د ګلبوټي خواته نېږدې ورغلم. ما وې يو دوه ګلان به ترې وشوکوم! خو عجيبه وه. ګل ورو ورو مړاوی شو! پوی شوم چې د ګلبوټي ښه ونه اېسېدم! نو ورو ورو مې په شا ګامونه واخيستل. دا ځل بيخي ډېره عجيبه وه. لکه چې زما اټکل سم و! ګلبوټی ورو ورو تازه شو!

ما فکر وکړ چې د دغې ګلبوټي نسل به له پرلپسې شوکولو له امله تغير کړی وي او د سړي په نيت به پوهېږي چې شوکوي يې! نو د ګلبوټي پالونکی او روزونکی يعنې مالي مې پسې راووغوښت مګر د مالي په ورنېږدې کېدو سره هم مړاوی شو!

دغې ګلبوټي ته اوس ټول انسانان ګلچينان برېښېدل!

 مالي اوبه او سره ورکوي خو ګلچين يې شوکوي مګر دغې ګلبوټي ته چې انسانانو پرلپسې شوکولی ګلچين او مالي دواړه يو شان برېښي او له دواړو سره يو شان غبرګون ښيي!

د قاتلانو له لاسه ټولو انسانانو باور بايللی! نه په خپل باور شته او نه په پردي!

۰۷ دلو ۱۳۹۲

حيدرآباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *