څو ورځې اختر ته پاتې وې، ډېر هلکان نه وو، يا خو تللي وو کورونو ته او يا  هم د اختر د سودا د رانيولو په خاطر ښار ته وتلي وو، په دې ورځو کې د درسونه هم چندانې مزه نه وه، څو تنه زده کوونکي د تختې مخې ته ولاړ وو، چې ښوونکى یو ناڅاپه ټولګي ته راننوت، ولاړ زده کوونکي خپلو ځایونو ته ستانه شول، کېناستل، ښوونکي بې له ځنډه درس پيل کړ، یو عنوان درس یې راکړ، بلااخره د تدریسي ساعت وروستۍ شېبې شوې، چې د زده کوونکو له جملې نه يو په ورو غږ  وويل:
استاده محترمه: وروستى کال دى، نن همدومره درس بس دى.
استاد هم درس بس کړ، په تباشیر ککړې ګوتې یې پو کړې، لاس یې په ټوټيې تخته پاک راکش کړ، ګوتې یې وڅنډلې، د تختي ښي غاړې ته په لرګینه چوکۍ کېناست، عینکې یې له سترګو نه لرې کړې او چوکې ته په مخامخ مېز یې د کتاب څنګ ته کېښودې.
استاد شاوخوا پنځوس کلن و، تقریباً ډېر عمر یې خوړلی و، له زلمیتوبه یې سترګې کمزروې وې، کله ناکله خو به یې سترګو اوبه هم کولې، خدای ښه جګه ونه او ښه اندام ورکړې و، خبرې یې کمې کولې. ویل یې راځئ درس خو مو راباندې بس کړ، چې یوه خاطره درته ووایم!
موږ هم ورته د سهي ده  ځواب په ویلو د کیسې د راورولو بلنه ورکړه.
استاد کیسه داسې راپیل کړه:
(( زه د شلو کلونو په شاوخوا وم، موږ د ایران د مشهد ولایت په یوه لېرې پرته سیمه کې ژوند کاوه، مور او پلار مې دهقانان وو، د مور او پلار لاسونو اوپښو به مې په اوړي کې د ګرمۍ د لاسه پوټکي اچول او په یخنۍ کې به د هوا د یخوالي له امله پړق، پړق چاودلي وو، هر کله به مې چې د هغوی دا حالت ولید، ما ویل چې لاسونه یې ښکل کړم، تر ډېره خپلو سترګو پورې کلک ونیسم او د لاسونو بوی یې حس کړم.
د پلار لاسونه خو مې نه شول ښکلولی؛ خو د مور لاسونه به مې د ماش پلو په شانتې، چې یو اختر او بل اختر به مو خوړولو بویول او بیا به مې سترګو پورې کلک ونیول.
ښوونکیي مو په خپلو خبرو کې یوه جمله داسې راتاوه کړه: زده کوونکیو! نه پوهېږم،چې ستاسو د مور او پلار لاسونه څه ډول خوشبويي لري، کله مو هم د خپل مور او پلار لاسونه بوی کړي دي او کنه؟

خو زه به چې کله هم له خپل کاره ستړی راغلم؛ نو د خپلې مور پخوانی سپین څادر چې په څنډو کې یې سره سره ګلان اچول شوي وو، بویولو، څادر به مې لومړی خولې او بیا پوځې ته نږدې ونیوه او څو دقیقي به مې په ازاد ډول تنقس کش کړ…
اما پلار ته مې د نورو پلرونو په شان هيڅکله د خپلو احساساتو ښکارندوی ونه کړای شوه، پرته له یو ځل نه هغه هم په غیر مستقیم ډول.

خو څه به مو سر خوږوم! اختر نږدې و، تازه ښوونکی شوی وم، اولني معاشونه مې هم اخیستي وو، سهار و، د لوښو د مینځلو لپاره پمپ ته اوبو پسې لاړم، چې اوبه راوړم.
د زینې پر پاټکو پورته راتلم، چې په قراره مې د نارینه هق، هق غږ واورېد، له هر پاټکي چې ښکته راتلم، نو غږ به مې یوه په دوه چنده لوړ اورېده، په دې وخت کې د ښوونکي ستونې  بند، بند شو او له سترګو یې اوښکې راروانې شوې، خو خبرو ته یې دوام ورکړ …
ګورم، چې پلار مې دی، مور مې ورته تسلي ورکوله، ورته یې ویل:
ښاغليه ! الله لوی دی، خدای به مو حال ښه کي (کړي)، همداسې به مو نه پریدي (پرېږدي). پوهېږم، چې غریبي ده، بیا به هیڅکله هم خپلو بچو ته په اختر کې پیسې ورنه کم (کړم)، هغوی به کله هم دې ته اړ نه شي،چې موږ نه د اختر پیسې وغواړي، له کوره به یې د دې لپاره هم بهر نه پرېدم (پرېږدم)، چې د چم ګاونډ د ماشومانو په لاسونو کې د لوبو شیان وویني او بیا کورته راشي او له مونږه پیسې وغواړي. کله به هم دا کار ونه کم (کړم).
خو پلار مې پرته له دې چې نور څه ووايي ور زیاته کړه: ښځې زامن مې په تهران کې را لوی شول، موږ ته انتظار کوي، فکر باید ونه وکړو چې موږ…
خبره یې همدلته پرېښوده او نور هیڅ هم ونه ویل.
اوس نو هغه وخت و، چې د مور نه مې د پلا د ژړا علت وپوښتم، په جېب کې مې ۱۰۰ تومانه وو، لاس مې کړ ټول مې راو ویستل، دا مې د ښوونځي معاش و، لومړی مې د پلار چرمي ډوله زړو او شکېدلو څپلیو ټیټ شوم ښکل مې کړې او بیا مې پرې ټولې پیسې کېښودې، دا  هماغه څپلۍ چې تل مې پلار د ځمکې د کرنې پر وخت په پښو کولې.
هغه کال مې ټولې خویندې او وروڼه له تهرانه مشهد ته راغلل، لویانو، کوچنیانو، د ترور او عمه له زامنو سره مو ښې لوبې وکړې.
پلار مې خپل هر یو زوی او لمسي ته د اختر د مبارکۍ په خاطر ۱۰ تومانه ورکړل، لس تومانه پاتې شول، هغه یې هم زما مور ته ورکړل.
د مېلمنو له پالنې وروسته ښوونځي ته لاړم، په ښوونځي کې مې درس ورکړ، د ادراې پر لوري راروان وم، د ښوونځي مدیر چې نوی لونګ یې په غاړه کې راځوړند کړی و، مخې ته راغی، راته یې وویل:
له تاسره کار لرم، یو ځل باید ادارې ته راشې!
زه هم ورغلم د خړ دفتري مېز روک ډوله صندوق یې پرانېست او د روپو یوه کوچنۍ خلته یې راته راکړه.
ومې ویل: دا څه دي؟
ويې ګوره پوهېږې!
خلته مې پرانیسته ، ۹۰۰ تومانه په کې وو.
ومې پوښتل: دا د څه لپاره؟
د ښوونځي مدير زیاته کړه: له ریاسته رالېږل شوي، ریاست ستاسو له کارونو خوشاله دی، په دې څو میاشتو کې ،چې تاسو دلته وئ، زده کوونکيو ښه زده کړه کړې ده؛ نو د همدې لپاره مې له ریاسته وغوښتل،چې ومو نازوي.
رښتیا هم نه پوهېدم،چې دا څه مانا لرلی شي، په هماغه وخت مې په غیرې شعوري ډول مدیر صیب ته وویل:
دا باید ۱۰۰۰ تومانه وي نه ۹۰۰ تومانه !
څه پوه شوې؟ چا درته ویلي دي؟
ومې ویل: نه، ګومان کوم، چې باید ۱۰۰۰ تومانه وای!
مدیر په ورین تندي ووی:
ریاست نه به استعلام واخلم او بیا به تا ته په دې اړه معلومات درکړم.
سبا ورځ د ښوونکیو خونې ته لاړم، چې د تدریس لپاره تباشیر راواخلم، مدیر صیب مې خواته رانږدې شو، راته یې وویل:
ما ستا د تګ نه وروسته ریاست ته استعلام ولیکه، تا رښتیا ویلي وو، هغه ۹۰۰ تومانه نه وو، بلکې ۱۰۰۰ تومانه وو، سل تومانه هغه کس ورځېنې اخیستي وو، کوم چې دا خلته دلته راوړې وه، زه پخپله ورغلم او ورنه مې واخیستل، درکوم یې خو یو شرط لرم…
څه شرط ؟!
ووایه، څنګه پوی شوې؟ مه وایه چې ګمان مې کاوه، ځکه چې خندوونکې ده.
ښوونکی د زده کوونکیو سترګو ته ځیر شو، چې په پوره شوق، د مدیر صیب د دغه سوال ځواب اورېدلو ته په انتظار دي، خپلې عینکې یې راواخیستې، په لمن یې پاکې کړې، په سترګو یې کړې او ویې ویل:
” مدیر صیب ته مې وویل، نه دې دي اورېدلي، چې الله (ج) د نېکو کسانو د نېکې په مقابل کې ۱۰ چنده عوض ورکوي؟؟

لیکوال سید مرتضی
ژباړن: بختیار تلاش

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *