په افغانستان کې د جګړې غمیزې د دې ترڅنګ چې په دغه هېواد کې یې هرڅه زیانمن کړل، ماشومان هم ترې پاتې نه شول. ماشومانو هم په دغه برخه کې ستره قرباني ورکړه، ډېری ووژل شول، یتیمان او معیوب شول او ډېری یې بې سرنوشته د سړکونو تر سرونو را ورسېدل.
لا هم له درې نیم میلیونه ګواښ سره مخ ماشومانو دوه میلیونه یې د زده کړو له پوښښ بې برخې دي.
له دیارلسو کلونو تېرېدو او په دغه موده کې ماشومانو ته د پاملرنې له ډېرو
ژمنو سره سره لا هم میلیونونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي.
دیارلس سوه دري نوییم ښوونیز کال پیل شو، خو لا هم ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
چارواکي وايي، د تېر په پرتله د ماشومانو وضعیت ښه شوی خو که ډېره پاملرنه ونه شي د ستر ناورین لامل کېدای شي.
دغه ماشومان د ژوند له ټولو آسانتیاوو بې برخې، په ناوړه وضعیت کې د کابل ښار په واټونو کې د یوې لمړۍ ډوډۍ پیداکولو په موخه په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
د کابل ښار په بېلابېلو واټونو کې داسې ماشومان ترسترګو کېږي، چې د بوټونو په پالش کولو، موټرونو مینځلو، پلاستیک پلورلو، سپند او بېلابېلو درندو او ستونزمنو کارونو بوخت دي.
د مسوولانو د شمېرو له مخې دا مهال د ټول هېواد په کچه درې نیم میلیونه ماشومان په ناوړه او له ګواښ سره مخ وضعیت کې ژوند کوي.
خو چارواکي وايي، په تېرو لسو کلونو کې یې ماشومانو ته ډېر کار کړی دی، چې په وینا یې د2007 کال د شمېرو له مخې 6.5 میلیونه ماشومان له خطر سره مخ وو، خو دا مهال 3 میلیونه تر پوښښ لاندې نیول شوي او 3.5 میلیونه لا هم تر خطر لاندې دي.
د ماشومانو د ملاتړ یو شمېر ادارو مسوولان وايي، تر دې مهاله د ماشومانو لپاره بایده کار نه دی شوی او په دغه برخه کې بنسټیز کار ته اړتیا ده. د دغو ادارو مسوولان وايي، ماشومانو ته باید په لنډمهال، منځمهال او اوږد مهال کې پروګرامونه پلي شي.
د دغو چارواکو په وینا، په منځمهال کې باید په ټولنه کې داسې بنسټيز بدلون راشي، چې خلک پوره عامه پوهاوی ولري او د ماشومانو پر وړاندې شته تاوتریخوالی راکم کړای شي.
افغان ماشومان په ټولیزه توګه، نا امنۍ، په ټولنه کې بې عدالتیو، سختو او درندو کارونو، جنسي تېري قاچاق او ترهګریزو پېښو قرباني کړي دي.
په افغانستان کې له 1.3 میلیونه روږدو درې لکه یې ماشومان دي.
په ټول کې ماشومان له 23 ډوله بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي، چې د چارواکو په وینا، د دغو ګواښونو لپاره یې تګلارې جوړې کړې او پلې کوي يې.
په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ډېر شمېر موسسې او ادارې د ماشومانو په وضعیت کې د بدلون په نوم پراخ مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو لا هم د دغو ماشومانو په وضعیت کې ښکاره بدلون نه دی راغلی.
لا هم ماشومان له ښوونې او روزنې بې برخې او په دې ډول یې لویېدل د ټولنې د اوږو بار کېږي.
یو شمېر دغه ماشومان د ښار په بېلابېلو برخو کې سهار وخته تر هغو چټل لوښو ځانونه رسوي، چې یو شمېر کورونه هلته اوسپنیز قوطي او بېلابېل توکي اچوي.
د کابل ښار په یو شمېر واټونه کې نجونې هم ترسترګو کېږي، چې کار کولو او یوې لمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په کار بوختې دي.
په داسې حالاتو کې د ماشومانو روغتیا ته هم ډېر زیان رسېږي، چې د ډاکترانو په وینا، دا ډول ماشوم په ټولنه کې په ناسالمه اشخاصو بدلېږي.
د پوهنې وزارت وايي سږ کال به له زده کړې پاتې زده کوونکو لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي. د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دا مهال لس نیم میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي، دوه میلیونه له دغه پوښښ بې برخې او په راتلونکي ښوونیز کال کې به شاوخوا 1.7 میلیونه نوي ماشومانو ښوونځیو ته جذب شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، که نړیواله ټولنه او افغان حکومت ماشومانو ته جدي پاملرنه ونه کړي د دغه ستر پاړکي له منځه ځي او ستر ناورین رامنځته کولای شي.
د چارواکو په وینا، په ځینو مواردو کې له ماشومانو سره نغدي مرستې له دوی سره د مرستې پرځای زیان اړولی او دغه ماشومان یې په مسلکي ډول سوالګرۍ ته هڅولي دي.
په ډېری مواردو کې د ماشومانو پر بې مسوولیته مور او پلار هم نیوکې شوې، چې هغوی جوړ وي خو په خپلو ماشومانو کار کوي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د ماشومانو لپاره کار کوونکې بېلابېلې ادارې د ماشومانو د وضعیت په اړه یوازې اندېښنې ښيي، داسې څوک مو ونه موندل چې د ماشومانو د وضعیت بدلولو لپاره د ښکاره کار طرحې ولري.