تاند- د افغانستان حکومت وايي چې پاکستان له خپلې خاورې د کونړ ولایت دانګام او شیګل ولسوالیو ته ۳۶ توغندي ویشتي دي.
د کونړ امنیه قومندان جنرال عبدالحسیب سید خېل وویل، د ډیورنډ کرښې له پوري غاړې څخه د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ توغندي لګېدلي دي.
د کونړ امنیه قومندان وویل چې د دې حملو له کبله کورونو او کرنیزې مځکې ته تاوان اوښتی خو مرګ ژوبله یې نه ده پېښه کړې.
د سید خېل په وینا د پاکستان له لوري د کونړ پر ولسوالیو له تېرو څلور ورځو راهیسي په پر له پسې ډول توغندويي بریدونه دوام لري.
د کونړ امنیه قومندان وايي چې د افغانستان حکومت او نړیوالې ټو��نې، چې په افغانستان کې پوځیان لري، د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.
پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې هم د پاکستان پر راکټي بریدونو خبرې وشوې.
په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، دفاع وزیر د پاکستان د بریدونو په اړه راپور وړاندې کړ.
محتر م قومانان صاحب امنيه؟
داجه بؤرته مقامات ويده أويا نه غواري جه خبلي جوكي دلاسه وركري ته دكنر به جبه كي وظيفه لري جه دكنر ولايت دخلكو أنيت تا مين كري هغه جه قانون ماتوي هغوي جه ولو هر خوك وي خوله ماتوونكي جواب وركري. قرار وركره به باكستاني دشمن دزمري به شكل ور ودان كه تر خو بوه شي جه أفغانان به تش لأس هم دا قدرت لري جه دشمن خبلي خاوري ته بري نزدي