نوي زېږېدلي ماشومان چې دې نړۍ ته راشي او سترګې وغړوي، نو له يوې بشپړې نا اشنا نړۍ سره مخامخ شي، د وخت په تېرېدو سره دا تازه ګلونه د ځان او د شیانو سره اشنا کېږي، بیا نو ښوونځي او د نورو هغو شیانو د پېژندولو هڅه کوي چې دوی ورسره مخ کېږی.

کله چې هم د ټال کلمه موږ د چا له خولې اورو، نو ارو مرو به زموږ په ذهن کې د ټال انځور جوړېږي او  هغه د کورنۍ ډېره نیازبینه لور یا زوی به  زموږ د ذهن په غزېدولو تارونو زنګېږي، چې په کور کې هر څه کوي؛ خو څوک ورته اف هم نه وايي.

ټال چې په پښتنې ټولنه کې ځانګړی نوم لري له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې زموږ په ټولنه کې رواج لري.

د ټال قدر د هغه چاسره وې، چې د هغه په زړه لا د ښارونو کرکجنو هواګانو منګولې نه وي ښخې کړې او لا هماغسې لکه د سپیڅلې ټوټې په شان نازکه او خوش طبعه وي نه یې د دې شرارتي نړۍ د شریرو سره لګي او نه یې د هغوی د ناسمو کړنو سره.

ټال د ښارونو په نسبت په کلیو او بانډو په دنګو او قوې مټ لرونکو ونو کې  ډېر اچول کېږي. په ښارونو کې په دومره توپیر چې یواځې د خوښۍ په ورځو لکه: ملي ورځو اواخترونو کې کوچنیان په ټالونو کې ځانږي، خو په کلیو او بانډو کې داسې نده دلته بیا هر کوچنې هر وخت له ټال خوند اخلي.

دټال جوړښت:

یوه قوې رسۍ چې د شکېدو امکان یې نه لیدل کېږي راخیستل کېږی په منځ دوه کېږي د رسۍ دواړه سرونه په کومه سیمه او بانډه کې چې داسې ونې وي چې منډان یې خنډونه وه نه لري او قوې وي، په هماغه ښاخ کې اچول کېږي.

کله چې د دې رسۍ سرونه منډه ته ور واچول شي، نو یو ول ( غوټه )  وراچول کېږي او د رسۍ دواړه سرونه لاندې راښکته کېږی او د کیناستو لپاره یو لرګی چې ټوټې ترې تاویږي او د رسۍ په لاندینې برخه کې په موازې ډول تړل کېږی.

او ریښتیا په یاد مو وي ټال په داسې سيمه کې اچول کېږي چې هلته نورې ونې او خنډونه نه وي، څو د ټال د تګ راتګ  په وخت خنډ ورته خنډ پیدا نه کړي یا د ټال زنګېدو مخه ونه نیسي.

د ټال اچولو وختونه:

په اخترونو کې د يو بل کور ته ورتلل، ميلې ځايونو کې، په پارکونو او د  سيل ځايونو سربيره د ګڼو ماشومانو ترڅنګ يو شمېر  تنکي ځوانان هم په ټالونو کي له زنګېدو خوند اخلي.

په هره سيمه، هره بانډه او هر سمسور ځای کې ټالونه وي؛ خو د خوښيو په ورځو کې بيا دا ټالونه بېل رنګ او بېل خوند پيدا کوي او بيا خصوصان د اختر په ورځو او شپو کې خو یې خوندونه ځښت زیات شي هغه داسې، چې هر کوچنی او هر تنکی ځوان په داسې خوښیوو بخښونکو شیبو کې غواړي په ټال کې له زنګلو ډېر خوند واخلي همدا ده چې د ټال د زنګونکو شمېره زیاتېږي او ټالونه له دوی نه اوزګارېږي.

د ښار ټالونه

په ښارونو کې چې اوس کوم ډول ټالونه دي ممکن ورته مصنوعي ټالونه ووایو؛ ځکه هغه خوند، چې په کلیوالي ټالونو کې وي بیا د ښار په اوسپنیزو او تنګو بېرنګي ټالونو کې نه محسوسېږي.

ټال په ټپو (لنډۍ) کې:

د ټال په اړه به مو ډېرې پخوانۍ ټپې اورېدلې وي. داسې ټپې چې په ویلو یې زړونو ته سکون حاصلیږي او په زړه کې شته کینې او بدبینۍ له منځه وړي.

یو دوه یې داسې چې:

اختره ستا له برکته
بوډا بوډۍ په ټال کې غبرک وزنګیدنه

بوډۍ له ټاله را خطا شوه
دسپین اوربل ګلان یې پاڼې پاڼې شونه

یاري دې نه ده دغم ټال دی

په چا زنګېږي په چا وشکېږي لړونه

د دې ټپو سربېره اوس شاعران هم په خپلو شعرونو کې خپلې معشوقې ته بلنه ورکوي، هغه داسې چې ورته وايي،  که د ژوند ستړیا مو لرې کول غواړئ؛  نو ورته د ټال د زنګېدو وړاندیز کوي او ځینې خو د ټال سره د کلیوالۍ ژوند یو بل انځور یانې ګورګورې یادوي، د یو شاعر شعر د پښتو تکړه او خوږ غږي هنرمند سردار یوسفزي په څومره خواږه غږ کې خپلې محبوبې ته د خپلې ریښتینولۍ او وفا  د ډاډ لپاره ویلی دی:

هم مې بېره ده ساتلې هم مې ټال دی

راشه ستا لیونی اوس هم په خپل حال دی

که مو لیدلي وي په کوچنیتوب کې هغه کوچنی ماشوم، چې له کومې همزولې نجلۍ سره چې ډېره ورته ګرانه وې نو د خپل زړه پاکه مینه په ټال کې په جوړه زنګېدو کې څرګندوي، نو ټال دې چې زړونه سره یو کوي او زموږ او ستاسې د راتلونکو هیلو لپاره زموږ په مخونو کې د ښېرازۍ تخم شیندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *