له څو ورځو راهیسې په رسنیو، دفتر او محفلونو کې د طالبانو د دفتر په اړه چې اوس اوس په قطر کې پرانیستل شوی، ګڼ خبرونه، تبصرې او اوازې اورم. ځينې خبرې زړه بوږنوونکي دي، له ځينو بیا هم د وینو بوی راځي او ځینې بیا افغانانو ته له ځانه سره خوشحالوونکي نښې نښانې لري. هلته په قطر کې او دلته په افغانستان کې چې د طالبانو د بیرغ او ددوی د تحریک [اسلامي امارت] د لوحې په اړه هرڅه تېرېږي پر هغو مې دومره چرت نه دی خراب خو هغه پروپيګنډا چې یو شمېر سیاسي ډلې یې دلته په افغانستان کې کوي خواشینوونکې ده. تر ټولو لومړی خو یو شمېر هغو کسانو سره چې د سولې په راتګ کې خپلو ناروا ګټو او د واک انحصار ته زیان ویني یوه اندېښنه پيدا شوې او دوی غواړي دا اندېښنه د افغانستان د وېشلو او تجزیې په بیه ختمه کړي، دوی دا تبلیغات هم کوي چې قطر ته تللي طالبان اصلي طالبان (هغه چې په جګړه کې فعاله دي) نه دي، دوی یوازې هغه کسان دي چې د پاکستان په خوښه ټاکل شوي. بله ډله بیا چې تقریباً دولتي اړخ کې واقع دي دطالبانو چې زیاتره یې پښتانه دي پخلاینه د خپلو څوکیو له لاسه ورکولو په بیه ګڼي او درېیمه ډله چې عام خلک دي که څه هم د سولې راتګ ته په زړه کې ګوړې ماتوي خو پر روانې پروسې یې باور نه شته، ځکه دوی د خپلو دودیزو تجربو له مخې فکر کوي چې سوله د دوو متخاصمو ډلو ترمنځ پرته له کوم درېیمګړي هېڅکله هم نه شي راتللی.

د خوښۍ خبره خو داده چې لږ تر لږه اوسمهال طالبانو سره د خبرو کولو یو ادرس پيدا شو، دفتر یې وموند، له دولت او امریکې سره یې د خبرو له لارې چنې وهل پيل کړل او د رسمي خبرو تر پيل دمخه یې ځينې مثبتې څرګندونې وکړې، چې په زړونو کې یو څه هیلې زېږولی شي، خو د افغانستان د سیاسي کړکیچ له څارونکو سره لا هم دا اندېښنه شته چې د سولې او یا خبرو اترو دیوه مهم عنصر یانې درېیمګړي په نه شتون کې به دا خبرې تر کومه حده کامیابه وي، او که خدای (ج) مه کړه پر یو او بل د بې باورې او د یوه او بل د نه درک کولو له امله خبرې اترې ناکامه شي نو بیا؟

لکه څنګه چې د تېرو کلونو تجربو ښودلې امریکا، د سولې عالي شورا او طالبان درې واړه یو پر بل باور نه لري. د سولې د عالي شورا په اړه خو ان د عامو افغانانو نظر دادی چې دا یوه پروژه ده چې ولسمشر یو شمېر زورواکه او جنګسالاران چې په بل قالب کې یې نه شول ځایولی د سولې پروسې ته راوستي او تر دې چتر لاندې یې اقتصادي اړتیاوې او سیاسي غوښتنې خړوبوي. ددوی په اړه بل نظر دا هم دی چې زیاتره یې هغه کسان دي چې له طالبانو سره څو کاله جنګېدلي او دجګړې هغه ترخې خاطرې یې لا هم په زړه دي او له یو او بل نه کرکه لري. د لته به دبېلګې په توګه د خپل یوه ملګري چې د سولې په عالي شورا کې کار کوي تکیه کلام وړاندې کړم. زموږ یو ملګری د سولي عالي شوار کې کار کوي. هغه ته چې څوک هم ټیلفون کوي لومړی ځواب یې دا وي چې زه د سولې په شورا کې کار کوم خو ګوری زه همدا اوس وایم چې ددې شورا په شتون کې سوله نه راځي. په هر صورت؛ دا هغه تاثرات دي چې افغانان ان هغه کسان چې په همدې شورا کې دننه کار کوي د سولې له شورا نه یې لري.

بله خوا طالبان او امریکا هم دواړه د جنګ لوري دي، طالبان خو لا ان د پاکستان د ګټو په خوندي کولو هم تورن دي او یو شمېر افغانان فکر کوي چې دوی به د سولې په خبرو اترو کې هم کېدای شي داسې خبرې مطرح کړي چې د ګاونډیو د ګټو تله په کې درنه وي. اوس خبره داده، سره له دې دومره اندېښنو چې د سولې په پروسه کې شته ایا ممکنه ده چې د ناپېیلو افغانانو، متنفذینو او هېواد دوسته خلکو دیوه ګروپ په نه شتون او د ملګرو ملتونو په نشتوالي کې دې تلپاتې سوله رامنځته شي. زه په خپله د طالبانو له دې څرګندونو سره مخالف یم چې وایي مستقیماً له امریکې سره خبرې کوي او له افغان حکومت سره یې نه کوي. اوسمهال په افغانستان کې یو دولتي نظام واکمن دی، ددغسې یو نظام له نظره غورځول نه منطقي کار دی او نه عملي. دغسې خبرې یوازې جګړه اوږدوی شي او بس. له بلې خوا د افغانستان دولت هم له یو شمېر تبلیغاتي او رسنیزو استدلالونو پرته کوم نوښت نه دی کړی. په دغسې یو حساس وخت کې باید له سیاسي تدبیر نه کار واخیستل شي، ځکه موږ وینو تراوسه د طالبانو سره د مذکراتو لپاره د متحده ایالاتو د واضح او روښانه موقف او تعهد څرک لا نه ښکاري، چې دغه کار ان خلک په دې هم شکمن کړي چې دا څو کاله جنګ د امریکایانو په کنټرول کې و، اوس یوازې هغه کېږي چې امریکا یې غواړي. همدا راز د سولي عالي شورا چې تقریباً دولتي ده هم کومه ځانګړې طرح د سولې او خبرو اترو لپاره نه لري، یوازې هماغه تکراري خبرې دي چې دا څو کاله یې په رسنیو کې د اساسي قانون دمنلو او له ورانکاریو نه د لاس اخیستلو په برخه کې اورو.

د افغانستان د دولت، طالبانو او امریکې ګټه به اوس مهال په دې کې وي چې یو شمېر هغه مخور افغانان هم په پروسه کې راګډ کړي چې سیاسي بصیرت لري او د افغانستان حالات یې دا څو کاله له نږدې نه څارلی، هغه کسان چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، په خیانت، د ځمکو په غصب او نورو قومي تعصبونو نه دي متهم، پر دوی اعتماد کول او دوی ته فعال رول ورکول به یو نوښت وي. خو دیوه لیکوال ملګري خبره دا باید ولیدل شي چې درېیمګړې ډله کې داسې کسان غوره شي چې د کلیوالو جرګه مارو په څېر د مچلغې اخیستلو شوقیان نه وي، هغسې مخور هم نه وي چې یوازې په لویو جرګو کې یوه پښه په بله اړوي خوبونه وهي اوبس، دوی باید د سیمې په نزاکتونو خبر وي، د امریکې، طالبانو او د افغانستان دولت په روا غوښتنو او شرایطو یې سر خلاص وي، په ټولو لوریو منلی وي او داسې یوه طرحه وړاندې کړي چې هم خبرې کامیابه کړي او هم د افغانستان بحران ته افغاني حل لارې پيدا کړي.
د درېیمګړې ډلې ګټې:

– څو کلنو جګړو وښودله چې د افغانستان قضیه په زور نه حل کېږي، وینه په وینه نه پاکېږي او په چنو وهلو دغه کشاله ممکنه ده د ناکامۍ پر لور لاړه شي، د درېیمې ډلې دنده به دا وي چې رښتینو خبرو ته لاره اواره کړي او د افغانستان د قضیې ټولې لوري دې ته حاضر کړي چې نور نو په اخلاص او رښتینولۍ سره یوه تلپاتې سولې ته کار وکړي.

– لږ تر لږه به د هغو شومو اهدافو مخه ونیسي چې د افغانستان د تجزیې بوی ترې پورته کېږي.

– د هغو مضرو عناصرو مخه به ونیسي چې د افغانستان د شخړي په هواري کې خپل شخصي ابعاد په نظر کې نیسي
.
– دوی به سولې ته په عمل کې کار وکړي او پرې به نه ږدي چې یوازې د شعار او تبلیغاتو بڼه خپله کړي.
– لکه څنګه چې لیدل شوې، تر اوسه د سولې بېلابېلې مانورې ترسره شوي چې د سولې واقعي حل یې ځنډنی کړی، د مخورو او خپلواکو افغانانو دا ډله به د سولې له نامه نه د شخصي تجارت مخه ونیسي او لږ تر لږه به افغانانو ته وښیي چې کوم لوري د سولې پروسې ته ژمن نه دی.

وړاندیز: دا واضحه خبره ده چې په افغانستان کې قحط الرجال نه دی، موږ یو شمېر داسې څېرې لرو چې په دا تېرو څو کلونو کې یې یوازې ملي ګټو او د خلکو هوساینې لپاره کار کړی، دوی د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په غوښتنو او سیاسي هلو ځلو خبر دي او تر څنګ یې له نړیوالو سره هم پر متقابل احترام ولاړ اړیکې لري که د افغانستان دولت، امریکا او طالبان په رښتیا هم د سولې خبرو اترو ته رښتیني وي نو د رسمي اجنډا تر پیل دمخه دې دوی هم په خبرو کې ګډ کړي او د درېیمګړي په توګه دې اختیار ورکړي. ددغو مخورو او سیاسي مشرانو له جملې څخه یو هم ډاکټر فاروق اعظم دی چې څه موده دمخه یې ما د سولې طرحه لوستې وه او د افغانستان د قضیې د حل په اړه یې داسې وړاندیزونه درلودل چې ټولو ښکېلو خواو ته په ګټه وو. لازمه نه ده پر دې ټینګار وشي چې هماغه طرحه دې د خبرو اترو لپاره وړاندې شي، کېدای شي ددوی په ګډون سره په طرحه کې بدلون راشي خو دا خبره یقیني ده چې د ډاکټر فاروق اعظم، اشرف غني احمدزي او یو شمېر نورو پوهانو او سیاسي څېرو په شتون کې به داسې یوه حل لاره راووځي چې د ټولو خواو نسبي ګټې او غوښتنې په تضمین کړي. زما د معلوماتو له مخې اوسمهال ډاکټر فاروق اعظم په کابل کې د افغانستان د سوله ایز بدلون په نامه یوه ټولنه هم جوړه کړې ده چې ګڼ مخور او ناپېیلي افغانان په کې راټول شوي، وخت ناوخته له ولسي خلکو، چارواکو، بهرنیو سیاستوالو او استازیو او قومي مشرانو سره غونډې او بحثونه لري، ښه به وي ددوی له تجربو او مثبت نفوذ نه چې پر دولتي چارواکو او طالبانو یې لري مثبته ګټه واخیستل شي او یو مثبت سیاسي حل راوویستل شي.

افغانان پر ډاکټر صیب فاروق اعظم د یو مسلمان افغان مصلح په توګه دا باور لري چې دی د ځينو نورو سیاسي مشرانو په څېر دمچلغې او سیاسي ګټې اخیستلو په لټه کې نه دی، ځکه د عمر له لحاظه په داسې یوه مرحله کې دی چې د افغانانو له سوکالۍ پرته بله هیله نه لري، پر همدې دلیل که ده ته د سولې په خبرو کې واک ورکړل شي نو امکان لري دداسې یوې منځګړې ډلې په جوړولو بریالی شي چې ناپېیلي وړاندیزونه او طرحې به یې افغان دولت، امریکا او طالبانو ته د منلو وړ وي.

2 thoughts on “د سولې په خبرو کې درېیمګړی څوک دی؟ عزت الله شمسزی”
  1. د مظلوم افغان د دې لسو کلنو د وينو تويولو ديت به څوک ورکړي؟
    او هم څوک به دالله په دربار کی ځواب ويونکی وي؟
    ۱ـ اوسني اشغالګر یهود: هغوی څوک چی تل د اسلام، قرآن، اسلامي ممالکو او پر مځکه باندې دعربي حروفو سره په مبارزه کی پاته سوي ، او تل یې د مسلمانانو په مشکلاتو او کړاونو کی د ښکېلولو هڅې کړيدي او هغوی چی نن یې په ټوله اسلامي نړۍ کی په څرګند ډول د اسلام پر وړاندې جګړه پیل کړې او غواړي چی په شکل د اشکالو اسلام، قران او ټول عربي حروف د ځمکې د مخ څخه لیرې کړي، ولې ترڅو چی اسلام ، قرآن او عربي حروف او یو متحد اسلامي نظام د ځمکې پر سره قایم وي، نو ددوی هغه شوم پلانونه او طرحې چی دوی یې د اسلام پر ضد لري ، همېشه ناکام او بې سیکه وي، ولې چی همدا قران او اسلام تّل مسلمان د کفر د دښمنۍ څخه باخبر ساتلی دی، او تل یې ورته د کفر په مقابله کی د چمتووالي آمر کړی دی. خلاصه دا چی دوی په هیڅ صورت د ځمکې پر مخ اسلام او اسلامي ممالک پرمخ تللي او متحد نه غواړي. دا یو عام مفهوم دی نن ورځ هر څوک په پوهیږي، تاسو به ځینې خولۍ لیدلې وي، یا هم ځینې رخچینې چی په څرګند ډول پر لیکلي وي:Nike چی مطلب یې دی، No Islamic Kingdom on the Earth
    مطلب دا چي: هیڅ اسلامی سلطنت دې د ځمکې پر مخ نه وي، موږ او تاسو یې وینو چی نن ورځ په فلسطين، مصر، لبنان ، لبیا ، عراق کی څه حالت دی، نن ورځ دا کفار او یهود څه څه کارونه نه کوي؟، او په همدې سره یې نن ورځ په افغانستان کی د تروریزم سره د مبارزې په نوم جګړه کې چی اصلاً د پښتون د وژلو هغه برطانوۍ طرحه ده کوم چی د میوند د جنګ د بایللو وروسته دې بې شرمو انګرېزانو پلان کړې ده، او نن ورځ یې د څو محدودو ایمان پلورونکو په مرسته پلي کوي. ځکه یې نو د درواغو او درواغجنو شیطاني ممالکو په آمر کاغذ په لاس کی او وايي چی زه د تروریزم پر وړاندې جنګېږم او په دې سره زموږ بې ګناه افغان بلخصوص پښتون قوم ختموي. او که…
    ۱ـ طالب:هغه چی پیل او بنسټ یې د همدې کفارو په لاس ایښودل سوی، هغه چی تل د کفرپه څنګ کی پاته سوی ، او نن هم د همدې کفر تنخوا خور دي، او پوره لس کاله یې د اسلام د نوم څخه په استفادې ، د افغان بلخصوص دپښتون قوم د قران او اسلام سره د سپېڅلې مینې څخه په ګټه اخستنې، د افغان د پاکې مینې او اسلامي او افغاني جذباتو او احساساتوڅخه په ګټه پورته کولو، د کفارو په وړاندې د جهاد د نامه څخه په استفادې د آی ایس آی او سي آی اې په آمر یې زموږ ډیر بې ګناه افغان ولس قتل کړی، زموږ ډیرې میندې یې رابورې کړې ، د ډیرو ماشومانو د سرو څخه یې د هغوی د پلرونو سیوري لیري کړل، ډیرې ناویانې یې کونډیانې کړې، زما ډیر افغان اولس یې په بېلابیلو شکلونو ووژی، څوک یې د کفارو سره د همکارۍ په نامه، څوک یې د اوسني نطام سره په کار کولو ، او ډیر نور یې په نورو نومونو قتل او د مرګ تر خولې یې تیر کړل، او نن بیا په عام محضر کی د همدې کفر په وینا او آمر د کلمة الله راکښته کولو ته تیریږي او په خپل دې شوم عمل سره نړۍ او په خاصه بیا افغان ولس ته دا ښیي چی دی هیڅ کله د الله د رضا په خاطر نه جنګیدی، دده مقصد هیڅکله هم د کلمة الله اعلي او اوچتول نه و، بلکې مقصد او مرام یې یوازي او یوازي په قدرت کي پاته کیدل و، او بس، مقصد یې یوازي دعیش او عشرت ژوند تیرول و ،اوبس، مقصد یې یوازي او یوازي د کفارو ډالران نوشول و او بس. نو آیا دوی به دیت ورکړي او دالله په درکی به ځواب ووايی؟ او که ….
    ۳ـ افغان ګوډاګی نظام:هغه چی بنسټ او اساس یې د پردویو په لاسو ایښودل سوی، او پر موږ مظلوم افغان اولس تپل او تحمیل سوی. هغه چی د چا په مخ کې ، که یوه بې وزله مور د غره څخه په اوبو راوړلو خپل ژوند د لاسه ورکوي، که یوه مور د خپل اولاد غوښې په خپلو لاسونو راټولوي، که یو تنکی ماشوم د مور په غیږ کی د شیدو دخوړلو په وخت په وینو کی لت پت کیږي، که یو خاوند د خپلې میرمنې د څنګ څخه ( د خواږه خوب څخه) راولاړیږي او وهل کیږي، که زماخوارافغان په یوه شپه د کورنۍ اولس تنه شهیدان کیږي، که مو د خویندو په عزت او عفت لوبې کیږي، که مې د مسجد امام د پنجرو شاته حصاریږي، که می مسجد ( دالله کور) ته کفار د بوټو او خپلو حیوانانو سره داخلیږي، او که مې ډیرې ناویانې د واده په اوله ورځ شهدانې کیږي، که مو پر وادونو بمبارۍ کیږي…..
    دی هیڅ نه وايي ، دی یې هیڅ پروا نه لري ، دی به څه ووايي، که څه ووايي، نو بیا خو هغه تورې کڅوړې ورپه یادیږي، ځکه نو چپه خوله پاتیږي او سقوط کوي او ددې هر څخه په پټو سترګو تیریږي، آیا دی به یې دیت ورکړي او د الله په دربار کی به ځواب ورکړي؟ او که…
    ۴ـ موږ افغانان:سره له دې چی هره ورځ وژل کیږو، د روانو کړکېچنو حالاتو څخه رنج وړو، ظالم ته پر ظلم کولو د خپل ځان په کمزوره ښکاره کولو نور هم توانمندي ورکوو په داسی حال کی چی دوست او دښمن ، حق او ناحق ، صحیح او غلط هم پیژنو ، ولې بیا هم کوم اقدام نه کوو. او د کفارو او یهودو د هغه پلان او طرحې چی وايي او ویلي یې وه:
    Divides and rules مطلب دا چی: تفرقه واچوه او حکومت وکړو، مریضان ګرځېدلي یو او لا هم په خپلو مینځو کی د یو او بل تږي یو. پر ټول افغان اولس ږغ کوم چی دخپلې وینې د تویولو سبب د دې ښکېلو خواوو څخه وپوښتي!

    په درنښت
    نوراحمد فضلي
    ۱۳۹۱-۴-۳

  2. نور احمد فضلی. تا خو یوی خوا ته هم روحیه ورنه کڑه…
    هغه سوک چه د کفر مقابلی ته خالی لاس راوتلی هغه دی هم د امریکا د لاس اله وبلله نو دا مقابل جانب به سوک وی چه کفر سره وجنگیگی او ددی ظلمونو مخه ونیسی یقینا کوم ظلمونه چه تا یاد کڑل دا شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *