تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی کابل ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي.
جېمز دابینز د شنبې په ورځ د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی و چې په دغه ښار کې د طالبانو له استازو سره وویني.

څرګنده نه ده چې ده په قطر کې، چې طالبانو پکې تازه دفتر پرانستی دی، له طالب استازو سره خبرې کړي او که نه دي خو ویل شوي چې د وروستیو سیاسي پرمختیاوو په اړه نن په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره سلامشوره کوي.

دا هم ویل شوي چې واشنګټن په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ د لګولو پر سر د راولاړې شوې لانجې د پای ته رسولو هڅه پیل کړې ده او غواړي د افغانستان حکومت ته قناعت ورکړي چې د خبرو په بهیر ورګډ شي.

په ارګ کې سرچینو وویل چې ټاکل شوې ده ښاغلی ډابینز نن له حامد کرزي سره په همدې موضوع خبرې وکړي.

سره له دې چې د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ مسله د افغانستان له اعتراضه وروسته حل شوه خو کرزی لا هم نه دی حاضر شوی چې قطر ته پلاوی ولېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې له قطر او امریکا څخه یې د دې موضوع په اړه رسماً وضاحت غوښتی دی.

4 thoughts on “د امریکا خاص استازی له کرزي سره د مشورې لپاره کابل ته راغی”
  1. پرون خو د کرزي له قوله د ولسي جرګې د دیني او کلتوري چارو د کمیسیون مشرې، هیلې ارشاد ویلي و چې کرزی غواړي چې ډېر ژر به قطر ته یو پلاوی واستوي چې ددې په وینا د سولې د عالي شورا څینې غړي به هم پکې وي او دایې هم ویلي و چې ښايي دغه پلاوی همدا نن (پرون) قطر ته ولاړ شي، نو اوس تاسوو د تاند ملګرو دا خبره د کومې سرچینې په حواله کړې چې کرزی لا نه دی حاضر چې قطر ته پلاوی واستوي، که ستاسوو سرچینه هم باوري وي نو داسې ښکاري چې کرزي ډېر زړه نازړه دی، او غوڅه پرېکړه نه شي کولای چې څه وکړي.

  2. زماپہ فکرلکہ چی طالیبان وایی چی کرزی لاس پو سی دی. پہ رشتیالاس پو سی دی. زکہ چی پرون یی سہ ویل اووس چی دامریکاخاص استازی دپاکستان افغانستان لپارہ کابل تہ راغلی .گوروبہ چی کرزی کاکاسباسہ وایی.غالب گومان می دادی مذاکراتوبی پہ ڈیرہ بیڑہ غاڑہ کیگدی.ھغہ زکہ چی امریکایان دمجبوری لہ کومی غواڑی.چی سولحہ وکڑی. بلہ چارہ نلری دافغانانو لہ غمہ ندی مڑہ. امان اللہ(نشیب)

  3. زما په نظر کرزی نه بلکه طالبان د امریکا لاس پوسي دي ځکه چې د قطر دفتر یې یوه ښه بیلګه ده

  4. د کرزی صاحب څخه خوا مه بدوی څکه د ډیر نرم زړه لری او افغانی مافیه په لمن کی راګیر شوی دی او دغه غوسه د اوبو زګ وی زر ختمیږی خو د کرزی مافیه د داسی کسانو څخه جوړه ده چی څوک د اسلام سره څوک پښتو سره څوک د افغانی کلتور سره او څوک ملا او امام سره تل پاتی بدی او دښمنی لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *