له سیاست، قوم او ژبني مسایلو ډېر اخوا یوه ډله ځوانان په ملي احساس نن د خپل وطن غم ژاړي، هر هټیوال او لاروي ته درېږي، خپل ځوان غرور تر پښو لاندې کوي، په لاس کې نیولې لوحه ورته تشریح کوي، ځان ور پېژني او له تورو غرونو هاخوا د یوه نړیدلي کور دوه پاتې ماشومانو او یوې تور سرې ته چنده ټولوي.
ځینې نالوستي دي، لوحه نشي لوستی، پوښتنه کوي، دا مو څه شی لیکلي دي، بل ملګری ور وړاندې شي، کاکا، ماما یا مورې پدې لوحه کې: ((کمک برای آسیب دیده های بدخشان/ د بدخشان پېښې زیانمنو ته مرسته)) لیکل شوي او که ستاسو هم هرڅومره وس کېږي: ((یوه افغانۍ، پېنځه افغانۍ یا لس افغانۍ)) د خپل وس مطابق مرسته وکړئ!
سپین سرې مېرمن هر ځوان ته ګوري، ما خو لږ مخکې پېنځه سوه افغانۍ درکړې، تاسو په چا پورې تړلي یاست؟
ـ آدې موږ په هېچا پورې تړلي نه یو؛ یوه ډله ځوانان یو، موږ هر یو دفتري وظیفه لرو، خو د بدخشان غمیزه مو ذهن په ارام نه پرېږدي، راوتي یو که هر چا هرڅومره مرسته وکړه، زموږ یو څو کسه به یې بدخشان ته رسوي، نورو پوښتونکو ته هم د ملګرتیا بلنه ورکوي، که له موږ سره یو ځای کېږئ، نو یاالله.
ـ آفرین، بچیانو، ستاسو هر یوه ځوانۍ، دریشي او څېرو ته چې ګورم، ډېره به راته سخته وي چې ذهن مې دې منفي خبره ومني.
ـ بچیه ته دا کڅوړه را دېخوا کړه، اممم دا لس زره افغانۍ مې په سودا پسې راوړې دي، زما دا ټولې پیسې بدخشاني ماشومانو ته ورسوئ، هغه سرتورې مور ته یې ورسوئ، چې په پښو یې یوه چپلکه شته او بله نه، هغه بابا ته یې ورسوئ، چې د کور یې هېڅوک ندي پاتې او د ژوند پدې وروستي موسم کې یې هم د تکیې لپاره څوک نشته، هغه لس میاشتنۍ ماشوم ته یې ورسوئ چې ددې دنیا یوازینی نعمت (مور) هم ترې خدای واخسته او نن د بلې هېڅ مور شیدې نه خوري. ګوندې یوه قطعۍ وچې شیدې ورته پې واخستل شي.
د رضاکارانو ډله هر دوکان او هټیوال ته درېږي، ځینې ملګري په لوحه په تورو کرښو لیکلې شوې جملې ورته لولي او د کڅوړې والا د هټیوال لاس ته سترګې دي چې اوس به د څو افغانیو نوټ پلاستیک ته غورځېږي.
هر څوک د خپلې وسې اخلاص کوي، دوی چې دفتري ځوانان ویني، احساساتي کېږي، دعاوې کوي او هر یو په اوږه ټپوي: کور مو ودان، الله دې تاسو ته هم اجرونه درکړي، واقعاً چې موږ یو ملت یو او هېڅ موضوع مو نشي بېلولی. تاسو که نن په هره ژبه غږېږئ، که د هر ولایت یاست، خو له بدخشانیانو سره مو درد شریک دی او دا ښیي چې د سیاستوالو هغه یوازینۍ څو ورځنۍ چیغې موږ سره نشي بېلولی.
د فېسبوک یوه ډله ځوانان د بدخشان له غمیزې وروسته غږ پورته کوي، په پروفایل بدلولو څه نه کېږي، ځئ چې عملي اقدام وکړو؟
په دفترونو کې کمپیوټر ته ناست سلګونه ځوانان په کمنټ او لایک ددې اقدام ستاینه کوي، خو په عملي میدان کې ایله تر پېنځلسو ځوانان تر هر دوکانه چاپیر وي او په وږي نس د بدخشانۍ مور لپاره لسګون، شلګون او سلګون راټولوي.
دغه ډله د کابل ښار د ګڼې ګوڼې هر مارکېټ او هټیوال لټوي، څو د سالنګ له لویو غرونو پناه هېوادوالو سره نن د یوه ملت او یوه کور رشته ثابته کړي، زیانمن شوي وپالي او خپل مسوولیت ترسره کړي.
یوه ډله یې د سیاست لپاره خپل قومیان بولي، بله ډله یې د سیاست لپاره په مرګ خوشالېږي، خو دریمه ډله داسې کسان هم شته چې دا یوه رشته هم ورته مهمه نده او دوی نن پدې حساس وخت کې د یوه افغان انسان ژغورنه لومړنی هدف بولي.
دلته د سیاست، قوم او ژبې پولې د شګو بندونه دي، خو د انسانیت په تار تړل شوی بند که نننی یا پرونی دی، خو همېشنی دی.
په بدخشان ویر یوازې د وطن یوې څنډې ته ندی پاتې، بلکې په هره لاره، کوڅه، ګوند او مارکېټ کې د چندې ټولولو روان کمپاین د ملت کېدو یوه وسیله ثابتېږي، خو اوس مهمه موضوع داده چې له داسې فرصتونو ګټه پورته شي. نور دې خدای د غم پر ځای د خوښۍ داسې فرصتونه را نصیب کړي.