تاند- جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د جاپان د تویوتا موټر په اړه په یوه لیکنه کرولا د افغانستان د سړکونو سلطان بللی دی.
ورځباڼه وايي: په هغه هیواد کې چې حتی د پلازمېنې د مهمو برخو سړکونه کندې کپرې دي، جاپاني موټر له ډېرو شتمنو پرته د اکثرو خلکو د خوښې وړ موټر دي.
د کابل یوه اوسېدونکي محمد په ټوکو جاپان ټایمز ته وویل:«تویوتا کرولا لا په جاپان کې اختراع شوي نه و چې دلته و.»
یوه بل کابلي میرویس نبي زاده، چې له شلو کلونو راهیسي په دې ښار کې مستعمل یا دوهم لاس موټر پلوري، وايي، تویوتا د دې لپاره دلته مشهور دي چې ګرانه نه دي او پرزې یې هر ځای موندل کېږي.
نبي زاده په خپل موټرپلورنځي کې اویا موټرونه لري چې له شپږو پرته نور ټول کرولا دي.
دی وايي چې هر رنګ کرولاموټز راځي خو ډېر پېرېدونکي سپین رنګ خوښوي ځکه چې دلته دوړې زیاتې دي او سپین رنګ لږ چټل ښکاري، دوړې ورباندې نه ښکاري.
د ورځپاڼې خبریال وايي چې د ښار له مرکزه تر وزیراکبرخان مېنې پوري یې په لاره په لسو دقیقو کې ۱۹۴ کرولا موټرونه وشمېرل حال دا چې یوازې ۸۹ نور ډولونه ول لکه بسونه، ټرکونه، د امنیتي ځواکونو جیپونه او نور….
ډېرو خلکو پر خپلو موترونو او د هغو پر شیشو رنکارنګ شیان او لیکنې نښلولي.
تقریباً ټول ټکسیان کرولا دي.
د کابل د ترافیک پولیسو ريیس جنرال اسد الله خان وايي چې د ښار په ټولو اووه لکه موټرونو کې اتیا فیصده کرولا دي او هر کال د پنځه سوه او شپږ سووو ترمنځ نور دوهم لاس موټرونه راجستر کېږي.
د ده په وینا کرولا د خلکو موټر دي او مصرف یې لږ دی.
طالبان هم په بمي حملو کې عموماً له کرولا موټرو څخه کار اخلي.