افغانان دا مهال په خپله ټاکنه له هر بل چا ښه پوهېږي او هغه چاته رایه ورکوي، چې پوهېږي هغه شخص کولای شي، د افغانستان لپاره کار وکړي.
د وري شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې هغه چا رایه واخیسته، چې خلک ورسره وو او خلکو رایه ورکړه، هغه چاته خلکو رایه ورنه کړه، چې په ملت کې بنسټ نه لري او د خلکو غږ نه و. زلمی رسول؛ هغه کس و، چې د افغانستان سیاست ته له ننوتلو سره هېچا نه پېژانده کله چې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو په بهرني سیاست کې یې له نړۍ سره ټکنی چلند وکړ.
تر پایه خلکو ته څرګنده نه وه، چې د ډاکتر زلمي رسول هویت له کومه ځایه دی، خو کله یې چې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ، د پراخو لګښتونو په مټ یې یو څو شخصیتونه پرځان را ټول کړل او غوښتل یې افغانانو ته یو داسې ګول ورکړي، چې خلک ګیچ کړي او د ډيموکرات نوماند په توګه پراخه رایه ورکړي. نوموړي د پراخو درغلیو لپاره هم ډېر لګښتونه وکړل، خو بیا هم افغانانو له خپل هوښیار انتخاب تېر نه شول او په پورې هوښیارۍ یې رایې ورکړې.
کومې رایې چې زلمي رسول په لومړي پړاو ټاکنو کې ترلاسه کړې اتیا سلنه یې له پښتنو سیمو دي او ډېری برخه یې هم له کندهاره ده. نیمې رایې یې په درغلیو او نیمې نورې رایې هغو خلکو ورکړې، چې هغوی فکر کاوه زلمی رسول به په افغانستان کې یو قوي ډيموکرات ولسمشر وي.
اوس چې نوموړی د درېیم کس له نوم په ګټې اخیستنې له عبدالله عبدالله سره یو ځای شو، لومړی مرستیال احمدضیا مسعود یې ملګرتیا نه کوي او د ده یو ځای کېدل دا مانا لري، چې عبدالله عبدالله د ده له یوځای کېدو سره شاوخوا شل نورې رایې هم ترلاسه کړې. ځکه هغو کسانو چې په لومړي پړاو ټاکنو کې زلمي رسول ته په پښتنو سیمو کې رایې ورکړې وې، هغوی په هېڅ توګه په دویم پړاو ټاکنو کې عبدالله عبدالله ته رایه نه ورکوي. د ډاکتر زلمي رسول د پښتنو سیمو تکړه رایه اخیستونکي، لکه د حزب اسلامي د همغږۍ شورا چې په راس کې یې د قاضي محمد امین وقاد، سباوون او جمعه خان همدرد په شان څېرې دي ټولو له اشرف غني ملاتړ کړی دی، زلمي رسول ته ډېری رایې همدغو څېرو اخیستې وې.
ګل آغا شېرزي هم د څو کسانو په کچه له عبدالله عبدالله سره یو ځای شو، خو ټول مرکزي او ولایتي ټیمونه او پلویان یې له اشرف غني احمدزي سره یو ځای شول. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې هغو غړو چې له زلمي رسول یې ملاتړ کړی و، په پراخه کچه د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.
نو داسې مانا اخیستل کېږي، چې زلمی رسول او ګل آغا شېرزی په حقیقت کې له اشرف غني خو په ښکاره له عبدالله عبدالله سره یو ځای شول، عبدالله عبدالله هم په دې ښه پوهېږي خو هغه یوازې پر عامه اذهانو د اغېزې اچولو لپاره دا کار کوي.
نوموړی غواړي خلکو ته وښيي، چې د ده ټیم ډېر پیاوړی دی له همدې امله دا دوه نوماندان ورسره یوځای شول، زلمي رسول له یو ځای کېدو وړاندې په یو تړون کې په قدرت معامله ورسره کړې او پراخې څوکۍ یې په خپل نوم کړې. خو د اشرف غني احمدزي دا شعار دی، چې په واک له چا سره معامله نه کوي.