تاند- فلای دوبۍ، چې د متحده عربي اماراتو یوه هوايي شرکت دی، نن اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره به د افغانستان کندهار ولایت ته ی الوتنې پیل کړي.
د کندهار او دوبۍ ترمنځ د فلای دوبۍ د الوتنو پرېکړه د کندهار له والي توریالي ویسا او د کندهار د هوايي ډګر له ريیس احمد الله فیضي سره د فلای دوبۍ د یوه چارواکي منیش ګوپتا په غونډه کې وشوه.
ښاغلي ګوپتا وویل چې د دوبۍ او کندهار ترمنځ به د لومړي ځل لپاره د جولای په پنځه ویشتمه (شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته) الوتنې پیل شي.
حاضر دمه پر کابل سربېره مزارشریف او هرات ته نړیوالې الوتنې کېږي. خو کندهار، چې یو وخت د افغانستان دوهم ستر او مهم ښار و، په وروستیو څو لسیزو کې اهمیت له لاسه ورکړی. اوس هرات، مزارشریف او جلال اباد تر کندهار ستر او پرمختللي ښارونه ګڼل کېږي.
د فلای دوبۍ چارواکی ښاغلی ګوپتا وايي چې فلای دوبۍ به په پیل کې کندهار ته په اوونۍ کې دوه الوتنې ولري خو وروسته به یې زیات کړي.
د ګوپتا په وینا په هغو الوتکو کې، چې د دوی هوايي شرکت به د کندهار او دوبۍ ترمنځ ورڅخه کار اخلي، ۱۲۰ تنه سپرلي او ۳ ټنه مال ځاییږي او په دې حساب به هره اوونۍ د دوبۍ او کندهار ترمنځ شپږ ټنه مال لېږدول کېږي.
ده وویل چې د فلای دوبۍ د الوتنو له پیلېدو سره به د کندهار سوداګرو ته ښه فرصت برابر شي چې خپل محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسوي.