ټول حواس مې په کړکۍ کې را ایسار دي

عاطفه مې سمپولې ده له ځانه

ټولې چیغي مې لمن کې کړې راټولې

حافظې نه مې ایستلی یې جانانه

***********

اوس اوبه له تورې تیږې نه ایستی شم

کاینات مې د بڼو لاندې راشنه دي

یو څو توري مې تندي باندې نڅیږي

خو پوهیږم نه چې دا کرښې د څه دي؟

**********

په دعا مې عقیده د زړګي نشته

له پانزیب سره نڅا مې عبادت دی

اوس منم چې د سپوږمۍ همزولې خور یم

لوړه نه یم دا لوړتیا خو مې عادت دی

*********

زنده ګي ته ور په څنګ شومه لالیه

ساه مې نه رغړي په سترګو کې بندي ده

چې له لپو مې دنیا وښویدله

وایه کومه زنده ګي مې ابدي ده؟

**********

تاته زده وه رسامي د غږیدلو

خو ماځانته لا مویک موندلی نه دی

خو پام بیا چې مې له سترګو لاندې نه کړې

ګوره دا وار مې زړه ګی راوړی نه دی

**********

بې له تا مې زنده ګي کول زده کړي

د دې پورې غره ډبره مې ملګرې

اوس خورا منطق په هر څه کې پالمه

عاطفه مې ده له سترګو راشکولې

پای

ځواب دلته پرېږدئ