په افغانستان کې د سیاسي واک لېږد ته پوره یو کال پاتې دی، خو په ګاونډیو کې یې د سیاسي واک لېږد پروسې په بریالۍ توګه ترسره شوې.
د پاکستان په ټاکنو کې په لوی اکثریت مسلم لیګ (ن) ډېرې چوکۍ وګټلې او پدې بل ګاونډ ایران کې یې حسن روحاني تر نورو ډېرې رایې خپلې کړې.
د ډیموکراسۍ، ولسواکۍ او شفافو ټاکنو د ترسره کېدو اوازې اوس کټ مټ لکه د ځینو اروپایي هېوادونو یا امریکا په شان نه په افغانستان کې د امکان وړ دی او نه په ګاونډیو کې، خو د شفافیت په نوم ولس هر وخت تېر اېستل شوی دی.
په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د تېرو ټاکنو خلاف سږنۍ هغو ځانګړی توپیر درلود او دا توپیر د زمان او حالاتو محصول نه و، چې په یو نا څاپي ډول دې محسوس شوی وي، بلکې له وړاندې او د ټاکنو په جریان کې ورته په سیستماتیک او پلاني ډول کار وشو.
د پاکستان په ټاکنو کې سږ بنسټپالو عوامي نشنل پارټۍ او د مهاجرو قومي مومېنټ وځپل او د ای ایس ای په مرسته لاسي د هغوی په سیمو کې ددې لپاره نا امني جوړه شوه، چې د پارلمان چوکۍ ونشي ګټلی او پلویان یې ورته رایې ورنکړی شي.
د لیکنې هدف ددې دواړو ګوندونو له سیاسي تګلارې سره کار نه لري او نه یې ملاتړ کوي، بلکې د حالاتو یوه هغه نوې لوبه راسپړي چې لوبغاړي یې د ولسواکۍ په نوم ترسره کوي او له دې څخه افغان ولس باید الهام واخلي.
داسې فکر کېده، چې ای ایس ای به دا ځل د پاکستان تاریخ د عمران خان د سیاست په کتاب کې ارزیابي کوي، خو له نړیوالې ټولنې سره ترینګې اړیکي، په افغانستان کې د مهمو تحولاتو راتلل او ورسره له هند سره د اړیکو د یو طرفه کولو لپاره د ځوان عمران خان تجربې کافي نه وې. په همدې دلیل ای ایس ای یو ځل بیا پخوانی ازمویل شوی لوبغاړی نوازشریف رامخ ته کړ او د نوموړي په کلک ملاتړ سره یې لاره هواره کړه څو د پارلمان ډېرې چوکۍ د هغه ګوند وګټي.
د نشنلستانو او مهاجرو قومي مومېنټ یا حرکت، خو د نوازشریف تر سیکولر ګوند ډېر غیرمذهبي نه ول چې د مذهب په نوم د وسله والو کړیو له لوري تر برید لاندې راغلل، بلکې دا یوه هغه لوبه وه، چې حالاتو ته په کتو په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د پاکستان د لویو پرېکړو واک له نظامي ځواک سره دی او د نظامي ځواک سرلاري ددې هېواد استخبارتي کړۍ کوي.
بل طرف ته هماغومره چې په پاکستان کې د نړیوالو په شمول له ګاونډیو سره د روانې لوبې د جاري ساتلو لپاره پوخ لوبغاړی میدان ته را واېستل شو په ایران کې هم په ورته ډول د حسن روحاني ملاتړ وشو.
له هماغو لومړیو ورځو چې په ایران کې کاندیدان په سیالۍ اخته ول د نوماندۍ له لست د ځینو کسانو حذف او د ځینو ملاتړ ته لارې هوارولو ښودله، چې د ولسواکۍ په نوم ټاکنې هم پوره شفافې ندي.
په ایران کې چې د پاکستان په پرتله روحاني قشر ډېر په واک کې پاتې شوی او د ورته پرېکړو ډېر حق هم له دوی سره وي، نو د حسن روحاني ملاتړ ته لاسي لاره هواره شوه او نوموړی د لوبې پدې ډګر کې لوبولو ته تیاری نیسي.
د حسن روحاني په اړه ویل کېږي، چې د جګړو په اوږدو کې د مرستیال جنګي مشر او د هېواد د ټول هوايي ځواک قومندان په توګه یې کار کړی دی، چې دا د پاکستان په نظامي برخه کې د دندې د ترسره کېدو په شان په ایران کې هم مهمه دنده ده.
په ۱۳۶۵ کال، د پردې تر شا د حسن روحاني نوم یادېده، چې د اکبر هاشمي رفسنجاني له خوا له امریکا سر ه پټو خبرو کې یې ګډون کړی وو. دغه خبرې په ایران کې د “د مک فارلین” په نامه یادېدې.
بیا وروسته هاشمي رفسنجاني او نورو رسمي چارواکو وویل، چې دغه خبرې د ایت الله خامنه اي په خوښه شوې دي. که داسې وي حسن روحاني چې د ایت الله خامنه اي مهم ملاتړی دی، نو دا د حسن روحاني لپاره په مهمو دندو ترسره کولو کې بله هغه راځي.
حسن روحاني په ۱۳۲۷لمریز کال کې زېږېدلی او په اساسي حقوقو کې یې د دکتورا تر کچې زده کړې کړې دي. هغه د ملي امنیت د عالي شورا مخکنی منشي، د پارلمان څلورمو او پنځمو دورو کې کې استازی، د نظام د مصلحت د شورا غړی او د تجربه لرونکو د شورا استازی هم پاتې شوی دی.
په امنیتي چارو کې د روحاني پرله پسې حضور لکه د ملي امنیت شورا د منشي په توګه د هغه امنیتي تجربه لا ډېره کړې، همدا وو چې په ۱۳۸۳ کال کې د هغه وخت د ولسمشر محمد خاتمي او د ایران د مذهبي مشر ترمنځ چې له لوېديځ سره د ایران د اتومي لانجمې موضوع پر سر اختلافونه رامنځ ته شول روحاني د دواړو لوریو ترمنځ د درېیمګړي رول ولوباوه او د ایران د اتومي پروګرام پر سر له درېیو اروپايي هېوادونو (برتانیا، فرانسې او جرمني) سره یې د خبرو مشري پرغاړه واخیسته.
حسن روحاني په ۱۳۸۵ کال د ملي امنیت د عالي شورا منشي له څوکۍ لیرې شو او علي لاریجاني یې ځای ناستی شو. خو حسن روحاني په دې شورا کې د جګپوړي غړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده، چې لاهم په شورا کې د ستر مذهبي مشر استازیتوب کوي.
پردې ټولو سربېره خبره چې د اوس ده، نو ایران دا مهال د اتومي وسلو پرسر له امریکا سره په نازکو شرایطو کې قرار لري او ورسره په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سیاسي او نظامي واک لېږد سربېره د امریکا د دایمي نظامي اډو له وېرې یې هم یو داسې رهبر ته اړتیا لیدله، چې دا ماته بېړۍ یې ساحل ته ورسوي.
ښاغلي روحاني اتلس ميليونه او پنځه سوه زره رايې وګټلې، چې د ټولو اچول شويو رايو تر پنځوس سلنې اوښتې. د تېر نظام په پرتله چې ایرانیان یې تر سوږمو راوستي وو، ولس حسن روحاني ته خوشبین برېښي او په همدې اساس یې هغه انتخاب کړ څو د نړیوالو په انزوا کې واقع ایران وژغوري.
نړیوالې ټولنې هم په هماغه لومړیو کې ښاغلي حسن روحاني ته مبارکي ورکړه، خو ولس او نړیواله ټولنه اوس د روحاني دویم ګام ته ګوري، چې په اساس یې له نړیوالو سره له دې وروسته ایران څه ډول چلند کوي.
د ټولو پرېکړو واک چې له خامنه اي سره دی او نوموړی د ایران د هستوي پروګرام کلک ملاتړی دی، نو بیا تمه نشي کېدای چې له نړیوالو سره دې د اړیکو په ښه کېدو کې مثبت ګام واخستل شي.
اصلي موضوع داده چې د ګاونډیو په ټاکنو کې له افغانستان سره د راتلونکو سیاسي اړیکو لپاره پاخه، باتجربه، هوښیار او ځیرک کاندیدان د ولس په رایه د پخوانۍ اجنډا په اساس بریالي شول، مګر په افغانستان کې چې لا دې مهمو ټاکنو ته یو کال پاتې دی ولس باید د داسې یو کاندید ملاتړ وکړي، چې هم له ګاونډیو سره او هم له نړیوالو سره د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لارې کوټلې ستراتیژي ولري. د هر یوه کس یوه رایه هم سرنوشت ټاکوونکې ده او له دې رایې سره باید سطحي چلند ونشي.
که پدې ټاکنو کې هم د تېرو په شان د ولس پرسر سودا وشوه او بیا د معاملې ښکار شول، نو بیا دې هم خدای د وطن او د ملګرو مل شي.
له محور ورځپاڼې په منننې.