تاند- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون نن د کاندیدانو، مدني ټولنې او رسنیو د استازو په مخکې وروستۍ علني غونډه وکړه.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د انتخاباتو په لړ کې پر شویو درغلیو او یا د درغلیو په باب پر شکایتونو د خپلو څېړنو نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لېږي څو نوموړی کمیسیون د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي پایلې راتلونکې اوونۍ اعلان کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني ویلي چې د ثور په ۲۴مه به وروستۍ پایلې اعلان کړي. او که د دوهم ځلي انتخاباتو اړتیا وه له اساسي قانون سره سم به د نهايي پایلو له اعلانېدو وروسته په دوو اوونیو کې دوهم پړاو انتخابات ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې دوهم ځلي انتخابات د جوزا په اوومه نېټه ترسره شي. په عین حال کې ویل کېږي چې ممکن دوهم ځلي انتخابات په ټاکلې نېټه ونه شي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولانو نن د شکایتونو د څېړلو په وروستۍ ورځ وویل چې اکثره شکایتونه عبدالله عبدالله پر خپل اصلي سیال اشرف غني احمدزي کړي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن /پنجشنبه/ د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري پر خپل سیال ۸۰ شکایتونه وڅېړل.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویندوی نادر محسني د نننیو شکایتونو د څېړلو په اړه وویل چې په دغو شکایتونو کې د رایپاڼو د جعلي توب، د اشرف غني په ګټه د رایو دوهم ځلي شمېرل او ځینې نور موارد شامل ول.
په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ځیني سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وايي چې تر ټولو زیاته درغلي د ښاغلي عبدالله ټیم کړې خو د ده سیالانو د ښاغلي عبدالله درغلۍ په اکثرو مواردو کې مستند کړي نه دي.