي شورا مشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر افغان چارواکو له څرګندونو څخه شونې نه برېښي، چې د قطر پروسه دې مثبته پایله له ځانه سره ولري. که چېرې افغان دولت سولې ته رسېدل غواړي په لومړي ګام کې باید د سولې عالي شورا پر جوړښت جدي کتنه وکړي او وروسته دې له طالب استازو سره د سولې خبرو اترو ته زړه ښه کړي.

داسې معلومېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري څرګندونې پر وسله‌والو طالبانو د فشار راوړلو په موخه وي؛ ځکه اوس‌مهال په پوځي ډګر کې وسله‌وال طالبان له ماتې سره مخ دي، بشري ځواک یې کم شوی، پخوانۍ مالي سرچینې یې اوس‌مهال شتون نه لري او … چې له همدې امله اړ دي، څو خبرو اترو ته مخه کړي. که چېرې امریکا او افغان دولت په دې برخه کې بریالۍ شي؛ لکه څنګه، چې وسله‌والو طالبان له قطر دفتر څخه خپل بیرغ ښکته کړ او د امارت لوحه یې لرې کړه په همدې صورت به د سولې په تړاو غوښتنې هم ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *