تاند- په غزني ولایت کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد په عملیاتو کې تر ۲۰۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.
د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايی، له یوې اوونۍ راهیسي چې دولتي ځواکونو عملیات پیل کړي، دوی له خپلو کورونو نه شي وتلی او وسله وال طالبان د دوی له کورونو او باغونو څخه د دولتي ځواکونو پرضد د مورچو په توګه کار اخلي.
په همدې حال کې د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې امنیتي ځواکونه له ګیلان څخه د طالبانو په ایستلو کې پاتې راغلي او اوس د سیمې پر اوسېدونکو فشار راوړي.
امنیتي ځواکونه وايي چې د عملیاتو په یوه اوونۍ کې یې ۱۱۱ وسله وال طالبان وژلي او ۹۳ تنه نور ټپیان کړي دي.
دواړه خواوې پر یو بل تور پوري کوي چې د خلکو د ځورولو سبب کېږي.
د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي:« د باغونو له لپاره يو لېټر تېل په يو سلو شل پاکستانۍ روپۍ اخلو، باغونه او فصلونه مو له تندي وچېږي. د ټول کال د اولاد نفقه مو له ګوتو وځي، شپږ کوره پرې شريکان يو. له سهاره تر ماښام په زېرخانو کې کښته شوي يو، مالونه، خپلوان او هلکان مو ورک دي. نه طالب راباندې رحم کوي نه د دولت راباندې زړه سوځي»
امنیتي ځواکونو په ځلونو له تلفاتو وروسته ولسوالۍ نیولي خو کله چې یې عملیات پای ته رسولي او بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شوي، طالبان بېرته هماغه سیمې ته ګرځېدلي دي.
د خلکو په وینا یوازې هغو سیمو ته طالبان بېرته نه شي ورتلای چې سیمه ییز پولیس پکې ایجاد شوي دي.
په خوب ویبده چارواکو،دمدنی ټولنوفعالانو،ژورنالیستانو او ویښو ځلمیانو
څه شو هغه احساس مو چی هر وخت به مو غور غوری وهلی. چی کله به هم په ولس باندی ډیره وړوکې پیښه وشوه.تاسو به دمرستو ناری سوری وهلی.نن چی دګیلان ولسوالی په کړیدلی ولس ماتم ده.د هوانونو تر برید لاند دی.دکورونو پرښودلوته اړ دی.ځینی یی لا د
وتلو توان هم نه لری چی په جګړه کی را ښکیل دی.دهغو معصومو ماشومانو څیری مو ولی هیری کړی دی؟
.ولی مو له خپل وجدان سره قضاوت نکوی؟
ولی دا غږ تر مسولو چارواکو نه رسوی؟ ولی دبشر دحقوقو پښتنه نه کوی؟
ولی د اور بند غږ نکوی؟ محلی چارواکی خو احساس د مسولیت نکوی.