د اتصالاتو شپږیزې شل اوریزې سیالۍ څلورمه ورځ د بندامیر بازانو په بریا او د بست ساتونکو په ماتې سره پیل شوه. ددغه په زړه پورې لوبې پچه د بندامیر بازانو لوبډلې کپتان نبي عیسی خیل وګټله او په خپله یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د بست لوبډلې له ورکړل شوې موکې څخه په بشپړ ډول ګټه پورته نه کړای شوه او په ټولو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې شهزاد محمدي ۴۳، مجتبی ۲۳ او اصغر ستانکزي ۲۳ منډې جوړې کړې.

د بندامیر بازانو چې په خپله یې توپ اچونه غوره کړې وه، د معمول په څیر ښه وځلیدل چې کپتان نبي عیسی خیل د سیالې لوبډلې دوه او حمزه هوتک او نصرت یو یو لوبغاړي وسوځول.

د توپوهنې په برخه کې د بندامیر بازانو د لوبې تر وروستۍ شیبې له پوره زغم څخه کار واخیست او ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ. د بندامیر بازانو له ډلې امان ۳۲، حشمت الله شهیدي ۲۴ او محب الله اوریاخیل ۱۹ منډې جوړې کړې. له بله پلوه د توپ اچونې په برخه کې د بست ساتونکو له لوري سید شیرزاد ۲، یامین احمدزي ۱ او نسیم بړیڅ هم یو لوبغاړی وسوځاوه.
2
د لوبې غوره لوبغاړی د بندامیر بازانو لوبډلې څخه امان وو چې د حاجي کبیر خان، د ملي لوبډلې مشر روزونکي له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي چې د مس عینک اتلانو او آمو نهنګانو ترمنځ وه، د مس عینک اتلانو په بریا سره پای ته ورسیده. د لوبې پچه د مس عینک اتلانو کپتان نوروز منګل وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه. د مس عینک اتلانو لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف کیښود چې له ډلې یې کپتان نوروز منګل ۶۴ او فضل ځاځي ۷۴ بریالۍ منډې وکړې.

د آمو نهنګانو لوبډلې له لوري عزت الله دولتزي د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د آمو نهنګانو د توپوهنې په برخه کې پوره زیار وکیښ او په ټولو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې او سیالي یې د مس عینک اتلانو په ګټه پای ته ورسوله.

د مس عینک له لوري رحمت شاه ۴ او ضیاءالرحمن ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی فضل ځاځی ونومول شو چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد د لوبو بهیر بریالی بولي او وایي چې، “موږ د هرې ورځې په تیریدو سره د نویو لوبغاړو په تخنیکي او تکتیکي وړتیاو کې بدلون وینو چې له بنسټیزو لاملونو څخه یو یې ددوی په خپلو لوبډلو کې د ملي لوبغاړو شتون او له ننګونکو حالتونو سره مخ کیدل دي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *