په هلمند کې ۲ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

‎د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍد کوچنۍ درویشان لومړني او د ناوې ولسوالۍ دکرنې لیسېدنویو ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ښوونځيو نوې ودانۍ د نژدې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښتد انګلستان هیواد د FPTD موسسې په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړېږي.
د ښوونځيو نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، ۵ تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري. ددغو ودانۍ په جوړیدو سره به  نژدې۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدریسي چاپېریال برابر شي.
په دې اړه جوړو شو مراسمو کې د هلمند د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په پروان کې د ۲ ښوونځيو د جوړېدو چارې پیل شوې

دپروان ولایت د مرکز اړوند د پارچه ۱۱ او نیازي لومړنیو ښوونځیو د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ښوونځي پر نوېو ودانیو  څه باندې ۲۵،۵ افغانی  لګښت راځي، چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي.
دغه یو پوړیزې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۱۰ تشنابونه، دزده کوونکو لپاره میز او چوکی  او نورې ټولې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې ولري، چې د ۹ میاشتو په موده کې به یی رغنیزي چارې بشپړې شي.
په دې اړه جوړوشویو مراسمو کې دپروانولايت د مقام او پوهنې ریاست مسوولینو،  قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په تخارکې دیو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

تخار: دتخار ولایت درستاق ولسوالۍ دفيض آباد منځني ښوونځي نوې ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د ښوونځي نوې ودانۍ۸ درسي ټولګي،  ۴ اداري خونې، د اوبو څښلو څاه، د زده کوونکو لپاره مېز او څوکۍ او نورې اړینې اسانتیاوې لري. د ښوونځي نوې ودانۍپه یو کال کې جوړه شوه.
په نوې ودانۍ ۷ میلیونه افغانی لګښت راغلی، چېد کنسرن نړیوال دفتر لخوا ورکړل شوي دي.
د فیض آبادپه ښوونځي کې دا مهال څه باندې۳۷۰ زده کوونکي پر زده کړو بوختي دي، چې د نوې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدریسي چاپېریال برابر شو.
د ودانۍ د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د تخارد پوهنېریاست مسوولینو، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *