نوراحمد عايل –

د فزيک د نړۍ ستر نابغه  او د فزيک په برخه کې د نوبل د جايزې ګټونکی سټيفن هاوکينګ وايي: د بشر د راتلونکې پر وړاندې تر ټولو بد شګونه  تهديد له روبوټونو سره د انسانانو دلچسپي او له حده ډېر پکې را ايسارېدل، د دوی جوړول، پراخول او څېړنې پرې کول دي.

د هاوکينګ په وينا مصنوعي هوښيارتيا  چې خپل ځان د ډيجيټلي قالب په مرسته په روبوټونو او بې ډرايوره موټرو کې پټوي ، ددې لپاره ځان اماده کوي چې ځان ته د نوک ځای پيدا کړي چې کېدلای شي يو وخت د انسانانو د عصر د پای ته رسولو لامل شي، نوموړی خبرداری ورکوي، چې بشر له مبهمې راتلونکي سره مواجه دی ، ځکه چې ټکنالوژي خپله فکر کول  او له خپل چاپيريال سره سازګاري زده کوي. نوموړي په دې اړه په مشهوره برتانوۍ ورځپاڼه اينډيپينډينټ کې د (جاني ډيپ) وروستي فلم Transcendence تر بحث لاندې نيولی دی ، په دې فلم کې اصلي شخصيت يو داسې نړۍ پلټي چې هلته کمپيوټرونه کولای شي له انساني توانايي څخه مخکې ولاړ شي او پر انسانانو لاس بري شي. پروفيسر هاوکينګ وايي:دا  فلم يوازې داسې انګېرل چې يو علمي تخييلي روايت دی د تاريخ تر ټولو ستره اشتباه ده.

نوموړي زياته کړه د ځينو شرکتونو لخوا  شخصي ډيجيټلي پرمختګونه او لاس ته راوړنې لکه: Siri, Google Now  او Cortana  او د (IT ) په برخه کې د پوځونو رقابت به نړۍ په راتلونکې کې له مشکل سره مخ کړي،  دی وايي: که څه هم دا ټکنالوژي ګټې هم لري لکه د جنګ په وخت کې،اورلګېدنې ، د ناروغيو اود فقر د له منځه وړلو په پروسه کې ، خو  مصنوعي هوښيارتيا يا Artificial-intelligence (AI) کېدلای شي، د بشر په تاريخ کې يو ستر بدلون رامنځ ته کړي خو له بدمرغه دا بدلون  کېدلای شي وروستی هغه هم وي  خو مخکې له دې بايد زده کړو چې څه ډول له داسې متوقع خطرونو څخه لرې والی وښيو.

د  نړۍ  زياتره هېوادونو د خپلو پوځونو لپاره په داسې خودکاره سيستمونو کار کوي چې د پوځونو شمېر پرې راکم او پرځای یې له روبوټونو څخه کار واخلي چې په خپل سر هدف تعيينوي او سرته یې رسوي ، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو کميسيونونه همزمان  د دا ډول چارو د ممنوعيت لپاره ګامونه اخلي . دا پوهاند وايي: که چېرته راتلونکې ته نظر وکړو، وينو چې د هغه څه لپاره چې بايد لاس ته یې راوړو هېڅ ډول ممنوعيت شتون نه لري . دده پر وينا هېڅ فزيکي قانون نشته چې وکولای شو د هغو ذرو مانع شوو، چې د انسان د مغزو له ذرو څخه پرمختللي محاسبې سرته رسوي .

نوموړي وویل: نن ای بي ايم داسې سمارټ ډيواسونه جوړ کړي دي، چې کولای شي ددې لپاره لاره هواره کړي چې د مغز درک، عمل او تفکر تقليد کړي ، هاوکينګ پر دې باور دی چې يوه ورځ دا چاره کولای شي د کمپيوټري علومو پوهانو سره مرسته وکړي چې داسې ماشين جوړ کړي چې له انسان څخه څو چنده سمارټ وي، هاوکينګ وايي: لکه څنګه چې ايروينک ګوډ په ۱۹۶۵ کې دې نتيجې ته ورسېد چې  داسې ماشينونه چې له انسان څخه سمارټ وي، کولای شي خپله خپل ځان ته بهتره او بهتره لاره ومومي. نو موږ ټول ته بايده دي، چې  له خپل ځانه وپوښتنو چې څه ډول کولای شوپه اعظمي ډول د مصنوعي هوښيارتيا له فايدو برخمن او له خطرونو څخه نجات پیدا کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *