ژړى ګيډړى زموږ ټول كلئ داسى لړزولئ وو لكه يوه بلا چى ورباندى راسى ، اول ې له يوه كوره ښه تياره زركه يووړه ، بيا په يوې مامتې داسى ننوته چى په يوه ساه كښى ئې غونډه سوزارۍ چرګه وخوړه او دا راز ې له يو دريم كوره چاغه ايلۍ وځغلوله . وروسته ئې نو داسى خله په خوند سوه چى هره ورځ به ې د كلى پر خوا مخ وو .
ځوانمرګه به دشپې راتله او د سترګو په رپ كښى به ئې دارنګه پټ وار كوئ چى خلګ به ئې حېرانول ، خو دا ښه وو چى په وار وار وهم ليدل سوه او هر چا چى وليده ، پسى وبه ئې ځغاستل ، خو بخت ئې داسى برابر وو چى د سترګو په رپ كښى به وركه سوه او چا ته په لاس نه ورتله .
د وخت له تېرېدو سره سم د ژړى ګيدړى غلاوى هم زياتېدې ، بلكه اوس خو ئې و يو عجبه ظلم ته لاس واچوئ چى په يو كور به ننوته ، نو به ئې د غلا سره سم درې څلور چرګى برناحقه وژلې هم او كله چى به هم زنانو خپلى چرګى په وينو لړلى مړې وليدې نو به يوه كانه كوكه ورباندى ګډه سوه .
زموږ كلئ خورا كوچنئ وو. دلته نه خو كله غلا سوى وه او نه كله يوې ګيدړى مخ را كړئ وو ، ولى چى دلته داسى كور نه وو چى خروړئ سپئ ې نه درلود . رښتيا خو دا وه چى موږ ټولو داسى بې غمه ژوند تېروئ چى ګرسره مو د كورو دروازې لا نه وې . البته يو د خان كور داسى وو چى لوئ ګيټ ئې درلودئ ، خو دلته هم د شا دېوال سوروئ وو . كه څه هم يو څو نور كورونه داسى وو چى دېولونه او دروازې ئې درلودې ، خو دغه دېولونه داسى كوچنى وو چى څوك په اسانۍ ور اويښتئ سوائ او دې بلاوهلى دارنګه يو دوؤ كورونو ته هم ور ټوپ كړى وو .
رښتيا خبره دا وه چى ژړى ګيدړى موږ ته يو ساعت تېرئ په لاس را كړئ او د كلى خلګ ئې داسى ووېرول چى د ماخوستن د ډوډۍ د خوړلو سم وروسته به د خان پر كور را يو ځائ سول . موږ ټول سره خپلوان وو ځكه به نو ستر نه وو او نارينه ، ښځى او كوچنيان به سره يو ځائ وو او يوه مېله او شخول به وو ، بس داسى شور به وو چى نه خو به د چا ږغ سم اورېدل كېدئ او نه به يوه و بل ته وار وركوئ ، بلكه هر يو به خپله برغزو وئيله چى ژړه ګيدړه به څرنګه وژنو . عجبه خو دا وه چى په دومره ډېرو خلګو به د خان ، د هغه د مائنې او ددوئ د كورنۍ نيت هم نه وو بد بلكه په ورين تندى به ې د هر چا هركلئ كوئ او مشرى نږور خو به ې په داسى خوشحالۍ له تورو او شنو چايو ډكى چائنكى راځغلولې لكه هلته چى جوړ واده وى . نارينوؤ ته چى به چېرى د نسوارو توكدانونه پراته وو ، هلته به زړو ښځو په چلمونو تور دودونه ولاړول او ګيدړى ته به ې تورى ښېرې كولې چى تاترين دوزخ دى ئې ځائ سى ، اخير ده د شيطان له ذاته . دا ډول به د شپې تر ډېره دا مېله نه ختمېده .
د كلى هغو ځوانانو چى اول به ې د ژوند د بې خوندۍ نارى وهلې ، اوس ژوند خوندور بلئ ، بلكه اوس خو هغو يو مقصد تر لاسه كړئ وو ، دوئ به ټوله ورځ لګيا وو ، له كلى به دباندى وتل ، په وچو كارېزو ، تورو څانانو او غرو رغو به ګرځېدل چى ګيدړه پيدا كړى ، خو هغه مغزى ماتى به داسى وركه وه لكه په خپلو دښمنانو چى وختى لا خبره سوى وى .
دا رنګه په كلى كښى يوه شپه هغه وخت دربئ جوړ سو چى ګيدړه د كلى و سپو ته په مخه ورغله او هغو پسى هله كړه . بس څه وو چى د سپو په غپا او نارو ټول كلئ را ويښ سو او هغو هم لرګى پسى را وا خيستل خو ګيډره په تياره كښى وركه سوه . دا راز يوه شپه ګيدړه هغو بزګرانو ته هم په مخه ورغله چى اوبه ې تړلې ، هغو هم ډبرو ته لاس كړئ او پسى وې ځغاستل ، خو ګيدړه په نږدې څانانو داسى ننوته چى بيا ئې درك نه معلومېدئ .
د كلى د چرګو او ايليو اوس اجل را غلئ وو او ګيدړى داسى دود پر ګرځولئ وو چى ورځ په ورځ ئې لږولې . رښتيا خبره دا وه چى په دغه كمبوت د هر چا زړه شين وو ، بلكه زموږ په خپلو سپو هم سترګى سرې وې چى په ټنډ سر ګرځى او په يو وار څلور خميرى شوروا خورى خو يوه كوچنۍ ګيډره نه سى نيوئ . داسى ايسېده لكه چى ګيدړه جادوګره وى ، نه خو پر سپو ځان وينى او نه خپل بوئ ور پرېږدى چى دوئ ورباندى خبر سى . بهرحال اوس ځوانانو د كلى په څوكيدارۍ پيل كړئ ، دا ډول به يوه شپه يوه ډله په كلى ګرځېده ، بله شپه به بله او له ټولو سره به تبر زينان او تورى وې .
په هغو شپو كښى زه د لس دولس كالو وم . اوس چى به كله هم د خان په كور كښى د كلى خلګ را كوړه سول ، نو زه به هم ور ورسېدلم . زما ډېر ښه په ياد كيږى چى هر سړئ به خشمېدلئ وو او سور و شين به كېدئ . دا ډول به ټولو صلاوى كولې چى ژړه ګيډړه به څرنګه وژنو .
زموږ د كور د سرائ په منځ كښى د ګلابو يو بوټئ ولاړ وو چى بابا ډېر پخوا لګولئ وو . دغه بوټئ به هر كال په پسرلى كښى له سرو ښائستو ګلانو ډك سو او داسى زوروره خوشبوى به ئې وه چى دباندى په كوڅه كښى روان سړى به لا خوند ورباندى واخيست . كه څه هم زما دغه ګلان خورا خوښ وو ، هر وخت به ورته ناست وم ، بوئيول به مى او ددوئ به نرم وجود به مى لاسونه تېرول ، خو ازغى به ئې زما نه وو خوښ ، ولى چى زما لاسونه به ئې را خوږول . ما به وئيل چى كه دغه ازغى نه وائ نو ګلانو به څومره زيات خوند كوئ .
بيا يوه شپه ما يو عجبه خوب وليدئ چى زموږ د ګلابو له بوټى ازغى ورك سوى دى ، زه خورا خوشحاله سم ، خو هغه وخت زما له خلې تېرې چيغى ووزى كله چى دا ووينم چى د بوټى ګلان تك تور واوړى او خورا په بد رنګ سى .
زه چى را ويښ سوم نو حېران پاته سوم ولى چى په كلى كښى خورا ږوږ وو . دباندى چى را ووتلم ، نو څه وينم چى سحار وختى دئ ، لمر لا نه دئ را ختلئ ، ځوانانو ګيدړه وژلى ده او چار چاپېره داسى خوشحالى ده لكه اختر چى وى . ما چى كله خلګو ته وكتل ، نو څه وينم چى ټول يو بل ته مباركۍ وركوى او له خندا شنه شنه كېږى . دا ډول اوس دوه ډولونه هم ور ګډ سول او ځوانانو خورا زورور اتڼ ورباندى واچوئ . دا څه ، ګيدړه په مخامخ لوئ ميدان كښى د توت په يوې درختى را ځړېده ، عجبه ده دكلى والو زړونه دا مال لا هم ورته ډك وو او هر څوك چى به ور نږدې سو نو به ې يو لغته حتماً ورسره كوله .
ژړى ګيدړى ته مرګئ څه راغئ چى كلئ ې سپېره كړئ . هغه كلئ چى ددغه واړه وجود له سوبه ژوند په كښى راغلئ وو ، خلګ به هر وخت تاوده تاوده كېدل او ساعت به ئې تېر وو ، داسى سو لكه ادېره . اوس نو څه وو چى د كلى خلګ به ټوله ورځ له يو بله جلا ناست وو او بې زاره به وو . كه رښتيا ووايم نو ټولو به ارمان كوئ چى كاشكى ګيدړه مو نه وائ وژلى ، ولى چى دغى ګيدړى ددوئ زړونه و يو بل ته ور نږدې كړى وو او د يو بل پر حال به هر وخت خبر وو ، كنۍ پخوا خو به ټول له يو بله ليرى وو او په مياشتو مياشتو به ئې د يو بل په ناروغيو او لانجو حال نه درلود او د خپل ژوند اړتياؤ به پر مخ كړى وو .
په دغو شپو كښى ما يو ځل بيا خوب وليدئ چى زموږ د كور د ګلابو بدرنګى ختمه سى او دوئ بيرته سره واوړى . زه چى ورنږدې سم نو حېران پاته سم ولى چى هلته يو ځل بيا ازغى را شنه سوى وى . څرنګه چى زما سترګى خلاصى سوې ، نو دا څه ، په كلى كښى بيا يو دربئ او شور وو ، كه څه هم توره شپه وه خو ټولو كلى والو لرګى ، بېلچې او كلنګان را اخيستى وو ، څراغونه ورسره وو ، د راغه په خوا ئې منډى او چيغى وهلې او پر يو بل ئې زېرئ كوئ چى نوى ګيدړه را ښكاره سوى ده او د سربلند اكا چرګه ې يوړه .
پای ستمبر 2005