تاند- په مالیزیا کې د اسیايي شورا په پریمرلیګ کې د افغانستان ټیم نن له نیپال سره مخامخ شو.

بیټنګ افغانستان پیل کړ او په ۴۹ اورونو او ۳ توپونو یې ۲۶۲ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې عثمان غني او حشمت الله شهیدي وکړې.

عثمان غني په ۶۱ توپونو ۵۱ او شهیدي په ۷۷ توپونو ۵۱ جوړې کړې.

نورعلي ځدراڼ په ۵۹ توپونو ۴۳، محد نبي په ۲۵ توپونو ۳۴، سمیع الله شینواري په ۲۱ توپونو ۱۸، نصیر حمزه په ۲۸ توپونو ۲۰ او شفیق الله په ۸ توپونو ۲۱ منډې وکړې.

د افغانستان په وړاندې نیپال تر اوسه په ۱۶ اور کې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۵۶ منډې جوړي کړي دي.

دولت ځدراڼ ۴ مالیزیايي لوبغاړي سوځولي. یو بل امیر حمزه سوځولی دی.

دا مسابقه د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.

دا شېبه مسابقه د باران له کبله ځنډېدلې ده.

د مسابقې ریفري رامیش مینون وویل، که باران ودرېده لوبه به په سیمه ییز وخت ۵ بجې او ۳۰ دقیقې بېرته پیل شي. باران سوکه شوی خو لا هم هوا تیاره ده.

له بارانه وروسته لوبه پیل شوه

باران ودرېد، د افغانستان او نیپال مسابقه په څه کم نیم ساعت کې پیلېږي. ریفري یا حکم میدان معاینه کړ، ویې ویل چې میدان مسابقې ته چمتو دی.

افغانستان ۲۶۲ منډې جوړي کړي دي. نیپال چې ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۷ اور بشپړ شوی او ۵۶ منډې یې جوړي دي.

نیپالیانو ته پکار ده چې په پاتې ۵ لوبغاړو په هر اور کې ۶ اعشاریه ۲۷ منډې جوړې کړي.

د اسیايي شورا په پریمرلیګ کې نن متحده عربي امارتو عمان ته ماتې ورکړه. د اماراتو بري معلومه کړه چې د نیپال او افغانستان د مسابقې ګټونکی خامخا د دې سیالیو د اتلولۍ جام ته رسوي.

د باران له کبله اورونه کم شول.

اوس نیپال ته پکار ده چې په یوه اور کې باید ۱۲ اعشاریه صفر شپږ منډې جوړې کړي چې تقریباً ناممکنه ده.

تاند ټولو ته مخکې تر مخکې مبارکي وايي.

د نیپال ۶ لوبغاړی وسوځېد. دا شېبه د نیپال د منډو شمېژر ۵۶ دی، ۱۸ اور بشپړ شو.

د نیپال د منډو شمېر اوس ۵۸ دی خو په هر اور کې ۱۳ اعشاریه ۱۷ منډو ته اړتیا لري. ۴ لوبغاړي لا لري.

د باران له کبله د افغانستان منډې له ۲۶۳ څخه ۲۳۷ ته راټیټې کړای شوې او په مقابل کې یې د نیپال ۱۸ اورونه کم کړل. په دې حساب اوس نیپال ته هدف ۲۳۷ دی چې باید په ۳۲ اورونو کې یې پوره کړي،

نیپال باید په ۱۲ اورونو او ۴ لوبغاړو ۱۷۴ منډې وکړي
نیپال باید په ۱۲ اورونو او ۴ لوبغاړو ۱۷۴ منډې وکړي- دې هدف ته رسېدل به تر معجزې کم نه وي ځکه تاند ټولو افغانانو ته د اسیايي شورا د پریمرلیګ د اتلولۍ د جام د ګټلو مخکې تر مخکې مبارکي وايي
نیپالیانو توره وکړه، شپږ منډې یې واخیستې، د منډو شمېر یې ۷۴ ته ورسېد

نیپال په ۶۰ توپونو او ۴ لوبغاړو ۱۶۲ منډو ته اړتیا لري.

نیپال په ۵۵ توپونو او ۴ لوبغاړو ۱۶۰۱۶۲ منډو ته اړتیا لري.

نیپال په ۵۲ توپونو او ۴ لوبغاړو ۱۵۸ منډو ته اړتیا لري.

نیپال په ۴۸ توپونو او ۴ لوبغاړو ۱۵۴ منډو ته اړتیا لري.

د نیپال اووم لوبغاړی وسوځېد. اوس ۳ لوبغاړي لري

په ۴۴ توپونو او ۳ لوبغاړو ۱۵۳ منډې به څوک وکړای شي

۸ نیپالي لوبغاړی د میرویس اشرف له لوري وسوځول شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *