پرون ناوخته ماښام مهال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د سنګره په کلي کې د ټاکنو یو کمپاینر او د حرکت انقلاب اسلامي غړی د وسلوالو لخوا ووژل شو.
وژل شوی ځوان احمدشعیب نومیده، د محمدامین زوی اوپه لغمان کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د شورا د غړي او مشهورجهادي قوماندان شمشادخان وراره او ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي کمپاین کوونکی و.
دولتي چارواکو هم د شعیب وژنه تاییدکړې، هغوی يې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې خوتر اوسه طالبانو او یا کومې بلې سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلی او نه يې چا مسؤولیت پرغاړه اخیستی دی.