جمیل وقار –
د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د سې شنبې په ورځ کلیوال ادبي ملګرو ټولنې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې مشاعره وکړه.
په مشاعره کې چې سلګونو کسانو برخه اخیستې، د اندړو سربېره له شاوخوا ولسوالیو، غزني ښار او پکتیکا څخه یو شمیر شاعران او فرهنګیان ورته راغلي ول.
یاده مشاعره چې د میرې بازار په سلطان شهاب الدین غوري لیسه کې وشوه، سهار نهه نیمې بجې د قاري عبدالعلیم له لورې د قران پاک په تلاوت پیل شوه.
وروسته د ټولنې په استازیتوب په غزني کې د سرې میاشتې رئیس ښاغلي سمیع الله صدیق د پیل وینا وکړه او د غونډې په موخو یې رڼا واچوله.
نوموړې وویل، چې ننۍ مشاعره یې د علمي غونډو پیل دی او له دې وروسته به ورته زیاتې غونډې جوړې کړي.
ورپسې ځوان فرهنګي او مدني شخصیب سیف الله اندړ خبرې وکړې. نوموړې له کلیوال ادبي ملګرو ټولنې، د اندړو ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قومندان انجینیر لطف الله کامران څخه ځانګړې مننه وکړه چې د غونډې په جوړولو کې نه ستړېکېدونکي هڅې کړي.
له ښاغلي اندړ وروسته مشاعره پیل شوه، چې غني غالب، اسدالله جلالزي، قهار کټوازي، مجید ژړاند، حکمت ارین، سیف الله مفتون، رحمت الله مرجانخیل، عارف نوري، رحمت الله مبین، خالد مبارز، نبی الله پیرخیل او ګڼ شمیر نورو په کې شعرونو واورول.
له مشاعرې وروسته ولسوال قاسم دیسوال، د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان ښاغلي انجینیر لطف الله کامران، د پوهنې مدیر تازه ګل ننګیال او د سلطان شهاب الدین غوري لیسې آمر استاد بهلول خبرې وکړې.
دوی ټولو د دې نوښت ستاینه وکړه او د ورته نورو غونډو په جوړولو یې ټینګار وکړ.
غونډه ماسپښین دوه بجې د غرمې له ډوډۍ وروسته په افغاني ډول او اتڼ پای ته ورسېده.