نېټه: ١٣٩٣-٢-٢٠

کندهار، افغانستان- په لومړي ځل يو هندو مذهبه کندهاری شام لال بتيجه چي تر دې وړاندي په اقتصادي چارو کي د افغانستان د ولسمشر سلاکار و،  څو ورځي وړاندي په کاناډا کي د افغانستان د سفير په توګه وټاکل سو.

ښاغلی بتيجه د افغانستان د فوق العاده سفير او په کاناډا کي د افغانستان د ځانګړي استازي او نړيوال ډيپلوماټ په توګه معرفي سوی دی.

لال بتيجه د کندهار ښا�� په درېيمه ناحيه کي زېږېدلی، اقتصادي او حقوقي لوړي زده کړي يې په هندوستان کي ترسره کړي دي. هغه ډېر کلونه په امريکا کي اوسېدلی، چي په ځينو پوهنتونونو کي د تدريس او د ملګرو ملتونو په يو شمېر ادارو کي د کار تجربه هم لري.

افغان هندوان او سکان د افغانستان اصلي وګړي دي او په تېرو کلونو کي زيات شمېر هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي اوسېدل، چي د اقتصاد او سوداګرۍ په وده کي يې خاص رول درلود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *