تاند- وروسته له دې چې په نایجریا کې بوکوحرام سخت دریځې اسلامي ډلې د لسګونو نجونو د تښتولو او خرڅولو اعلان وکړ، په دغه هیواد کې ۸ نورې نجونې بې درکه شوي دي.

دا نجونې، چې عمرونه یې، د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ ښودل شوي، د «بورنو صورت» ایالت له یوه کلي تښتول شوي دي.

تر دې ۳ اوونۍ مخکې له یوه ښوونځي ۳۳ زده کوونکې، چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، د نایجریا په شمال ختیځ کې وتښتول شوې او وروسته بوکوحرام سرزورې ډلې د هغو د تښتولو مسوولیت په غاړه واخیست.

دې ‌‌ډلې پرون /دوشنبه/ په یوه ویدیويي پیغام کې اعلان وکړ چې دا نجونې به په بازار کې وپلوري.

دې سرزورې او افراطي ډلې د نجونو د تښتولو دلیل دا ښودلی چې هغوی باید د درس ویلو په ځای مېړونه کړي وای. د دې ډلې د نوم (بوکرحرام) معنا دا ده چې لوېدیځ تعلیم حرام دی.

د بوکوحرام یوه مشر په خپل ویدیويي پیغام کې ویلي:«خدای ما ته امر وکړ چې دوی وپلورم، دوی د خدای شتمني ده او زه د خدای پاک اوامر په ځای کوم.»

سخت دریځې اسلامي ډلې باور لري چې ښځې باید درس ونه وايي او له بلوغ سره سمې واده کړای شي اود خپلو مېړنو په خدمت کې واوسي.

په همدې حال کې د نایجریا ولسمشر د خپل هیواد په شمال کې د امنیت په ټینګولو کې د پاتې راتلو او د بې درکه شویو نجونو په موندلو کې د ناکامېدو له کبله تر سخت فشار لاندې دی.

بوکوحرام ډلې، چې رسمي نوم یې (جماعة أهل السنة للدعوة والجهاد) دی او ځان اسلامپال بولي، د یوه کال په ترڅ کې د نایجریا په درو شمالي ولایتونو کې تر یو نیم زر زیات نایجریایان وژلي دي.

د بوکوحرام ډله، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې فعلیت پیل کړی، د نجونو له زده کړو سره مخالفه ده او په ځلونو یې د نجونو پر ښوونځیو بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *