د بدخشان پېښې له لومړۍ ورځی ودردولم، پورته سوم او له ملګرو سره د کابل په کوڅو وګرځیدلم، چنده مو راټوله کړه او د خپلو خلکو د قربانی جذبې ته په سلامۍ د تېرې چهار شنبې په ورځ مخ په بدخشان رهي سوم.
له ماسره نقد مرسته او یو موټر د اړتیا وړ توکي بار وو، یوازې روان وم او د بدخشان د ناورین په اړه د مرستو رسولو ته مې پلان جوړاوه.
هلته په رسېدو زما پلان د تطبیق وړ نه و، ځکه په ارګو کې داسی حالات جوړ وو چې حکومت د مرستو سم کنټرول او وتقسیم نه درلود، هر کور محتاج او تر باراني اسمان لاندې پروت و.
زما زړه لا ژړل خو خپله حوصله او حواس مې سره راټول کړل، خلکو ته مې د پلان سره سم مرستې ورکړې او ټوله ورځ مې د ارګو د خلکو په منځ کې تېره سوه، شپه مې فیض اباد ته راوړه.
په سبا مې له خپلې پرېکړې سره سم د ارګو قربانیانو ته ناشته( دسهار ډوډي) برابره کړه، بیا می غمجن ارګو ته ځان ورساوه، خو دا ځل په لومړۍ خیمه کې له داسې منظرې سره مخامخ سوم چی نږدې وم له ډیره غمه لیونی راستون سم…….
له هرې خیمی چیغې او فریاد راپورته کېده، د چا د کورنۍ ټول غړي مړه او دا پاتې و، د چا بیا حالت تر دې هم بدتر و… په یوه خیمه کې مې د ماشوم نرۍ ژړا واوریده، د همدی خیمی نوبت هم رانږدې سوی و چې باید د ناشتې مرسته مې ورکړې وای. د خیمې پرده مې کش کړه، دننه یو قیامت صحنه جوړه وه، یو بوډا ناست دی او ماشوم یې له غېږې ځان غورځوي او ژاړي، په اوزبکي ژبه خپل بابا ته یو څه وایي، خو زه یې چې ټکي هر څومره سره راټول کړم، نو بیا هم معنا نه سم ترې اخستلی…
بابا ته مې ویل، دا دې څه دی؟
– د بابا اوښکې په ویرجنو سترګو کې ډنډ وې، ویل یې دا مې لمسی دی، ټول کور مې تباه سو، یو زه او دا پاتې یوو.
– ښه نو په اوزبکي ژبه څه درته وايي؟
– دا له مانه هره شیبه پوښتنه کوي چې زما مور چیرته ده؟ زه که ورته وایم، تر خاورو لاندې ده، نو دا بیا راته وایي چې راځه راویې باسو…
Loy Allah de warta da de gham ajar ow jamil sabar warki.