مسلسله شمېره: ٢٣٥

نېټه: ١٣٩٣-٢-١٦

کندهار، افغانستان- “زموږ افغانستان” تر عنوان لاندي د ښوونځيو د زده کوونکو يوه پراخه مشاعره جوړېږي.

نن د عامه اړيکو نوبتي غونډه د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال په مشري د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوه، چي پکي د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د علماوو شورا رئيس، د ملي امنيت رياست، د ٢٠٥ اتل قل اردو، د امنيه قومندانۍ او ايساف ځواکونو د عامه اړيکو مسوولينو ګډون کړى و.

په کندهار کي د ايساف ځواکونو د عامه اړيکو مسوولي آغلي ابګېل وويل، په کندهار کي يې د “زموږ افغانستان” تر نامه لاندي د عامه پوهاوي يو پروګرام پيلوي چي لومړۍ برخه به يې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره مشاعره جوړول وي. ابګېل زياته کړه، د ښوونځيو زده کوونکي به وهڅول سي چي د سولي او امن اړوند شعرونه جوړ کړي او مشاعرې ته يې وړاندي کوي، چي له دې سره به د زده کوونکو اذهان له سولي او امن سره عيار سي او د سولي يو خاص ذهنيت به رامنځته سي.

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال وويل، ولايتي اداره د عامه اړيکو او پوهاوي په برخه کي ډېره قوي ده. هغه زياته کړه، د ولسواليو له راډيوګانو څخه هم بايد د عامه پوهاوي او اړيکو په اړخ کي استفاده وسي، تر څو له دې منبع څخه ښه استفاده سوې وي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل، په دې نوي پروګرام يا پروژه کې بايد مقالو، تياټر او رسامۍ ته هم ځاى ورکول سي، تر څو له دې ټولو څخه په استفاده عامه اګاهي پياوړې سي. هغه زياته کړه، اطلاعاتو او کلتور رياست په خپله برخه کي تر وسه د عامه پوهاوي په برخه کي کار کړى، خو تر دې وروسته به د ولسواليو له راډيوګانو سره هم په تماس کي سي چي له هغه ادرس څخه هم پيغامونه خپاره کړي.

د غونډي په پاى کي پرېکړه وسوه چي په ښوونځيو کي به داسي شاګردان راټولوي چي شعر وليکلاى سي، وروسته به هغوى د سولي او امن په هکله اشعار جوړوي او راتلونکي مشاعرې ته به يې وړاندي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *