خبرپاڼه
۱۳۹۳ د ثور ۱۷

په خواشینۍ سره، چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې زموږ شاوخوا ۲۵۰۰ هېوادوال د وروستۍ ځمکښوېدنې له امله مړه، ټپیان او یا هم بې کوره شول.
د پوهنې وزارت رهبري او کارکوونکي په ارګو کې د ځمکښوېدنې د ویرجنې پېښې له امله خواشیني او پرېکړه یې کړه، چې له مصیبت ځپلو هېوادوالو سره به خپل د یوې ورځې معاش مرسته وکړي.
له دې وړاندې د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د ارګو له قربانیانو سره خپل د یوې میاشتې معاش مرسته کړې وه.
اوس د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د ارګو ولسوالۍ په آب باریک کلي کې په پاخه او اساسي ډول د یوې لېسې، یو دارالعلوم او یو دارالحفاظ د جوړېدو چارې پیل کړي.
دغه راز د پوهنې وزارت د رهبرې هیت په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې، چې د کلیو او پراختیا وزارت په همغږۍ د بشري خدمتونو په موخه آب باریک ته د اړتیا پرمهال خپل کارکوونکي ولېږي.
د رهبري هیت د پرېکړې له مخې به یوه با صلاحیته کمېټه له سیمې لیدنه وکړي او د یو سیار ښوونځي د جوړېدو، د درسي موادو او ښوونکو د لېږلو زمینه به برابره کړي.
پرد�� سربېره په نورو ولایتونو کې د وروستیو سېلاونو د راوتلو له امله هم کاري کمېټه جوړه شوې او ژر به د معارف په برخه کې عاجل ښوونیز خدمتونه ورسوي.
د پوهنې وزارت رهبري او کارکوونکي یو ځل بیا ددې غم لړلې پېښې له امله له ټولو هېوادوالو سره غم شریکي ښيي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته سملاسي روغتیا او د شهیدانو پاتې کسانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *