تاند- جنوبي کوریا د صنعت او تکنالوژۍ د پرمختګ له کبله د نړۍ په یوه پرمختللي هیواد بدل شوی دی خو له پرمختګ سره د موټرو شمېر دومره زیات شوی چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

وضعیت په پلازمېنه سیول کې لا خراب دی ځکه چې د دغه هیواد د ټول نفوس څلورمه برخه په دغه ښار کې اوسي.

هر کوریايي د ورځې نیم کیلومتر لاره په دې خاطر کچ کوي چې موټر ته د درېدو ځای یا پارکینګ پیدا کړي. په میاشت کې هر کوریايي ۱۵ کیلومتره د پارکینګ په موندلو تېروي. خو اوس کوریایانو د دې ستونزې د کمولو او یا هره میاشت د یو لیتر تېلو د مصرف د سپمولو لپاره په پارکینګونو کې بالونونه ايښي. کله چې له پارکینګه موټر ووځي بالون یا پوپک لوړ شي. نور کوریايي موټر چلوونکي مجبور نه دي چې د پارکینګ د موندلو لپاره هسي دورې ووهي، بالون له لېري ورته ښيي چې خالي ځای شته.

One thought on “جنوبي کوریا د تېلو مصرف څرنګه سپموي”
  1. ډیر په زړه پوری نوښت چی هم یی خلګو ته یو سهولت برابر کړیدی هم د تیل مصرف یی کم کړی او هم د تیل کمپنی خپل بازار موندنه پکښی کړیده د نړی عام خلک څومره مبتکر دی او موږ افغانان پریږده چی د خپلو خلګو د وژلو او ځورولو لپاره ابتکار وکړو ډيره د افسوس خبره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *