د پاکستان مېشت افغان طالبانو رهبرۍ په یوه تازه پریکړه کې په خپلو جنګیالیو غږ کړئ، چې درې کټګورۍ خلک له نیول کېدو سره سم او پرته له محاکمې ووژنئ.

د طالبانو یوه سرچینه وايي، د افغان دولت د څارنوال او قاضي او همدارنګه هغه ډریور له محاکمې پرته وژل طالبانو ته روا ګڼل شوي، چې بهرنیانو ته اکمالاتي لارۍ چلوي.

له بل لوري د طالبانو په جنګي لیکو کې د جنګ قومانده هغو تازه دمو جنګیاليو ته سپارل شوې، چې نوي له پاکستاني مدرسو فارغ شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالب مشرانو له خوا دغه پرېکړه تردم ګړۍ د طالبانو رسمي وېبپاڼو نده خپره کړې، خو طالبانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، چې کوټې شورا او د رهبرۍ غړو خپل تصمیم نهايي کړی او ښايي یاده پرېکړه د طالبانو د مشر ملا عمر د یو فرمان په ډول په لنډو ورځو کې رسنیو ته را ووځي.

طالب سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ادعا کوي، چې دوی خپل جنګیالي هر وخت اړایستلي، چې دکوټې شورا او یا محلي طالب محاکمو د پرېکړو اطاعت وکړي. ددوی په خبره طالبان هر ځای خپلې محلي‌ محکمې لري او له شواهدو پرته یې څوک ندي وژلي.

اوس په تازه پرېکړه کې طالب مشران له خپلو جنګیالیو غواړي، چې د افغان دولت د قاضي او څارنوال مرګ په همهغه ځای کې جایز دی،‌ چېرته چې دغه مطلوب کسان ونيسي. د سرچينې په وینا درېیمه کټګوري خلک چې پرته له محاکمې یې طالب جنګیاليو ته وژل روا ګڼل شوي، هغه موټر چلونکي دي، چې بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کوي.

پخوا مهال ډیری افغان څارنوالان او قاضیان د پیسو په بدل کې خوشي شوي یا ډیر مهال په بند کې پاتې شوي بیا وژل شوي دي، خو په تازه پرېکړه کې له جنګیالیو غوښتل شوي، چې له معاملې پرته څارنوالان او قاضیان ووژل شي.

له بل لوري په افغانستان کې د طالبانو د جنګي لیکو په قوماندانۍ کې هم ژور تغیرات راغلي او تازه دمه طالبان چې سږکال له پاکستاني‌ مدرسو فارغ شوي، د پخوانیو قوماندانانو او جنګي سرګروپانو پرځای ګمارل شوي دي.

په دغو تشکیلاتي تغیراتو کې د پاکستان استخبارات او پوځ ښکېل ګڼل شوی او د معلوماتو پربنسټ په پاکستان کې میشتو طالب مشران په دې ګام اخستو له هغه وروسته اړشول، چې په وروستیو افغان ټاکنو د طالبانو حملې ناکامې شوې. دطالبانو پاکستان مېشته رهبري او پاکستاني استخبارات فکر کوي، چې پخوانیو طالب قوماندانانو او سرګروپانو د عاطفې له مخې پرافغان انتخاباتي پروسه له بریدونو لاس اخستی او د خپلې رهبرۍ هدایت یې له پامه غورځولی دی.

له افغان انتخاباتو وروسته طالبان په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو ترسختو فشارونو لاندې دي، چې ورسپارل شوې دنده یې نده ترسره کړې او د انتخاباتو پروسه یې سبوتاژ نکړای شوه.

محور ته په سپارل شوو معلوماتو کې داهم راغلي، چې د پخوانیو جنګي قوماندانانو او سرګروپانو له دندو ګوښه کولو پرېکړه د پاکستاني استخباراتو او پوځ له خوا په طالب مشرانو تحمیل شوې ده.

معلومات په ډاګه کوي،‌ چې طالبان اړایستل شوي، چې له پاکستان څخه جنګ ته د راستېدو پرمهال به له ځان سره په مساوي تعداد پاکستاني طالبان هم راولي.

همدارنګه د طالبانو پخواني سرګروپان چې له افغان ټاکنو وروسته پاکستان ته وبلل شول، ځینې یې زنداني شوي او ځینې نور یې هم هلته له دې کبله نظربند دي، چې افغانستان په راتګ سره بغاوت ونکړي او په جنګي لیکو کې اله ګوله رامنځ ته نکړي.

له دې ټولو ادعاوو سره سره په افغان انتخاباتو د طالبانو حملې خورا زیاتې وې، خو افغان امنيتي ځواکونو په شاتمبولي او په بشپړ ډول یې د انتخاباتو پروسه خوندي کړه.

غلام جان احمدزی

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبان؛ درې کټګورۍ افغانان له محاکمې پرته ووژنئ”
  1. الله ج طالب افغانان نور پوه کړي تر څو د پردو په لاس په دې مظلوم ملت ظلم ونه کړي د یوې خوا مو امریکیان بیدون له محاکمې په خپل درشل کې وژنې او د بلې خوا مو خپله افغانان په خپله افغان ورور بې محاکمې په خپل هیواد کې وژنې اخر تر کومه وخته به دا لړي روانه وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *