اباسین جکړ-

ډاکټر صیب اشرف غني احمدزې چې یوه ملې او پيژندل شوي څیره ده د ولسمشر کرزي د واکه وروسته د دوهم ولسمشر یواځنئ وړ کس دي.

ښاغلې ډاکټر صیب چې په افغانستان کې د یواځنې ملي پروسئ چې د هیواد په ګوډ، ګوډ کې بې وزلو او مالدارو یو شان ګټه پورته کړه طراح او لارښود وو. د ملي پیوستون برنامي ولس ته ډاډ ورکړه چې د دولت په نوم کومه اداره شته چې د ملت غمخوره ده.

دا ستره بريأ د ډاکټر صیب اشرف غني د ملت سره د خواخوږئ او وړتیأ تر ټولو غوره بیلګه ده چې د اروښاد ولسمشر داود خان د واکمنې نه را پدې پلوه ندې لیدل شوي.

که هر څومره د ډاکټر صیب په علمې کړنو وغږیږؤ نو غږیدلئ شو، چې د هغه په مسلکې کړنؤ کیدالې شې پاڼې او مخونه ډک شي.

لکه څنګه چې د ټاکنو وخت دي او ملت ډاکټر صیب ته د لوې زمه دارې پنډ پر اوږه اچولو لپاره ټاکلئ نو ښه به دا وي چې د ډاکټر صیب د دي لوې پيټې د اوچتولو د توان په هکله وغږیږؤ.

د یو ولسمشر ځانګړتیاوي:

ولسمشرې چې د هیواد په کچه تر ټولو ستره دنده ده باید د ډیرو څیړونو او دقت وروسته غوره شي، ځکه همدا ولسمشر د هیواد د ملیونونو وګړو د ژوندون د آرامتیأ او یا هم د آوارګې باعث کیدلئ شې. د دي لپاره د ولسمشر په ټاکلو کې باید لاندینې ځانګړتیاوي په پام کې ونیسؤ.

یو ولسمشر باید، ښه رهبر، مدیر، عالم، پوه، متدینه، قاطع، لیکوال، ویاند، حاضر ګویه، د ښه استدلال خاوند، زړسوانده، ښه استاد، دملت له حاله خبر، د ملت له درده خبر، ښه اقتصاد پوه، ښه اخلاقو خاوند او د ښه شهرت خاوند د کور، کلې، والسوالې، ولایت، هیواد، ګاوڼد او په نړیواله کچه وي. تر ټولو ضروره خبره دا ده چې د ولسمشر لاسونه په وینو نه وي ککړ او د اختلاص او یا بډؤ اخیستلو تور پرې نه وي.

پورتنې ځانګړتیاؤ ته په کتنې سره که ډاکټر صیب غني چې ځنې وطنوال د مینې نه ورته د غني بابا غږ هم کوي د هغه د سیال عبدالله عبدالله سره د انصاف په ریښتنې تله پرته له کوم تبعیضه وتلؤ، نو د ډاکټر په وجود کې پورتنې ټول جوهر شته او د غښتلې ملي برنامو په لرلو سره چې له ګتو به ئې د هیواد په ګوډ ګوډ کې ټول ملت برخمن شې، برلاسې دي.

لکه څنګه چې نن او سبأ یو پر مختللې هیواد تر شأ تل یو ښه سیاست پوه او اقتصاد پوه لاس وي، نو د ډاکټر اشرف غني د بريأ سره به زمونږ د ګران هیواد دا تشه هم ډکه شي.

د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو په درشل کې په درجنونو نوماندان وو، چې ځنو د نوماندانو نوملیکنې د پړاونو په ترڅ کې قانونې مراحل پوره نشو کړې او کومو چې د ټاکنو د نوملیکنې مراحل تر سره کړل د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته ئې ودانګل.

له اوله ورځه د هیواد هر وګړې د ډاکټر صیب اشرف غني بریأ یو ملي خوځښت وباله او د ټاکنو د مخه ارزونو نه داسې بریښیده چې په لومړې پړأو کې به ډاکټر صیب د پورتنې ځانګړتیاؤ په لرلو سره زموږ راتلونکې ولسمشر وي.

د ټاکنو قسمې پایلؤ دا ارزونې غلطې ثابتې کړې او دا چې ولې غلطې وي د ډاکټر صیب د رائېو ویش او درغلې ئې ښه ځواب دي.

اوسمهال چې د ډاکټر صیب د بريأ پر مخ شته ننګونئ لرئ شوي او د خپل اصلې سیال سره به دوهم پړأو ټاکنو لپاره میدان ته رادانګې، نو د تیر ځل په پرتله دا زمونږه وجیبه ده چې د یو سر لوړې افغانستان پر وړاندې د هر ورځنې کار او بار ترڅنګ د ډاکټر صیب اشرف غني د وړتيأؤ نه د خلک خبر کړؤ.

موږ باید د ډاکټر صیب اشرف غني بريأ یوه ملي برنامه وګڼو او د افغانستان د آمن او پیاوړتیا لپاره یواځنې وروستې چانس په ګڼلو سره، سر له اوسه د خپلو دیرؤ، حجرو، د کار ځایونو، کوځو، خپلو، خپلوانو، او هر ځاې کې د ډاکټر صیب اشرف غني د بريأ لپاره خپل لوستې او نا لوستې خویندې او ورونه د ډاکټر صیب اشرف غني په پیټې کې رایو اچولو ته وهځوو.

——————————

د لیکوالو نظر د تاند د دریځ ښکارندونيي نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *