یو وخت داسې و چې خلک دمذهب ، ملت او خاورې په نوم راپورته کیده او چې به چا غوښتل ځان دمشرۍ ځای ته ورسوي نالوستي اوله مسایلو ګوښه ولس ته به یې داسې ټکي تمبه کړه چې هغوئ به په کې نا نه کوله ملامته هم نه و، چې یو څوک درته وايي په مذهب دې برید شوی نو ته به نه احساساتي کیږې یا درته ووايي خاوره دې اشغال شوې نو وینه به دې نه تودیږي ، همداخبرې د ولس د قربانۍ پلمې وې ولس خپل ویاړونه وساتل خپله خاوره یې وګټله مذهب یې ملنډو ته پرینښوده خو هغه چې د دې هرڅه کریډیټ او امتیازته غله و له قربانۍ غاړې ته ګرځيدې هرخوا چې خوږه اوپسته وه دوئ په کې ډډه وهله لرې به نه ځو د شوروي پرخلاف دافغان مجاهیدینو کیسه به راتازه کړو د روسانو سره په جګړه کې تر ټولو ډیره قرباني هغوئ ورکړه چې اوس یې څوک نوم هم نه اخلي کشمیرخان لومړنی سړی و چې دکمونیستي رژیم سره سختې نښتې پیل کړې او په لومړي ځل یې کلاشینکوفونه دهغوئ له لاسو تاوو کړه ، شیخ جمیل الرحمن ددې مبارزې یو بل مخکښ سړی و خو کله چې له جهاده دویاړخبره کیږي نو دپنجشیر درې هغه لنډغر اوچورمار یې په ځان را اړوي چې هغوئ نه خو قرباني ورکړې او دا پسې هم ویل کیږي چې له روسانو سره پروتوکولونه هم درلوده دهمدغه کشمیرخان په وړاندې دنظار ډلګۍ دتالان غړو دټوپکو خولې ور واړولې خو هغه لا هم په خپله سیمه بې له دې چې دجهاد مزد دې واخلي اوسیږي هغه کسان چې دبدن خواږه غړي یې له لاسه ورکړي اوس په خپلې خوارۍ مزدورۍ لګیا دي خو د کورنیو جګړو پاټکیان اواوجرتي قاتلان ځانونه دجهاد ټیکه داران بولي .

دلته مې دجهاد دتاریخ پاڼه نه راتازه کوله داوسني سیاسي فاحش ناورین یاده مې کوله چې یوه ډله لچک مزاجه څیرې دخلکو دتیرایستنې لپاره دجهادسپیڅلې کلیمه رامخې ته کوي او ولس په ډیرې سپین سترګۍ وايي چې عبدالله عبدالله ته ځکه رایه ورکړئ چې جهاد یې کړی دا مې په ځینوشملورو پرګنو نه لوریده چې د دوئ له خولې دې داسې کیسې راووځي دکونړ په څیر دجهاد او مقاومت په نوم دقرباني سیمې هلته چې اوس هم دکرهالې دشهیدانو وینې لا وچې نه دي ددغه ولایت دپوهنتون ریس استاد میراحمدحامد چې ځان مجاهید بولي دمحمدیونس قانوني مخې ته په دومره جزباتو ګړیږي چې ته به وايي قانوني ددې هیواد دشهیدانو معنوي پلار او یا کوم روحاني مشر دی ورته وايي چې دکرزي فاسد رژیم غوندې باید زموږ دمجاهیدینو رژیم نه وي ډاکټرصیب عبدالله عبدالله باید سم نظام جوړ کړي دپوهنتون له ریس سره ملګري داسې مهال ددغه خاینې نظار ډلګۍ دستاینوډونډرې کوي چې له یوې خوا کرزی په واک کې دی او دوئ یې دیوه پښتون مشر په توګه توهینوي له بلې خوا دیوه علمي مرکز علمي غړي دکوم حق له مخې ددې جرات کوي چې په بدرنګو سیاسي لوبو کې دې ښکیل وي دهمدغه ریس اړونده محصلین به له دا ډول چاپیریاله علم زده کوي او که دکمونیستي رژیمونو غوندې دهورا نارې به زده کوي کرزی که هرڅومره ملت ته ملامته وي دا ډول خلک دې دنوي نسل داحساساتو دقربانۍ لپاره نه رامخې ته کوي او ژر ترژره دې ددې مسلې څیړنه وشي څوک ورسره و څه یي ویلي او په کوم حق ؟؟؟؟ دا خو دیوې علمي ادارې خبره وه دسرې میاشتې ، سرشمیرنې ،  ارزاقو او ځینو نورو دولتي ادارو مشران په کونړ کې په څرګنده دګوندۍ له مخې دملي یوالې پرخلاف کار کوي دغه خیرنې څیرې دې بربنډې شي په امنیتي سکتور کې دې هم چاڼ وشي چې خلک پرې دسیاسي عذاب لمن ته ونه غورځي دامنیتي سکتور ناغیړي هم ولیدل شوه چې په دې حساس پړاو کې یې درسنیو سره هم ګوتې ماتې کړې او په رڼا ورځې خبریالان دجنګیالیو په څیر ونیول او دزندان توروتمبو تر شا یې کړه له دې نورې هم بدترې شته خو په پای کې خپل هوښیار ولس ته وایم چې نه خو دجهاد ویاړ ګنده خیلو ته ورکړئ دسپيڅلي جهاد اصلي وارثین مالوم دي دجهاد قربانیان نه شي پټیدلی دبهرنیو جاسوسوشبکو دلالان مجاهیدین مه ګڼئ کنه خدای ج به درسره حساب وکړئ او پوښتنه به درنه وشي چې ولې مو خونکارو څیرو ته چې دخپلو شخصي موخو او دکفارو په امر یې ټوپک ته لاس کړی تاسې مجاهیدین بلل سل افرینه د مقدس جهاد په ریښتینو لارویانو سل رحمته په نوم ورکو شهیدانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *