هر سهار به چې د خپلو لوکسو موټرونو له کاروان سره له خپله کوره چې يوه درې پوړيزه ښکلې ودانۍ وه ، راووت ؛ نو ګڼ سوالګر به د واټ په غاړه ولاړ وو او لکه لاريون چې کوي لاسونه به يې اوچت نيولي وو ، خو په دومره توپير چې هر څه به غلي وو ، نارې به يې نه وهلې او چوپه خوله يې سوالګرې سترګې د ښاروال صيب موټرو ته نيولې وې.
د ښاروال کسانو به هم په لومړيو کې هر سهار دلسګونو نوټونو يو بنډل دښاروال په غوښتنه پرې خلاصوه خو ورو ورو هم دغه بنډل کمېده او هم ښار وال خپل ځان له سوالګرو راټولوه ،خپلو ساتونکو ته يې ويلي وو، چې نور دې سوالګر په دې مفتو پيسو نه اموخته کوي ، هسې يې هم شمېره ورځ تر ورځې ډېرېږي او نور يې له وسه نه ده پوره چې خپل دې عادت ته دې دوام ورکړي .
هغه به چې کله ماښام له خپل دفتره کورته راغى نو دخلکو له خوا به يې دده دسخاوت صفتونه په مينه اورېدل او غوږ به يې داسې په ارام ورته اېښى و لکه دنوې دندې په مهال به يې چې دخپلو کارکوونکو شکايتونه ، غوښتنې او هيلې په ارام زړه اورېدې او هغه دچا خبره من من غوښه به يې اخيسته .
خو چې کله سوالګر ورځ په ورځ را زياتېدل نو؛ سبا ته به هر يوه ورسره خپل ملګري سوالګر هم را روان کړي وو ، چې له وېرې يې دښاروال دسخاوت لمنه هم ور ټوله شوه او ساتونکو يې په خپله پخوانۍ رويه کې بدلون را ووست .
ښاروال په دې هم خوښ و چې په دې کار يې نوم له قومندان صيب نه ښاروال صيب شو ، د ښاروالۍ له کارونو سره چې کله بلدېده نو مزو او چړچو ورڅخه دقومندانۍ ټول خوندونه هېر کړى وو ، دمزو او ګټو وټو په يوه نړۍ کې ګرځېده ، دساتونکو دهمدې بدې رويې له امله يې نور سوالګرو هم دهغه کور ته دغځېدلي واټ غاړه پرېښوده او په نورو لارو سم شول .
يواځې يوه ماشومه نجلۍ به چې خړې ښکلې سترګې يې وې د دواټ څنګ ته دوچې شوې ونې ډډ ته ناسته وه ، له عمره به نږدې دلسو يوولسو کالونو وه ،خو غربت ترې دپنځو شپږو کالونو ماشومه جوړه کړې وه ، سوال به يې نه کاوه خو تل به دښاروال صيب دکور مخکې ناسته وه او دهغې دساتونکو او يا نورو لارويانو بوټونه به يې پاکول او رنګول چې به بدل کې به يې چا يو لسګون او يا هم شلګون ورکاوه ، کله کله خو به دښاروال صيب کور ساتونکو په بيړه بوټونه پرې رنګ کړل ، خو پيسې به يې نه ورکولې او هغه وخت به يې ورکړې چې کله به ښاروال صيب بېرته کور ته راستون شو ، نور له دې خړ سترګې ماشومې سره هم دا انديښنه نه وه ، چې هغوى به يې پيسې وخوري ، د ښاروال صيب به هم چې کله کله طبعه جوړه وه او کومه غوړه پرانسته به يې کړې وه ؛ نو څنګ ته به يې را،غوښته ،دخپل سپين لکسس موټر ښېښه به يې ښکته کړه ، کوم پنځوس ګون او يا سلګون به يې ورکړ ، تر ډېره به يې خړو سترګو ته ځير و ، خو نه پوهېده چې داسترګې ولې پرې داسې اشنا لګي .
کله کله به يې دومره ورته کتل چې موټروان به موټر ته حرکت ورکړ ، ده به ټکان وخوړ او تر ډېره به يې دموټر په شاليد هنداره کې دهمغه ماشومې د ښکلو خړو سترګو تصوير سترګو سترګو ته کېده او پلن برېتور موټروان به يې هم دغه حيرانتيا حس کوله ، خو چې کوم زنګ به ورته راغى او په خبرو به بوخت شو ؛ نو په شاليد هنداره کې به هغه خړې سترګې هم ورکې شوې .
دساتونکو ترمينځ هم نور په خړ سترګې نجلۍ مشهوره وه او چې کله به يې ياد راغى نو همدا نوم به يې ورته يادوه ، څو ځله خو خپله دښاروال صيب له خولې هم د سوالګرې نجلۍ په ځاى همدا نوم ووت او څه خواړه يا بل څه به چې اضافه وو ؛ نو ساتونکو ته به يې ويل چې خړ سترګې نجلۍ ته يې ورکړي ، خو له دغه نوم سره به يې په رنګ کې هم يو څه بدلون راغى .
يو ماښام په خپل کور کې ناست و او له خپلو ماشومانو يې په درسونو کې پوښتنې کولې ، هغوى هم پرې را غونډ وو او ځوابونه يې ورکول ، وړاندې په دور يوه سپينه دليک تخته را ځوړنده وه او کشرې لور يې پرې دانګليسي توري ليکل چې دروازه يې ټک ټک شوه يو ساتونکى چې دکاکا زوى يې کېده راننوت ، دى هم ورته غوسه شو
خيرت دى ؟
هو ، خانګل موټر زده کاوه ، همغه نجلۍ يې پرې وهلې ، ډېره ژوبله ده …
ښاروال صيب غوسه لا زياته شوه .
همغه نجلۍ ، هغه خړ سترګې !؟
هو اوس يې له دروازې نه لږ وړاندې ووهله ، هغه په تياره کې دواټ غاړې ته ورانه وه .
يوه ښځه هم راپيدا شوه ، وايي چې لور مې زر روغتون ته راته ورسوئ ، نارې او چيغې وهي ، هسې نه چې رسوايي راجوړه کړي .
ښاروال صيب زر دخپلې لور کتاب په ځمکه وغورځاوه ، همداسې اوچت شو او په منډه له دوازې نه بهر ووت دګروپونو په رڼا کې يې په يوه ښځه سترګې ولګېدې چې دنجلۍ سر ته ناسته وه ، دنجلۍ خړې سترګې په تندې راماتو وينو پټې کړې وې ، ناستې ډنګروکې ښځې ښاروال ته وکتل ، لاس يې وچ پاتې شول ، ښاروال يو ځل دنجلۍ او بيا دناستې ښځې سترګو ته ځير شو ، اوس يې بيخي باور راغى ، ټکان يې وخوړ او ښځه ځاى په ځاى ودرېده ، خو ده ستاتونکي ته وکتل
پورته يې کړئ، ډېر لرې يې …
خو خبره يې بشپړه نه شوى کړى
ډنګره ښځه هم را وړاندې شوه
لور مې ….
خو چې ښاروال صيب ته ښه ځېر شوه ، هغه شاته روان وو ، دومره شاته لاړ چې آن لس کاله وړاندې زمانه يې په ذهن کې وګرځېده .
يوه له خونده ډکه شپه ، په کوټه کې دچرسو خواره لوګي، خنداګانې او د خړو ښکلو سترګو واله يوې پېغلې نجلۍ بدرېغه چيغې او سورې … سر يې دخپل کور په دروازه ولګېده ، بېرته يې راوکتل ، ساتونکو ښځه او نجلۍ د رېنجر موټر باډۍ ته ور پورته کړي وو .
کابل
٢٠١١ ډسمبر ٤ مه