تاند- سعودي عربستان خپلو ګمرکونو ته امر کړی چې له هنده پر واردېدونکو سرو مرچو بندیز ولګوي.

سعودي عربستان دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې ورته څرګنده شوه چې له هنده په راوړل شویو سرو مرچو کې د چینجو او نورو حشرو پرضد درمل تر ټاکلې اندازې زیات استعمال شوی دی.

د نباتي افتونو ضد کیمیايي مواد که تر ټاکلې اندازې زیات استعمال شي د انسان روغتیا ته تاوان لري او د سرطان په شان ناروغیو سبب کېدای شي.

په ریاض کې د هند د سفارت سوداګري اتشې سریندر بګت تایید کړه چې سعودي له خپلې پرېکړې څخه خبر کړی دی او د مې د میاشتې له پیله سعودي عربستان ته د هند د سرو مرچو پر صادراتو بندیز لګول شوی دی.

د سرو مرچو صادرات د هند لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا هیواد ګڼو هیوادونو ته سره مرچ صادروي.

د ۲۰۱۳ کال د اپریل او نوامبر د میاشتو ترمنځ هند د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د څه باندې ۳ ملیون ډالرو په ارزښت سره مرچ صادر کړي وو.

هندي چارواکي وايي چې له سعودي عربستان سره به خبرې وکړي چې دغه هیواد ته د مرچو په صادراتو کې راپورته شوې ستونزه حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *