تاند- د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ترکمنستان د افغانستان خاورې ته۵۰ کیلومتره مخکې راغلی او پوله یې د افغانستان په داخل کې جوړه کړې ده.
د بادغیس والي احمد الله علیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ترکمنستان سرحدي ځواکونه د افغانستان خاورې ته رامخکې شوي دي خو ده ونه ویل چې ترکمن پوله ساتي څومره د افغانستان لور ته رامخکې شوي دي.
علیزي وویل چې د دې موضوع په اړه یې د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی دی چې د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزارت سره خبرې وکړي.
په تېرو ۱۲ کلونو کې ایران او پاکستان هم خپلې پوستې د افغانستان لور ته رامخکې کړي دي.
پاکستان د ډیورنډ کرښې په ګڼو برخو کې، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې ډیورنډ کرښه سمه نه ده په نښه شوې، خپلې پوستې د افغانستان لور ته راوړاندې کړي دي.
همداراز راپورونه وايي چې تاجکستان او ترکمنستان هر کال د افغانستان لور ته د امودریا د اوبو د بهیر له راماتېدو سره پوله د افغانستان لور ته رامخکې کوي.
خو غورماچ ولسوالي، چې موقتاً له فاریاب ولایت سره تړل شوې ده، له ترکمنستان سره په وچه کې پوله لري.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې نه یې فاریاب خپله بولي او نه بادغیس.
د دوی په وینا ترکمن پوله ساتو نه یوازې پوله د افغانستان خاورې ته پنځوس کیلومتره رامخکې کړې ده بلکې له افغان شپنو څخه څاروي په زوره وړي. (نور تفصیل ولولئ)
ددولت چارواکو خدای مو وشرموه ومو شرمولو
مجاهدین چیرته دی؟ !