تاند- ملګري ملتونه وايي چې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې مصیبت ځپلیو او بې ځایه شویو خلکو ته د مرستو رسولو کار له خنډ سره مخامخ دی ځکه چې د نورو سیمو خلک مصیبت ځپلې سیمې ته تللي او هغوی هم مرسته غواړي.
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په اب باریک کلي کې د جمعې په ورځ د غونډۍ د ښویېدو له کبله په سلګونو تنه تر خاورو لاندې شول.
ویل کېږي چې ښايي په دې پېښه کې شاوخوا ۵ سوه تنه مړه شوي او شاوخوا ۲ زره نور بې درکه وي.
ملګري ملتونه وايي، په اب باریک کلي کې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، ۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوي دي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر وویل:«اوس سیمې ته د رسېدو په لاره کې خنډ د خلکو د اړتیا په اړه د څېړنې او د مرستې د رسولو مخه نیسي.»
د دې ادارې په وینا د مرستندویو موسسو بله لویه ستونزه دا ده چې د هغو کسانو ترمنځ چې مصیبت ځپلي او زیانمن شوي او هغو کسانو چې له نورو کلیو څخه د وړیا مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي، توپیر کول ګرانه شوي دي.
مرستندویان وايي، د نړیوالو او کورنیو موسسو، ملګروملتو، بهرنیو حکومتونو او افغان سوداګرو په شمول د مرسته کوونکو لوی شمېر په مصیبت ځپلې سیمه کې راټول شوی دی.
پر خلکو، بې له دې چې ثابته کړای شي چې مصیبت ځپلي او زیانمن شوي دي او که له نورو سیمو څخه د مرستو لپاره راغلي دي، د خوراکي موادو، کمپلو، د پخلي وسایلو، بړستنو او نورو شیانو مرستې وېشل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مرستندویانو وویل، ګڼو خلکو، چې مصیبت ځپلي نه دي او له نورو سیمو څخه راغلي دي، د مرستو د وېشلو په لومړي پړاو کې مرستې واخیستې او له همدې کبله ډېرو نورو خلکو له شاوخوا کلیو څخه اب باریک ته مخه کړې ده.
د دوی په وینا دې کار نه یوازې مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو کار ورو کړی بلکې د مرستو د وېشلو په اندازه کې یې هم ستونزې پېښې کړي دي یعني ځینو کسانو ته زیات څه په لاس ورځي او ځینو ته لږ او دې مسلې مصیبت ځپلي په قار کړي او وضعیت یې نارامه کړی دی.
د سې شنبې په ورځ شخړه وشوه او افغان پولیس مجبوره شول چې د کلیوالو د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړي.
خلکو پر پولیسو او مرستندویانو هجوم وروړی وو او په زوره یې مرستې لاس ته راوړې.
د مهاجرت نړیواله اداره یا آی او ایم، چې مرکز یې په جینیوا کې دی، مجبوره شوه چې د ډزو او ناامنۍ له کبله موقتاً د مرستو وېش ودروي.
افغان چارواکي هڅه کوي چې د مرستو په وېشلو کې همږغي رامنځته کړي او مستحقو کسانو ته مرسته په لاس ورشي.
د افغانستان حکومت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر ویس برمک ته په مصیبت ځپلې سیمه کې د مرستو د تنظیمولو مسوولیت سپارلی دی.