د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، افغان سټ ۱ سپوږمکۍ په ۱۵ میلیونه ډالره کلني عوایدو سربېره د افغانستان امنیت، د اینټرنیټ په بیو کې کموالی، د ټلویزیوني څپو شفافیت او د مخابراتي مکالمو د بیو را ټیټېدل تضمینوي او دا یو بېساری اقتصادي ـ تاریخي پرمختګ دی.

((ددې سپوږمکۍ پر مټ به د هېواد نظامي ځواک په عصري ډول سره وتړل شي او د ارتباطي وسایلو له لارې به د مخالفو وسله والو موندل ډېر اسانه شي. د ټلویزیونونو او مخابراتي شرکتونو هغه نیم عواید به هم د افغانستان خزانې ته راشي، چې وړاندې بهرنیو هېوادونو ترلاسه کول.))

د افغانستان د فضا د ختیځ په ۱۸ درجو کې د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ فعالېدل به هر کال په مستقیم ډول ۱۵ میلیونه ډالره عواید ولري او غیر مستقیم عواید یې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو اټکل کېږي.

افغانستان پخپل تاریخ کې په لومړي وار د سپوږمکۍ خاوند شو او د سیمې په کچه دا یو بېساری پرمختګ دی.

ټاکل شوې په راتلونکي میاشت کې د پېنځو بهرنیو نړیوالو ټلویزیوني چیلنونو سربېره ټول افغان چینلونه په افغانستان کې په انالوګ سیستم خپرونې وکولای شي او د افغانستان په هر ګوډ کې به یې لیدونکي یوازې د یوې تبۍ/ انتن په واسطه په شفاف ډول خپرونې ولیدلی شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان په امنیت کې ددې سپوږمکۍ ګټه مثبته بولي.

ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي له محور ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې ددې سپوږمکۍ په واسطه به د افغانستان د نظامي ځواک ادارې سره وتړل شي او په مخالفو وسله والو پسې پل اخستل به ډېر اسانه وي: ((له اقتصادي اړخه به ددې سپوږمکۍ مستقیماً کلني عواید د کال ۱۵ میلیونه ډالره وي او غیر مستقم عواید یې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو رسېږي.))

د ټکنالوژۍ د برخې ماهرین وایي، پدې سپوږمکۍ سره افغانستان د فضا له لارې د اړیکو نیولو خپلواکي ترلاسه کړه.

وړاندې هغه افغان ټلویزیونونه چې نړیوالې خپرونې یې درلودې مجبور ول بهرنیو سپوږمکیو ته په یوه ثانیه کې له ۹۰ تر ۱۰۰ ډالرو ورکړي، خو اوس به دغه قیمت ۲۰ ډالرو ته را کم شي او دغه پیسې به هم د افغانستان خزانې ته ولاړې شي.

وړاندې د افغانستان ویسټ یا د انټرنیټ انتنونه په بهرنیو سپوږمکیو پورې تړل کېدل چې ډېری یې د چین ول.

بهرنیو ویسټ یا انټرنیټ سپوږمیکو به خپلو لویو مشارکینو ته یو MB اینټرنیټ په درې زره ډالره ورکاوه، چې هغوی به بیا په خپلو کوچنیو مشارکینو له ۴ تر ۵ زرو ډالرو پلوره، خو اوس به د افغان سټ ۱ سپوږمکۍ تر فعالېدو وروسته دغه قیمتونه نیم په نیمه راکم شي او د لا ډېر کمښت امکان هم پکې شته. دغه عواید به هم افغان خزانې ته ځي.

د ټکنالوژۍ د برخې ماهر محمد خالد واحدي محور ورځپاڼې ته وویل، افغان سټ ۱ سپوږمکۍ د فضایي اړیکو په نیولو کې خورا اسانتیاوې رامنځته کولای شي: ((په کور دننه او نړۍ ته د ټلویزیوني څپو په اسانه، ارزانه او شفاف لېږد سربېره د مخابراتي فضایي اړیکو بهیر اسانه او ارزانه کوي چې دا د افغانستان په تاریخ کې یو بېساری پرمختګ دی.))

په فضا کې د افغانستان د خپلې سپوږمکۍ په لرلو سره به د مخابراتي اړیکو مصئونیت هم تر یو ځایه تضمین شي او دا ټول څه بېساری پرمختګ بلل کېږي.

اووه کاله وروسته به مخابراتو وزارت د یوټل سټ فرانسوي شرکت په مرسته یوه بله سپوږمکۍ فضا ته واستوي، هله چې اوسني به له کاره ولوېږي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: په فضا کې د افغانستان لومړنۍ نښه”
  1. د شکر ځای دی
    خو داهم باید ووایم چې زموږ اوستاسې د نجات یوازنی لاره اتفاق ،علمی او اقتصادي پرمختګ دی او بس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *