تاند- پاکستان وايي چې د افغانستان د ملي اردو یو صاحب منصب یې، چې د دغه هیواد خاورې ته په غیرقانوني ډول او د سفر له اسنادو پرته اوښتی و، نیولی دی.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د افغانستان د ملي اردو افسر یې وروسته له دې ونیوه چې د پاکستان خاورې ته ورواوښت.
د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د پوځ له قوله ویلي چې افغان صاحب منصب اوس د دوی په توقیف کې دی او تحقیقات ورڅخه روان دي.
پاکستاني چارواکو د افغان افسر نوم ذبیح الله ښودلی خو د هغه د رتبې په اړه یې څه نه دي ویلي. دوی دغه راز ویلي چې ذبیح الله یې د تورخم په بندر کې نیولی او د لنډي کوتل محبس ته یې لېږلی دی.
د افغانستان دفاع وزارت تراوسه پوري د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د جلال اباد په برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي
له بلې خوا پاکستان ته نژدې د ننګرهار ولایت د عدلیې پر ریاست د وسله والو طالبانو د نن ورځې په ډله ییز برید کې، چې سهار ۹ بجې یې پیل کړی و، د سخت دریځو په شمول ۸ تنه ووژل شول.
د افغان چارواکو په وینا په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه د عدلیې د ریاست کارکوونکي، ۲ پولیس او ۱ د ښاروالۍ مامور دي. همداراز درې سرزوري هم په دې برید کې وژل شوي دي.
سخت دریځو لومړی د عدلیې د ریاست د ودانۍ په مخکې دوه پولیس ساتونکي ووژل، بیا ودانۍ ته ننوتل او له ساتونکو سره ښکېل شول.
په نښته کې ۱۲ تنه ژوبل شول. د حملې په مهال د عدلیې د ریاست یو شمېر مامورین په ودانۍ کې دننه ول خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې اکثره روغ رمټ وباسي.
دغه منصبدار باید د راستنیدو ورسته په دار وځړول شی ځکه هغه ته به ای ایس ای په غواږونو کی د سپی متیازی اچولوی وی او هډ به یې هم ورته مردار کړی څو په اینده کې د هغوی د سپیو څخه شې