په افغانستان کې د نشه يي توکو تجارت تر کر کیلې څو برابره زیات شوی، د نشه یي توکو بازارونه او تولیدي کارخونې د افغانستان په هغو سیمو کې د پخوا په نسبت څو چنده زیاتې دي، چې د مافیا له خوا استخدام شوې ترهګرې ډلې پکې فعالیت کوي.

محور ورځپاڼې د محلي‌ خبریالانو په وسیله د ترسره شوي یو تحقیق په پایله کې موندلې، چې د هلمند بهرامچه، ګندوم رېز، د نيمروز او هلمند ترمنځ پرته لنډۍ پلالکه چاربولکه سیمه، د کندهار بند تيمور، د پنجوايي او رېګستان ولسواليو ترمنځ دواب سيمه، د فراه بالابولک، د غزني اجرستان، د تخار درقد او خواجه بهاوالدين، د بدخشان وردوج او بهارک، د ننګرهار د حيدر خېلو شډل بازار هغه ستر مارکېټونه دي، چې د نشه يي توکو او وسلو سلګونه هټۍ او کورنۍ تولیدي خونې پکې فعالیت کوي او د پخوا په نسبت یې تعداد زیات شوی دی.

د نشه يي توکو تر ګردو ستر بازار د هلمند ولايت د ديشو ولسوالۍ د بهرامچې سيمه ده، چې دې ځای ته ان د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه نشه يي توکي راوړل کېږي او بهر ته هم ورڅخه د نشه یي توکو قاچاق دوام لري.

ځايي خبريالان وايي، د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ د ګندم رېز سيمه هم د نشه يي توکو يو بازارګی لري، چې په پراخه کچه نشه يي توکي پکې پلورل کېږي.

د ولسي جرګې د غړي عبدالودود پوپل په خبره، د هلمند او نيمروز ولايتونو تر منځ پرته لنډۍ پلالکه چاربولکه هغه سيمه ده، چې د نشه يي توکو بې شمېره هټۍ او لابراتوارونه پکې فعال دي.

د نوموړي په وینا، داچې دغه سیمه له ایران سره سرحد لري، نو نشه یي توکي ترې هغه هېواد ته قاچاق کېږي: ((ددې سيمې خلک بلوڅان دي او همدا يې ورځنی کاروبار دی، ان د ظاهرشاه د واکمنۍ له وخته په دې سيمه کې د نشه يي توکو کاروبار روان دی.))

په کندهار کې ځايي خلک وايي، په ياد ولايت کې د نشه يي توکو په ځانګړي ډول د تارياکو د پلور تر ټولو ستر مرکز د ميوند ولسوالۍ بند تيمور دى، چې پکې د چرسو او هيروينو فابرېکې هم فعالې دي، د کندهار د ولسواليو ترڅنګ د هلمند له نېږدې ولسواليو نه هم ورته پرېمانه نشه يي توکي او وسلې راوړل کېږي.

ځايي خبريال صديق الله افغان وايي، دولت په تېرو ١٣ کلونو کې ونتوانېد، چې دغه سيمې د قاچاقبرو له منګولو وژغوري: ((قاچاقبر سيار ټيمونه لري او په کليو ګرځي له خلکو نشه يي توکي اخلي.))

د پنجوايي او رېګستان ولسواليو ترمنځ د دواب په نوم بله سيمه هم په کندهار کې د نشه يي توکو د پلور دويم مرکز بلل کېږي، دلته هم په پرېمانه کچه د نشه يي توکو د پېر او پلور هټۍ موجودې دي او ترڅنګ يې په خواشاه کليو او دښتو کې د پروسس لابراتوارونه هم فعال دي.

ځايي خلک وايي، د طالبانو له واکمنۍ راهيسې بند تيمور او دواب سيمې مشهورې او د نشه يي توکو د کاروبار مرکزونه دي. د دوی په وينا، د ټول کندهار تارياک دغو سيمو ته ورځي او بيا له دې ځای نه د هلمند د نشه يي توکو د پېر او پلور نامتو بازار بهرامچې ته وړل کېږي، خو يو شمېر قاچاقبران يې بيا په مستقيمه توګه ايران ته وباسي.

ځايي خبريالان وايي، ددې ترڅنګ چې د کندهار په ځينو سيمو کې امنيت ښه شوى، خو په دغو سيمو کې پراخه ناامنيده.

فراه هم يو له هغو ولايتونو بلل کېږي، چې د نشه يي توکو د کښت او کاروبار لپاره يې په ناامنه ولسواليو کې ښه زمينه برابره ده.

د ولسي جرګې غړې حميرا ايوبي وايي، بکواه، خاک سفېد او ګلستان هغه نا ارامه ولسوالۍ دي، چې د کوکنارو د کښت ترڅنګ د دې توکو د پروسس، پېر او پلور کاروبار هم پکې له پخوا پراخ شوی دی.

دا زياتوي، په يادو ولسواليو کې د نشه يي توکو د کاروبار ګڼ واړه بازارګي شته، چې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي: ((له دغو ولسواليو نه نشه يي توکي يا ايران ته وړل کېږي او يا هم د هلمند بهرامچې ته، خو يوه کمه اندازه د فراه مرکز ته لېږدول کېږي، چې هورې يو شمېر واړه کاروباريان فعاليت کوي.))

د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو لابراتوارونه او د پروسس مرکزونه شته او په ياده ولسوالۍ کې په کمه اندازه د کاروبار زمينه برابره ده، له دغې ولسوالۍ څخه نشه یي توکي يا بهرامچې ته وړل کېږي او يا هم پاکستان ته انتقاليږي، خو د راټولولو يو مرکز بلل کېږي.

د نشه يي توکو د کاروبار او پروسس سيمې تر ډېره سرحدي هغه دي، چې ددې پدیدې ښکار دي: ((بدخشان، تخار، هلمند، نيمروز، روزګان، فراه او ننګرهار ولايتونه يې په لوړه کټه ګورۍ کې حسابیږي.))

په بدخشان کې يو ځايي قومي مشر د ياد ولايت بهارک ولسوالي، د هلمند له بهرامچې سره ورته بولي او وايي، دا سيمې درې ضلعي بڼه لري، د ګردي جنګل  له لارې له پاکستان سره او د کيستان له لارې له ايران سره، همدا ډول له تاجکستان او چين سره پولې لري او  د نشه یي توکو راکړه ورکړه پکې کېږي.

دغه قومي مشر چې د خپل نوم له اخستو ډډه کوي وايي، د بدخشان وردوج ولسوالي د نشه یي توکو د کاروباریانو ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شوې ده.

دده په وینا، د نشه یي توکو پرسر ډېری وخت پدې سیمه کې نښتې کېږي: ((د دغو سیمو په نا امنۍ کې د قاچاقچیانو او مافیایي کړیو لاس دی او د طالب په نوم ډلې یې جوړې کړې دي.))

د تخار ولايت اوسېدونکی نقيب الله الیاس وايي، د ياد ولايت درقد او خواجه بهاوالدين هغه ولسوالۍ دي، چې د نشه يي توکو کاروبار پکې په حيرانوونکو ډول د پراخېدو په حال کې دی: ((ددې ترڅنګ چې يادې ولسوالي د دولت په کنټورل کې ده، خو له ډېره وخته وسله وال ترې نشه يي توکي تاجکستان ته اړوي. د امو سېند له لارې، د موټرو د ټوپونو په وسيله ځوانان په ځانونو پورې نشه يي توکي تړي او د لامبو په وسيله په امو سېند تېريږي. دوی له ځانونو سره وسلې هم لېږدوي، چې کله له افغان او يا هم تاجک پوځي ګزمو سره مخ شي، نو بيا ورسره نښتې کوي، بې شمېره ځوانان يا ډوبيږي او يا هم د پوځونو په مقابلو ډزو کې وژل کېږي.))

د ننګرهار شينواري، شېرزاد، حصارک، پچير اګام، مومند دره، لال پوره، اچین او ځينې نورې سرحدي سيمې او ولسوالۍ د هیرویینو لابراتورونه لري، خو د سپين غر ولسوالۍ په حيدرخېلو شډل کوز بازار کې د نشه يي توکو او وسلو ۶۰ هټۍ فعالې دي.

دا تحقیق ښیي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د نشه یي توکو واړه کاروبارونه پراخ شوي او څو چندو ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *